ډېره اسماعیل خان:د ډیره اسماعیل خان په کلاچي تحصیل شیخي ګیټ سیمه کښې په ډزو دوه پولیس اهلکاران شهید کړې شول
د سرچینو معلوماتو له مخې، په کلاچي ښار کې دوه پولیس اهلکار (ایکس سروس مین) شهزاد او غلام محمد په موټر سايکل سپاره روان وو چې په همدې وخت کې نامعلومه وسله والو پرې ډزې کولو پیل کړل. د ډزو له امله دواړه اهلکارپه ځای شهیدان شو
سرچینې وایی چې د دې پېښې نه وړاندې د یو پولیس اهلکار روغتیايي حالت خراب شوی وو او بل اهلکار دا رنځور اهلکار په موټر سايکل روغتون ته د رسولو هڅه کوله. سرچینې زیاتوي چې کله هغوی د شیخي ګیټ سیمې ته ورسېدل نو وسله والو پرې برید وکړ
د پېښې وروسته په سیمه کښې اندیښنې او ډار خپور شوې او پولیسو د پېښې په ځای چاپه وهلې او پلټنې یې پیل کړې دي
دلته ددې خبرې باید یادونه وشي چې د ډیره اسماعیل خان او ټانک په لویه لار امنیتي وضع ډیره خراب ده او په دې لار د ترهګرۍ يو شمیر پیښې مخې ته راغلي دي
د سرچینو ترمخه په دې لویه لار سرکاري او غیر سرکاري اهلکار تښتول او په هدفي پیښو کې وژل زیات شوي دي چې ځای اولس ی له سختو ادیښنو سره مخ کړې دې