اسحاق ډرا او متقي په دي ټینګار کړې چې باید د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې دوامداره وساتل شي او همکارۍ نوره هم پراخه شي څو دواړه ملتونه ترې بشپړ ګټه پورته کړي.
نن د افغانستان په پایه تخت کابل کښې مرستیال وزیراعظم او د افغانستان عبوري حکومت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقی ترمینځ مهمه لیدنه وشوه.
په دې مهمه لیدنه کښې د دواړو هیوادونو لوړ پوړه چارواکو په دوه اړخیزو اړیکو ، سوداګرۍ او سیمه ایزو همکارینو په پراختیا ګټورې خبرې وکړي.
دلته ددې خبرې باید یادونه وشي چې نن مرستیال وزیراعظم کابل کښې دا مهمه لیدنه د د درې اړخیزې غونډې په لړ کښې وشوه چې اسحاق ډار له خپل پلاوي سره په دې غونډه کښې د ګډون لپاره نن سهار کابل ته سفر وکړو.
د دواړو هیوادنو مشرانو د تجارت، امنیت، او ټرانزیټ په برخو کې د همکاریو د زیاتولو پر اړتیا ټینګار وکړو . هغوی دا ژمنه هم وکړه چې باید د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې دوامداره وساتل شي او همکارۍ نوره هم پراخه شي څو دواړه ملتونه ترې بشپړ ګټه پورته کړي. .
داړو هیوادونو هوکړه وکړه چې باید د سیمې د اقتصادي ودې د بشپر وسایلو څخه کار اخستلو او لپاره په ګډه کار ته دوام ورکړل شي. په ځانګړې توګه په خپل مینځ کښې پر سیمهیزو ارتباطاتو په پراخوالي ټینګار وشو، چې دا ډول هڅې کولی شي د ټولې سیمې لپاره د سوکالۍ سبب وګرځي. .
اسحاق ډار وویل چې پاکستان د یو سولهییز، باثباته او پرمختللي افغانستان غوښتونکی دی او زیاته ی کړه چې د دواړو لورو ترمنځ دا هوکړه هم وشوه چې په راتلونکي کې به اړیکې او مشورې په دوامداره ډول روانې وي چې د دواړو ګاونډي هیوادونو اړیکي نورې هم پیاوړي شي او د دواړو هیوادونو اولس يو ښه روښانه راتلونکي ورلري.
دلته ددې باید هم بایدونه وشي چې په وروستیو میاشتو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې ترینګلې وې، خو دواړه حکومتونه هڅه کوي چې شخړې د سفارتي هڅو له لارې هواري کړي.
د پاکستان او افغانستان د چارو کارپوهان وایی چې د پاکستان او افغانستان هیوادونو د لوړ پوړه چارواکو دا مهمې لیدنې ، یوبل هیواد ته یو بل پسې سفرونو دا ښایی چې راتلونکي کښې به دواړه ګاونډي هیوادونو اړیکې نورې هم قوي شي چې دا به د دواړو هیوادونو په اقتصاد باندې ښې پایلې ولري. .
