بلوچستان کښې د فتنه هند مرستيال ترهه ګرو يو وارې بيا د عام سورلو په بس حمله کړيده او بے ګناه وګړي ئې شهيد او ژوبل کړيدي ۔ د بلوچستان حکومت ترجمان شاهدرند چې قلات سره نزدې نمرغ علاقه کښې ملک دښمنه کسانو د کوئټې نه کراچۍ ته تلونکې سورلو په بس ډزې کړيدي او لاسي بمونو حمله ئې پرې کړې وه ۔ حمله کښې درې کسان شهيد شوي او اووه ژوبل شويدي۔ د بزدلانه حملې وروستو ترهه ګر د موقع د ځائې نه تښتيدلي دي،حملې نه پس سيکيورټي اهلکارو سيمه ولقه کښې اخستې او د شرخوښو خلاف ئې علاقه کښې لټوني آپريشن شورو کړېدے ۔ تيره هفته هم فتنه هند ملاټري شرخوښو د سورلو په بس حمله کړې وه او بس کښې سفر کونکي د پنجاب سره تعلق لرونکي اووه کسان ئې شهيد کړي وو۔
ترهه ګرو خلاف به عمليات جاري وي،صدر ۔ وزيراعظم
صدر مملکت آصف علي زرداري ،وزيراعظم شهباز شريف، داخله وزير محسن نقوي او د بلوچستان نه علاوه د ټولو صوبو ګورنرانو او وزرائے اعلي قلات کښې په بس د شرخوښو د حملې مذمت کړې او پيښه کښې د قيمتي ځانونو په زيان ئې د افسوس اظهار کړېدے ۔ خپل بياناتو کښې صدر آصف علي زرداري او وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د سيکيورټي فورسز کامياب عملياتو ترهه ګرۍ ډير ځپلي دي هم دغه وجه ده چې دوي اوس په بے ګناه کسانو حملې کوي ۔ دواړو مشرانو پيښه کښې شهيد شوي کسانو لواحقينو سره د غمرازۍ اظهار کړېدے او وئيلي ئي دي چې ملک نه د ترهه ګرۍ ناسور ختمول د حکومت وړومبې ترجيح ده،دا قسمه بزدلانه کارروائۍ د سيکيورټي فورسز او حکومت عزم نشي کمزورې کولے ۔
آواران علاقه کښې فتنه هندمرستيالو خلاف کارروائي
سيکيورټي فورسز په آواران ضلع کښې د فتنه هند مرستيال ترهه ګرو خلاف سيکيورټي فورسز کامياب عمليات کړي او درې ترهه ګر ئې وژلي دي، د آئي ايس پي آر لخوا جاري شوي بيان ترمخه دا عمليات په سيمه کښې د ترهه ګرو موجودګۍ په اطلاع شويدي،د ترهه ګرو خوندي ټهکانې خلاف عملياتو دوران د ډزو تبادله شوے چې پکښې د پاک پوځ ميجر سيد ربنواز طارق شهيد شويدے او درې ترهه ګر وژلي شويدي۔ د پيښې وروستو هم سيکيورټي فورسز په خواؤ شا علاقو کښې د نورو ترهه ګرو د لټون او وژنې لپاره عمليات کړېدي،صدر آصف علي زرداري او وزيراعظم شهباز شريف د فتنه هند مرستيال ترهه ګرو خلاف د سيکيورټي فورسز د کامياب عملياتو ستائينه کړې او د ميجر سيدربنواز طارق په شهادت ئې د افسوس اظهار کړېدے۔ صدر او وزيراعظم وئيلي دي چې د ملک دفاع او د اولس د تحفظ لپاره د سيکيورټۍ فورسز قربانۍ د نه هيريدو دي ټول قام شهيد سيکيورټي اهلکارو ته سلام پيش کوي ۔