تازه خبرونه

د پي ټي آي ېو وزېر له امله دهېواد اقتصاد ته په اربونو روپۍ تاوان ورسېدل

د بیان وروسته بریتانیا، یورپ او امریکا د پاکستان د قامي اېر لاېنز پر الوتنو بندیز ولګاوه، چې له امله یې ملي ائیرلاین ته تر ۲۰۰ اربه روپو زیات مالي تاوان واوښت۔

1 min read

د پي ټي آي ېو وزېر له امله دهېواد اقتصاد ته په اربونو روپۍ تاوان ورسېدل

یو لوړپوړې چارواکې واېې چې دا د حساسو ملي مسلو د غلط وړاندې کولو یوه غوره بېلګه وه، خو دومره لوی زیان سره سره، تر ننه پورې د هېڅ یو کس پر ضد کارروايي نه ده شوې

July 17, 2025

پاکستان انټرنیشنل ائیرلاین ته ۲۰۲۰ کال کې د تحریک انصاف د حکومت د یوه وفاقي وزیر د غیرذمه دارانه بیان له امله تر ۲۰۰ اربه روپو زیات تاوان اوښتی، خو تر اوسه پورې هېڅوک هم د دې تاوان لپاره ذمه وارنه دې ګرځول شوې۔

دغه بحران د ۲۰۲۰ کال د جون په میاشت کې هغه وخت پیدا شو، کله چې د تحریک انصاف حکومت د هوابازۍ وزیر غلام سرور خان د قامي اسمبلۍ غونډې ته وویل چې ګڼ شمېر پاکستانی پیلوټان له جعلي یا مشکوکو لایسنسونو سره خپلې ذمه وارۍ ترسره کوي. دا بیان بغیر له تحقیق او تصدیق ورکړل شو، چې د نړیوالو غبرګونونو سبب جوړ شو۔

د دفاع وزارت سرچینې وایي چې دې بیان تباه کوونکي اثرات درلودل. د بیان وروسته بریتانیا، یورپ او امریکا د پي اېې اې پر الوتنو بندیز ولګاوه، چې له امله یې ملي ائیرلاین ته تر ۲۰۰ اربه روپو زیات مالي تاوان واوښت، او یوازې د ګټې زیان شاوخوا ۱۲.۷ اربه روپې اټکل شوی دی

سربېره پر دې، لسګونه هغه پاکستانی پیلوټان چې په بهر کې یې کار کاوه، دندې یې له لاسه ورکړې، یا نامعلوم وخت لپاره معطل شول. د دې تر څنګ د بیمې قسطونه او عملیاتي لګښتونه زیات شول، د پاکستان د نړیوال هوابازۍ درجه ښکته شوه، او د سول ایوی ایشن ادارې شهرت ته ډېر سخت زیان ورسېدو۔

یو لوړپوړي چارواکي وویل، دا د حساسو ملي مسلو د غلط وړاندې کولو یوه غوره بېلګه وه. خو دومره لوی زیان سره سره، تر ننه پورې د هېڅ یو کس پر ضد کارروايي نه ده شوې. هغه پلټنه چې د حکومت له خوا ژمنه شوې وه، هېڅکله هم عامو خلکو ته وړاندې نه شوه او هغه کسان چې بغیر له پلټنوې تورونه ولګول، تر اوسه بې حساب پاتې دي

وروسته له یورپي اتحادیې، بریتانیا هم اوس د پي اېې اې پر الوتنو څلور کلن بندیز ختم کړی. دا ګام د ملي ائیرلاین لپاره د نړیوال شهرت د بیرته راوستلو په لور مثبت پرمختګ بلل کېږي، او تمه ده چې د دې نړیوالو مهمو لارو بیا پرانیستل پي اېې اې د خصوصي کولو پر مهال د دې شرکت ارزښت لوړ کړي ځکه چې اروپا او بریتانیا ته لاس‌رسی د تجارتي ارزښت او د پانګه‌والو باور زیاتوي
دلته ددې خبرې باېد یادونه وشي ې د ملي ېوې ګټورې او مهمژ ادارې پر ضد داسې د پلټنو بغېر بیان بین الامللي شهرت او ملکي اقتصات ته ډېر زېات زېان رسوي او باید له داسې بې بنیاده بېانونو څخه ډډه وشي چې زمونږ ملي ګټو ته تاوان رسوي

Related Articles

د پاکستان دفاعي ځواکونو مشر او فیلډ مارشل جنرال عاصم منیر ویلي دي چې افغانستان ته مو روښانه دریځ وړاندې کړې دې، یا دې له خوارجو سره ودریږي او یا پاکستان سره

December 8, 2025

امریکا حکومت د هغو کسانو ګرین کارتونه چې د “اړوند هېوادونو” اتباع دي، د بیا ارزونې پرېکړه کړې، چی پکې افغانستان هم شامل دي

December 8, 2025

سیګار راپور وایی چې ناقانونه ګرځولې ډله تحریک طالبان پاکستان افغانستان کې روزنیز مرکزونه لري او القاعده ډلې سره ګډ ټریننګونه کوي

December 8, 2025

پاک افغان سرحد په تړلو جلال آباد کې افغان سوداګرو سختې اندیښنې څرګندونه کړې ده

December 8, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *