تازه خبرونه

جمرود کښې د غلا پيښې زیاتې شوي

د ځایی اولس شکایت وروسته پولیسو په سیمه کې د شوکمارو، غلو او په نشه ی توکو کښې ککړو کسانو په ضد ګامونه اخستل پیل کړي دي
جمرود کښې د غلا پيښې زیاتې شوي

د جمرود پولیس تهاڼې ایس ایچ او نسیم افریدي ویلي دي چې په سیمه کښې ی د غلو او شوکمارو په ضد ګامونه اخستل پیل کړي دي

د ضلع خیبر په جمرود کښې د غلا او په لارو کښې د وسلې په زور د شوکمارۍ پیښې زیاتیدو وروسته پولیس په سیمه کښې چمتو شوي دې او د غلو په ضد ی ګامونه اخستل پیل کړي دي
د تفصیلاتو ترمخه په جمرود کښې د ځایی اولس د شکایت وروسته په سیمه کښې د جمرود پولیسو مشر ایس ایچ او نسیم افریدی د شپې د پولیس اهلګارو سره ګزمه کول پیل کړي دي
نوموړي رسنیو ته ویلي دي چې په سیمه کښې ی د غلو او شوکمارو په ضد ګامونه اخستل پیل کړي دي او که چاته هم د غلو او شوکمارو په اړه معلومات وی نو د پولیس سره دې شریک کړي
د پولیس مشر ویلي دي چې د غلو او نورو جرمونو کښې ککړ کسانو معلومات ورکولو والا نومونه نومونه به پټ ساتلې شي.
نوموړي زیاته کړې ده چې د یو شمیر غلو پیژندنه شوې ده او پولیس به زر د قانون منګولو ته وسپاري
بل اړخ ته ځایی اولس له وکیلانو غوښتي چې د غلو، شوکمارانو او د نشه ی توکو په کاروبار کښې ککړو کسانو لپاره دې په عدالت کښې وکالت نه کوي چې دا سیمه ددې غلو، شوکمارانو او د نشه ی توکو په کاروبار کښې ککړو کسانو څخه پاتې شي.
په سیمه کښې د غلو او شوکمارانو په ضد د پولیس ګام اخستل، ځایی اولس په ښو ټکو کښې ستایلې او ویلي ی دې چې که پولیس داسې ګامونه اخستلو ته دوام ورکړي نو دې سره به په سیمه کې د جرمونو کچه راټیټه شي او د اولس ژوند به خوندي شي

Related Articles

پاکستان د افغانستان له خاورې څخه د ترهګریزو بریدونو په زیاتوالي اندېښنه ښودلې

February 24, 2026

جعلي خبر خپور شوی: د سند ګورنر د رخصتۍ یادونه ناسم ده، چارواکي خبرداری ورکوي

February 24, 2026

راپورونه وایي چې د امریکا–ایران خبرې ښايي تهران ته د پوځي اقدام د مخنیوي لپاره وروستی چانس وي، ځکه خبرې د شخړې د مخنیوي لپاره تر ټولو مهم فرصت ګڼل کېږي

February 24, 2026

پاکستان د ملکیانو پر ضد د بریدونو ادعاوې رد کړې او ویې ویل چې عملیات د سرحدي بریدونو او بې‌پامۍ وروسته یوازې د ترهګرو مرکزونو پر ضد شوي دي

February 24, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *