تازه خبرونه

دا کوم انصاف دې چې علیمه خان خپل بچي لندن ته ولیږل: شیرافضل مروت

شېر افضل مروت تور لګولې چې د تحریک انصاف بنسټ ګر سره دده اړیکو خرابیدلو اصلي لامل علیمه خان، سلمان اکرم راجه او شبلي فراز دي

1 min read

دا کوم انصاف دې چې علیمه خان خپل بچي لندن ته ولیږل: شیرافضل مروت

شېر افضل مروت، چې په لندن کې یې له رسنیو سره خبرې کولې په علیمه خان نیوکې وکړې چې هغه نور پښتانه هڅوي چې تحریک پیل کړي او خپل بچي ی لندن ته ولیږل

July 18, 2025

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر شیر افضل مروت د عمران خان په خور علیمه خان سختې نیوکې کړي او د ګوند په نورو مشرانو سلمان اکرم راجه او شبلي فراز ی هم تورونو لګولي دي چې دوی د پی ټي آی مشرانو سپکاوې کوي او ددوی له امله د پي ټي آیی غړو موروال ډیر زیات کمزورې شوې دې

د تحریک انصاف پخواني مشر شېر افضل مروت پر علیمه خان، سلمان اکرم راجه او شبلي فراز سخت تورونه لګولي او ویلي یې دي چې دغو کسانو نه یوازې د ګوند مشرتابه ته سپکاوی کړی بلکې د کارکوونکو مورال یې هم کمزوری کړی

شېر افضل مروت، چې په لندن کې یې له رسنیو سره خبرې کولې په علیمه خان نیوکې وکړې چې هغه نور پښتانه هڅوي چې تحریک پیل کړي او خپل بچي ی لندن ته ولیږل

نوموړي اوویل چې دا کوم انصاف دې چې نور پښتانه تحریک چلولو ته هڅوی او خپل بچي ی لندن ته ولیږل، زیاته ی کړه چې دا هیڅ د منلو نه ده چې خپل بچي برتانیه ته ولږي او نورو بچو ته وایی چې تحریک دې چلوي

مروت اوویل چې علیمه خان د پاکستان تحریک انصاف مشران بې عزته کوي او په ګوند کې دننه ګډوډي را پیدا کوي

نوموړي اوویل چې علیمه خان د ګوند کاروکوونکي تر فشار لاندې راولي او هغوی ځوروي، زیاته ی کړه که هغه ګوند سره ریښتونې ده نو خپله دې د ګوند مشري وکړي او خپل بچي دې هم په ګوند کښې شامل کړي

نوموړي پوښتنې را پورته کړې او وی ویل چې دا کوم انصاف دې چې خپل بچي برتانیه ته ولیږي او د نور بچي هڅوی چې تحریک چلوي

شېر افضل مروت تور ولګاوه چې د تحریک انصاف بنسټ ګر سره دده اړیکو خرابیدلو اصلي لامل علیمه خان، سلمان اکرم راجه او شبلي فراز دي

دلته دا مهمه ده او باید چې یادونه ی وشي چې د شیر افضل مروت دا څرګندونې په داسې وخت کښې مخې ته راغلي دي چې د ګوند دننه اختلاف او پر مشرانو نیوکې ورځ تر بلې زیاتیږي، په ځانګړې توګه وروسته له هغه چې د تحریک بنسټ ایښودونکې عمران خان نیول شوی او وروسته له دې ی ګوند له سخت بحران سره مخ شوې دې

Related Articles

جلال اباد کې د افغان سوداګرو یوه غونډه ترسره شوې ،سوداګرو ویلي دي هره ورځ د سرحد تړلو له امله په ملیونونه ډالره زیان رسیږي

December 7, 2025

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د هند وروستي تورونه د حقیقت پر ځای د اوږدمهاله دروغجنو کمپاینونو برخه ده

December 7, 2025

د لنډي کوتل پولیس تاڼې د معلوماتو ترمخه یوې ځایی ښځې د لنډي کوتل ډي آر سي ښځینه مرکز ته غوښتنلیک جمع کړې وو چې هغې له دې د خپل خاوند د وژنې په بدل کې د دیت روپۍ ورکړل شي

December 7, 2025

افغان طالبان حکومت لوري جوړ شوي د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي چې یوازې په یوه ورځ کې له بېلابېلو لارو ۵۸۱ کورنۍ ثبت، ۶۶۰ کورنۍ لېږد، او له ۵۷۲ کورنیو سره مالي مرسته شوې ده

December 7, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *