...

په سرحدي سیمو کښې مو ۷۶۵ امنیتي پوستې جوړې کړي: افغان امنیتي چارواکي

ایچ ټي این سره په ځانګړې مرکه کښې د افغانستان اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ژمنه کړې وه چې افغان خاوره به د پاکستان په ضد و نه کارول شي
په سرحدي سیمو کښې مو ۷۶۵ امنیتي پوستې جوړې کړي: افغان امنیتي چارواکي

د افغانستان یو لوړه پوړي امنیتي چارواکي ویلي دي چې په سرحدي سیمو کښې ی یو شمیر امنیتي ګامونه پورته کړي دي

د افغانستان اسلامي امارت یو لوړ پوړي امنیتي چارواکي ویلي دي چې تیر کال په رسمي سرحدونو کښې ګوټلي امنیتي ګامونه اخستي دي او په سرحدي سیمو کښې ی یو شمیر امنیتي پوستې او امنیتي فوځیان ځای په ځای کړي دي

‏د افغانستان اسلامي امارت وسله وال فوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت وايي، تیر کال یې د رسمي سرحدونو او ډیورنډ کرښې په اوږدو کې ۱۵ لېواوې، ۳ کنډکونه او ۷۶۵ سرحدي پوستې ځای پر ځای کړي دي

فصیح الدین فطرت د دفاع وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو راپور ورکولو په مهال اوویل چې تېر کال یې ۸ چورلکۍ، ۴۱ زره ۶۸۴ نقلیه وسایط، ۶۴۸۰ سپکې او درنې وسلې، ۷۲۴ مخابرې ترمیم او کارونې ته چمتو کړي دي چې د افغان فوځیان ی د امینتي موخو لپاره په کار راولي

نوموړي اوویل او ټینګار ی وکړو چې د ټیکاو او امنیت لا ټینګښت په موخه د عملیاتو ترسره کول، د اردو ظرفیتونو لوړول، تاسیساتو جوړول او د اوپراسیوني فعالیتونو ترسره کولو لپاره پلان جوړونه د روان کال لپاره له مهمو پروګرامونو څخه دي

دلته ددې خبرې باید یادونه وشي چې د پاکستان حکومت لوري وخت په وخت افغان چارواکو ته داسې ثبوتونه ورکړل شوي دي چې ښایی په سرحدي سیمې کښې کالعدم تحریک طالبان پاکستان وسله وال ځای پر ځای دې او په پاکستان کښې ترهګریز او خونړي بریدونه ترسره کوي چې تراوسه پورې یو شمیر د پاکستان امنیتي ځواک اهلکار او عام وګړي په دې بریدونو کښې شیهدان شوي دي

دلته دا خبره هم مهمه ده او باید یادونه وشي چې په دې لنډ تیرو ورځو کښې ایچ ټي این سره په ځانګړې مرکه کښې د اسلام امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي وو چې د اسلامي امارت حکومت ژمن دې چې افغان خاوره به کله هم د پاکستان په ضد و نه کارول شي

نوموړي ټینګار کړې وو چې په دې اړه د افغانستان اسلامي امارت دریځ ډیر روښانه دې او هیچا له به هم اجازه ور نه کړي چې افغان خاوره د پاکستان په ضد و کاروي

Related Articles

د پاکستان JF-17 تھنډر جنګي الوتکه د نړیوالو دفاعي صادراتو مهمه برخه ګرځېدلې، او په بهر کې یې د څو میلیارډ ډالرو تړونونه ترلاسه کړي

March 5, 2026

د یوې جاپاني ښځې د AI انیمي کرکټر سره سمبولیک واده د ډیجیټل اړیکو او اخلاقي حدودو په اړه بحثونه بیا راپورته کړل

March 5, 2026

د عملیاتو “غضب للحق” تازه جګړه کې افغان طالبانو ته سخت جاني او مالي زیان رسېدلی؛ تر ۴ مارچ پورې ۴۸۱ جګړه ماران وژل شوي او سلګونه پوځي پوستې تباه شوي دي

March 5, 2026

غیر تصدیق شوي راپورونه وایي چې ځینې مشران د خپلو کورنیو سره خوندي سیمو ته تللي دي

March 5, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Seraphinite AcceleratorOptimized by Seraphinite Accelerator
Turns on site high speed to be attractive for people and search engines.