تازه خبرونه

پاک هند کشيدګي،نريندر مودي حکومت پارليمنټ کښې سندور ناکامه آپريشن باندې د بحث اجازت هم نه ورکوي

د هند اپوزيشن پهلګام حمله او سندور آپريشن تفصيلات اولس ته په ډاګه کول غواړي ولي حکومت انکاري دے

1 min read

پاک هند کشيدګي،نريندر مودي حکومت پارليمنټ کښې سندور ناکامه آپريشن باندې د بحث اجازت هم نه ورکوي

سندور آپريشن کښې ناکامي، مودي حقائق پټ ساتل غواړي

July 22, 2025

د پهلګام حملې په بنياد پاکستان نړۍ کښې بدنامه کولو سازش کونکې نريندر مودي خپل اولس او پارليمنټ نه هم اصل حقائق پټ ساتلي دي ۔ د اپوزيشن ګوندنو بار بار مطالبو باوجود هم هند واکمن د پاکستان خلاف د ناکامه جارحيت او پهلګام حملي اصل تفصيلات په ډاګه کولو نه انکاري دے ۔ د هند لوک سبها او راجيا سبها اجلاسونو کښې هم په دې معامله د حکومتي ممبرانو او اپوزيشن غړو ترمينځ د سخت جملو تبادله شوي ۔د هندوستان رسنيو رپورټونو ترمخه د هند پارليمنټ د مون سون اجلاس په وړومبې ورځ د حکومت او اپوزيشن ممبرانو ترمينځ لفظي شخړه شويده ۔ اپوزيشن غړو پارليمنټ کښې د پهلګام حملے او د پاکستان خلاف آپريشن سندور په معاملو بحث کولو مطالبه کړيده ولې حکومتي وزيرانو د دې سخت مخالفت کړې وو چې د هغې وروستو پارليمنټ کښې چغے سورې جوړې شوې وې او د مودي حکومت خلاف نعره بازي هم شوي وه ۔ د پارليمنټ ممبرانو مطالباتو په جواب کښې حکومتي غړووئيلي دي چې في الحال آپريشن سندور او پهلګام حمله باندې بحث کول نه دي پکار چې کله هم موقع ملاؤ شوه نو په دې معاملو به هم ايوان کښې خبرې وشي ۔ د حکومتي وزيرانو او اپوزيشن غړو ترمينځ هنګامې نه پس د لوک سبها او راجيا سبها اجلاسونه ځنډولي شويدي ۔

مودي اصل حقائق پټوي، راهول ګاندي

د هند اپوزيشن ليډر راهول ګاندي آپريشن سندور په رنګ حساس معاملو باندې پارليمنټ کښې بحث اجازت نه ورکولو باندې په حکومت سختې نيوکي کړيدي، راهول ګاندي وائي چې حکومت قصدا په پارليمنټ کښې اپوزيشن پارټو له اجازت نه ورکوي چې دوي ملکي معاملو باندې خبرې وکړي ۔ راهول ګاندي تور لګولي دے چې پارليمنټ کښې صرف حکومتي وزيرانو او ممبرانو ته د خبرو اجازت وي ولې هغه اپوزيشن ليډر دے خو پارليمنټ کښې ورته د خپلي رائے د اظهار د بيانولو اجازت نه ورکولے کيږي ۔ اپوزيشن ليډر راهول ګاندي څو ورځې مخکښې په ايکس پاڼه يو بيان هم جاري کړي وو چې پکښې د نريندر مودي نه مطالبه شوي وه چې د پاکستان خلاف سندور آپريشن کښې د الوتکو د غورځيدو په حواله امريکني صدر ټرمپ د بيان دې سپيناوي وکړي ،بيان کښې راهول ګاندي وئيلي وو چې وزيراعظم مودي د پنځه الوتکو د غورځيدو دا څه معامله ده قام دې ترې خبر کړې شي ۔ دي نه مخکښې هم اپوزيشن ډلو د پاکستان خلاف حملو او دې کښې شوي د نقصاناتو تفصيلاتو په حواله پارليمنټ دننه بحث کولو لپاره د دواړو ايوانونو مشترکه غونډه د رابللو مطالبې کړيدي ولې نريندر مودي د خپلې ناکامۍ د پټولو لپاره د پارليمنټ مشترکه اجلاس د رابللو نه ډډه کوي ۔

Related Articles

د جمعیت علمای اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان په تازه بیان کې ویلي دي چې په دې هیواد کې جمهوریت ختم شوې

October 17, 2025

لنډي کوتل کې هرکال د پاکستان د آزادۍ په نوم د فټ بال سیالۍ راجوړیږي خو په دې سیمه کې نه خو معیاري ګراونډ شته او نه لوبغاړو لپاره نور سهولتونه شتون لري

October 17, 2025

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیرامیرخان متقي د مسکو فارمټ د اوومې ناسې وروسته او هند ته سفر په اړه اړوند افغان چارواکو سره مهمه ناسته کړې

October 16, 2025

مفتي نورولي محسود چې د کالعدم تحریک طالبان پاکستان مشر دې په اړه داسې خبر مخې ته راغلې چې ویلي ی دي چې زه ژوندې یم

October 16, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *