تازه خبرونه

امريکې د پهلګام حملې ذمه واري قبولونکې تنظيم ( ټي ار ايف) نړي وال دهشت ګرد ډله ګرځولي ده

پهلګام حملې ذمه واري قبولونکې ډله نړي وال ترهه ګر تنظيم ګرځولي شوے

1 min read

امريکې د مقبوضه کشمير مذاحمتي ډله (ټي ار ايف) نړي وال ترهه ګر تنظيم ګرځولي دے

پهلګام حملې ذمه واري قبولونکې ډله نړي وال ترهه ګر تنظيم ګرځولي شوے

July 18, 2025

پاکستان د دې حملو تحقيقاتو لپاره هند ته وړانديز هم کړي وو ولې مودي انتظاميې د پاکستان تجويز منلو په ځائې د جارحيت لار خپله کړي وه

د امريکې خارجه محکمي ترمخه په پهلګام کښې شوي حملې ذمه واري قبولونکې ټي آر ايف ډله نړي وال ترهه ګر تنظيم ګرځولي شوېدے ۔ امريکني خارجه وزير مارکو روبيو وئيلي دي چې واشنګټن انتظاميې په باقاعده توګه ټي آر ايف ګروپ نړي وال ترهه ګر ډله نامزد کړيده، خپل بيان کښې مارکو روبيو وئيلي دي چې صدر ډونلډ ټرمپ د پهلګام حملې لپاره د انصاف د اپيل ملاټر کوي ۔

پهلګام حمله او پاکستان خلاف د هند جارحيت

د اپريل مياشتې په 22 نيټه د مقبوضه کشمير په پهلګام سيمه کښې د وسله والو په ډزو شپږويشت تنه وژلي شوي وو، هند حکومت بغير د څه ثبوت يا تحقيقاتو د دې حملې ذمه وار پاکستان ګرځولي وو، ولې د حملو ذمه وارې مقبوضه کشمير کښې آزادې لپاره مذاحمت کونکي ډلې ټي آر ايف قبول کړي وه ۔ د حملې نه پس وزيراعظم شهباز شريف او خارجه وزير اسحاق ډار څو وارې هند حکومت ته د دې پيښې تحقيقات کولو کښې د تعاون وړانديز کړي وو ولې هند واکمنو د دې په جواب کښې د جارحيت لار خپله کړي وه او په شپږم مئي ئې د پاکستان په مختلف ښارونو حملې کړي وې ۔ پاکستان هم د دې حملې موثره او فوري جواب ورکړې وو او د هند شپږ الوتکې ئې غورځولې وې چې پکښې رافيل جنګي جازونه هم شامل وو ۔

د کشمير مذاحمتي ډلو په حواله د پاکستان موقف تائيد

چې هند او مقبوضه کشمير کښې کله هم مذاحتمي تنظيمونه څه قسمه حمله وکړي نو هند واکمن بغير د څه شواهد يا تحقيق دا حملې پاکستان سره وتړي حالانکه پاکستان څو وارې هندحکومت ته او په نړي وال فورمونو وضاحت کړيدے چې مقبوضه کشمير کښې روان د آزادې تحريک د مقامي کشميريانو خپل تحريک دے د دې سره د پاکستان هيڅ قسمه تعلق نشته او نه پاکستان د دې مذاحمتي ډلو څه قسمه مرسته کوي ۔ خارجه امورو او سفارتي پوهانو د پهلګام حملې ذمه واري قبولونکې ډله د امريکې لخوا نړي وال ترهه ګر تنظيمولو اعلان د پاکستان د موقف تائيد ګرځولې دے،پوهانو او تجزيه کارو ترمخه نوي دلې انتظاميه خپل اولس له دهوکه ورکولو او سيکيورټي کوتاهۍ پټولو لپاره د پهلګام په رنګ نور بريدونو ذمه واري په پاکستان واچوي اصل حقيقت دا دے چې د هر قسمه ظلم او زياتي او هر رنګ وسائل استعمالولو باوجود هند حکومت اوسه پوري په مقبوضه کشمير کښې د آزادۍ لپاره تير څو لسيزو راهسې جاري د کشمريانو تحريک نه خو کمزورې کړو او نه ئې دوي دباؤ کښې راوستل ۔

Related Articles

د استنبول په مذاکراتو کې د ترکي او قطر چې منځګړي وو، د پاکستان دریځ منلې خو د افغان طالبانو د ضد له امله دا مذاکرات پرته د کومې مثبتې پایلې ته ورسیدل

October 28, 2025

په کونړ سیند باندې بند تړلو منصوبه د شهید سرداود د واکمنۍ په مهال د هغه په ۵ کلنۍ منصوبه بندۍ کې شامله وه

October 28, 2025

سرچینې وایی د پاکستان دریځ چې افغان طالبان دې د تحریک طالبان پاکستان په ضد اقدم وکړي، افغان طالبان دا نه مني او نه تحریري ژمنه کوي

October 28, 2025

شهباز شریف د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده سره د پاکستان او سعودي عربستان اړیکې پیاوړې کولو او په یو شمیر مهمو موضوعاتو خبرې کړي

October 28, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *