تازه خبرونه

د مذهب سپکاوي قانون ناوړه کاريدو واقعات

اسلام اباد هايکوټ حکومت ته د کميشن جوړولو حکم ورکړى دى
د مذهب سپکاوي قانون ناوړه کاريدو واقعات

شميرو ترمخه د مذهب سپکاوي باندى تورن ٨٥ تنان د قهر جنه مظاهرچيانو د لاسه وژلى شوى دي

جسټس سردار اسحاق مرکزي حکومت ته ديرش ورځو کې دننه د کميشن د جوړښت حکم ورکړى دى
د هايکوټ امر ترمخه د کميشن معياد به ٤ مياشت وي او که ږکميشن وغواړي نو د عدالت په اجازت سره دغه معياد غځولى شي
د بشري حقونو ملکي او نړيوال تنظيمونه پاکستان کې د مذهب د قانون غلط او شخصي ګټو لپاره کارولو د پيښو په سر انديښنى لري او وخت په وخت دا معامله راپورته کوي


د غير دولتي تنظيم سينټر فار سوشل جسټس د شميرو ترمخه تير کال ٢٠٢٤ کې په هيواد کې د ياد قانون د لاندى ٣٤٤ نوى کيسونه درج شوي چې پکې ٧ فيصدى د مسلمانانو ١٤ فيصدي د احمدي اقلييت ٦ فيصدى د عيسايي او ٩ فيصدي د هندو لږکيو په ضد درج شوى دي

د بشري حقونو فعالين د هيواد تر ټولو لوى صوبى پنجاب کې د عيسانو په ضد د مذهب سپکاوي قانون د لاندى قانوني کاروايو معامله راوچتوي
که څه هم د ياد فانون د لاندى د مرګ او ټول عمري بند غونتے سختى سزا ګانے ټاکلے شوي خو تر اوسه دغه جرم باندى تورن يو مجرم هم تيزندي شوى نه دى
د تحريک انصاف تير حکومت کې د سپريم کوټ لخوا د لاندى عدالت نه د توهين مذهب په تور سزا شوى عيىايي زنانه آسيه بي بي خوشې کوولو پريکړى د مذهبي ګوندونو سخت غبرګون راپارولى و
تندروا ډلى تحريک لبيک لخوا په دى اړه شوى احتجاج په ضد حکومتي عمليات کې يو شمير تنان مړه او ګنړ شمير ژوبل شوى وو


دبشري حقونو فعالين تور لګوي لاندى عدالتونو د مذهبي تندروا ډلو د فشار لاندى توهين مذهب باندى تورن ملزمان ته سزا ورکوي چې بيا هايي کوټ او سپريم کوټ نه د نيمګړى شواهد په اساس خوشې شي
د غير دولتي تنظيم سپنټر فار سوشل جسټس ايګزيکټو ډاٸريکټر پيټر جيکب د اسلام هايکوټ حکم ډير مهم بولي
۔ هندو کش ټريبون نيټ ورک سره خبرو کې هغه وويل د تفصيلي حکم نه به ښکاره شي د عدالت هدف يواځې هغه منظمه ډلى دي کوم چې د قانون ناوړه کارولو کې ککړه دي او که عدالت د تيرو څو لسيزو نه د مذهب د سپکاوي قانون د شخصي ګټو او انتقامي کاروايو لپاره د کاريدلو د پيښو بشپړه اسباب رامعلومول غواړي
پيټر جيکب وايي د لومړى ځل دى چې د ياد قانون ناوړه کاريدلو ته پام لرنه شوى ده
نوموړي وويل کتلے کيږي به چې د دى به سره به څه بدلون راځي او د جيکب په خبره د متاثره تنان په ستونزو کې څه کمې راتلى شي


۔ د تحقيقي ادارى CRSS سينټر فار رپسرچ اينډ سيکورټي سټډيز ترمخه کال ٢٠٢١ پاکستان کې د يو نيم زر تنان په ضد د مذهب د سپکاوي قانون لاندى قضيي درج شوى دي

Related Articles

په قلات کې د استخباراتي عملیاتو پر مهال یوه لویه ترهګره توطئه شنډه شوه، او امنیتي ځواکونو ۱۲ د BLA وسله‌وال له منځه یوړل

February 15, 2026

د پاکستان اساسي قانون دا هېواد یو خپلواک اسلامي جمهوریت بولي، چېرې چې د شریعت اصول د قانون جوړونې، حکومتولۍ او دولتي واک لارښوونه د اساسي قانون په چوکاټ کې کوي

February 15, 2026

په بلوچستان کې د لورالایي د فرنټیر کور (FC) روزنیز مرکز کې د پاسنګ آوټ یوه شانداره دستوره ترسره شوه، چې پکې د ۶۸م بېچ ۱۱۰۴ نوو سرتېرو ګډون کړی و

February 15, 2026

د امبولانس تر رسېدو وروسته، امنیتي چارواکو د زندان شاوخوا څارنه زیاته کړه. د قانون پلي کوونکو ادارو د سیمې تګ راتګ محدود کړ، او رسنیو هم د حالاتو د څار لپاره د زندان مخې ته راټولې شوې.

February 15, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *