تازه خبرونه

د خیبر سپورټس فیسټیول ۲۰۲۵ بنیادي مقصد نړۍ ته د امن پیغام ورکول دي: اشتیاق احمد

د ټوورازم ډیپارټمنټ مشر اوویل چې داسې پروګرامونو ځوانان مثبتو کارونو ته هڅوي.

1 min read

د میلې ګډون والو د سپورټس سیالیو او کلتوري ایونټ څخه خوند واخستلو

د میلې ګډون والو د سپورټس سیالیو او کلتوري ایونټ څخه خوند واخستلو

July 20, 2025

د لوبو په سیالیو کښې ځوانانو او د بیلا بیلو سکولونو او کلبونو لوبغاړو برخه واخسته

د ضلع خیبر په جمرود سپورټس کمپلیکس کښې وړمه ورځ د “خیبر فېسټیول ۲۰۲۵” پرانسته وشوه.

د خیبرپښتونخوا کلچر او ټوورازم ډیپارټمنټ او د ضلعې سپورټس ډیپارټمنټ په

په ګډ اشتراک باندې د خیبر سپورټس اوکلچر پرانسته وشوه. دا فېسټیول به نن د ۲۰ شلم جولایی پورې دوام وکړي.

د فیسټیول پرانسته د خیبر پښتونخوا ټوورازم ډایریکټر اشتیاق احمد وکړه . د پرانستې دستورې په مهال د جمرود اسسټنټ کمشنر فهد ضیا، ایډیشنل اسسټنټ کمشنر نسیم علی شاه، ډسټرکټ سپورټس آفیسر محمد حسین ، ضلعی افسران، خبریالان، لوبغاړي او ځایی مشران هم موجود وو.

د پرانستې په موقع ماشومانو پي ټي شو، ملي ترانه وړاندې کړه، ورستو بیا تکړه ځوانانو د جمناسټک لوبغاړو د خپل فن مظاهره وکړه او د دستورې ګډون والو ترې خوند واخستو.

د سپوټس په میله کښې بیډمنټن، باسکټ بال،رسه کشي، غشي ویشتل،کراټې او جمناسټک شامل دي.

د لوبو په سیالیو کښې ځوانانو او د بیلا بیلو سکولونو او کلبونو لوبغاړو برخه واخسته . په دې موقع د ځایی خوراکونو سټالونه هم لګیدلې وو چې د فیسټیول ګډون والو ترې خوند واخستو.
په دې سټالونو کښې د هنرمندو ښځو لاسونو جوړ هغه شیان هم وو چې ځایی ښځو په ډیر محنت جوړ کړي وو، په لاس جوړ شوې کلتوري جامي او شمیر نور شیان وو چې د فیسټیول پام ی ځان په لور را اړولو.

د فېسټیول ځانګړې برخه “کلتوري ماښام” وو، چې پکې د پښتو نامتو سندرغاړو د خپل فن مظاهره وکړه. د دوی زړه راښکونکي غږونو د محفل ښایست یو په دوه زیات کړو.

د کلتوري میلې یوه مهمه ډرامه د حق عنوان لاندې نامتو کامیډی هنرمند سید رحمان شینو وړاندې کړل ، د میلې ګډون والو د سبق نه ډکې دې ډرامي څخه خوند واخستو. وړاندې کړ

د پرانیستې غونډې په مهال، اشتیاق احمد وویل

“د خیبر فېسټیول هدف یوازې تفریح نه ده، بلکې دلته د ځوانانو لپاره مثبت فعالیتونو ته هڅونه، او په سیمه کې دایمي امن ته وده ورکول دي. داسې غونډې د خیبر امن او کلتور ته وده ورکوي. .

ګډونوالو او ځایي مشرانو د فېسټیول ستاینه وکړه او دا یې د جمرود اولس او ځوانانو لپاره ډیر ګټور اوبلل. هغوی وویل چې دا ډول پروګرامونه د سیمې د شناخت، د ځوانانو د اعتماد، او د ټولنیز یووالي د ودې سبب ګرځي. دوی له حکومته، د ټووارزم ادارې او ضلعي انتظامیې مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې دا ډول فعالیتونه دې په دوامداره توګه ترسره شي چې ددې سیمې ځوانان په مثبتو کارونو کښې بوخت شي او له منفي کارونو څخه بچ شي.

Related Articles

د جمعیت علمای اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان په تازه بیان کې ویلي دي چې په دې هیواد کې جمهوریت ختم شوې

October 17, 2025

لنډي کوتل کې هرکال د پاکستان د آزادۍ په نوم د فټ بال سیالۍ راجوړیږي خو په دې سیمه کې نه خو معیاري ګراونډ شته او نه لوبغاړو لپاره نور سهولتونه شتون لري

October 17, 2025

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیرامیرخان متقي د مسکو فارمټ د اوومې ناسې وروسته او هند ته سفر په اړه اړوند افغان چارواکو سره مهمه ناسته کړې

October 16, 2025

مفتي نورولي محسود چې د کالعدم تحریک طالبان پاکستان مشر دې په اړه داسې خبر مخې ته راغلې چې ویلي ی دي چې زه ژوندې یم

October 16, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *