تازه خبرونه

د باجوړ امن پاڅون مشرانو مهمې غوښتنې کړي

د افغانستان اسلامي امارت، د پاکستان واکمنان او فوځي مشران دې د بدامنۍ او ترهګرۍ د ستونزې د هوارولو لپاره د خبرو اترو او سفارتي لار خپله کړي: باجوړ امن پاڅون اعلامیه

1 min read

د باجوړ امن پاڅون مشرانو مهمې غوښتنې کړي

وزیرستان څخه تر باجوړ پورې د یو کروړ قبایلي اولس یوازینی دریځ او پیغام دا دی چې په تېرو ۲۵ کلونو کې روانه دا ډالري جګړه نور هېڅ صورت کښې د زغملو وړ

July 14, 2025

وړمه ورځ په ضم قبایلي ضلع باجوړ کښې د امن پاڅون مشرانو یوه ګډه اعلامیه خپره کړې ده

په اعلامیه کښې ویل شوي دي چې د فرش، خار او شنډي موړ سره ګیر چاپیره چې کومې خونړې پیښې شوي ،ددې پیښو ریکارډ به په سي سي ټي وي کیمرو کښې وي، خو دا کیمرې له یو سازش لاندې لرې کړې شوي دي،ددې کیمرو ریکارډ دې مشرانو سره شریک کړې شي


په اعلامیه کښې وایی چې سرکار د دې ذمه وارې دي نو باید چې سرکاري ادارې دا د ظلم او او غیر مسؤلانه چلند پرېږدي او په ۷۰ ورځو کښې دننه د امن ټینګښت لپاره عملي ګامونه واخلي . په اعلامیه کښې زیاتوي چې باید داسې ګامونه واخستل شي چې اولس پرې مطمین شي

په اعلامیه کې وایی چې د د هر ډول فوځي عملیاتو څخه وړاندې دې پاک فوځ اولس په اعتماد کې واخلي او عملیات دې داسې وي چې د اولس ژوند او مال تحفظ پکښې باوري وي

اولس هېڅکله هم داسې عملیاتو ته تیار نه دی چې بې ګناه ځایی خلقو ته پکښې زیان ورسي او بیا بې کوره شي

د باجوړ امن پاڅون په اعلامیه کې وایی چې په منظمه توګه غلاګانې او خلقو نه په زور باج اخستل د ورځې عام یو خبره ګرځیدلې ده. په دې اړه سرکاري ادارې چوپ دي چې له امله یې د اولس په ذهنونو کې شکونه او وسوسې پیدا شوي دي نو باید چې په سمدستي توګه د شپې غلاګانې او باج اخیستل بند کړې شي

د ۲۰۰۵ نه تر اوسه پورې په ترهګرۍ کښې چې کوم کسان شهیدان شوي دي، هغو ټولو ته دې د شریعت مطابق دیت ورکړل شي، چې د ۱۰۰ اوښانو د قیمت سره برابر وي. که نه ورکوي نو امن جرګه به د وکیلانو تنظیمونو سره په مشوره د عدالت له لارې د دې پیسو د اخستلو لپاره ګامونه پورته کړي

دلته په آخر کښې د باجوړ امن پاڅون مشرانو ویلي او دړکه ی کړې چې که په ۷۰ ورځو کې دننه دولتي ادارو دا پورته غوښتنې ونه منلې، نو د باجوړ امن جرګه به لاندې ګامونو ته مجبوره شي
د باجوړ ټول قبایل به د ملک ټولو ادارو څخه بشپړ بائیکاټ اعلان کړي

په باجوړ کښې شتون لرونکي ټول د معدنیاتو کانونه به بند کړل شي ځکه چې دا د باجوړ د خلقو ملکیت دی او هېچا ته به پرې د قبضې اجازه ورنکړل شي او که اړتیا شوه د دې ساتنې لپاره به وسله هم راپورته کړي

دلته د باجوړ امن پا څون په اړه ددې سیمې مشرانو یو مهم کار ته اشاره کړې ده او وایی چې که بیا هم ریاست د امن په ټینګښت کې پاتې راغی، نو د خپلې دفاع لپاره به وسله پورته کول دوی لپاره اړین وګرځي.

که د یوې پېښې په ځای کې د کوم کس قاتل ووژل شو، نو ټول قوم به په ګډه د هغه ملاتړ وکړي او د هغه په ضد به هېڅ ایف آی آر نه ترج کیږي

د باجوړ ټول خلق به د دې ترهګرۍ په جګړه کې د هېڅ اړخ مرسته نه کوي او که چا هم د ترهګرو مرسته وکړه، نو اولس به د هغه تن بشپړ ټولنیز او اقتصادي بائیکاټ وکړي

وزیرستان څخه تر باجوړ پورې د یو کروړ قبایلي اولس یوازینی دریځ او پیغام دا دی چې په تېرو ۲۵ کلونو کې روانه دا ډالري جګړه نور هېڅ صورت کښې د زغملو وړنه ده نو د وخت حکومت، فوځ او سرکاري ادارې دې په سمدستي توګه د دې جګړې د ختمولو لپاره ګامونه پورته کړي

د امن پاڅون مشرانو د پاکستان او افغانستان حکومت یو مهم ټکي ته راګرځولې دې او وایی چې د افغانستان اسلامي امارت او د پاکستان واکمنان او فوځي مشران دې د د بدامنۍ او ترهګرۍ د ستونزې د هوارولو لپاره د خبرو اترو او سفارتي لار خپله کړي

په دې اعلامیه کې ټینګار کوي او وایی چې د امریکا په اشاره د ډالري جګړه هېڅکله د منلو وړ نه ده او د باجوړ قومي جرګه به ډېرزر د ټولو قبایلي اولسونو، صوبې او د ملک د ټولو سیاسي مشرانو په مشوره په اسلام آباد کښې د یو لوی امن پاڅون اعلان وکړي

دلته دا مهمه ده او باید چې یادونه ی وشي چې په هم ددې میاشنې په لسمه نیټه ۱۰ جولایی د عوامي نیشنل ګوند د دیني چارو مرکزي مشر مولانا خانزیب د نامعلومه وسله والو له لوري په ډزو اوویشتل شو او شهید کړې شو

خدای بخښلې مولانا خانزیب هم ددې باجوړ امن پاڅون لپاره د کمپاین لپاره روان وو چې د شنډي موړ سره ددوی پر موټر ډزې وشوې او هغه ی شهید کړو

Related Articles

اسرائيل او امريکې د آسټريليا،کينډا او برطانيې په فيصله د مايوسۍ اظهار کړے،دا ئې د حماس طرفداري بلللي ده

September 21, 2025

وژل شوي ترهه ګرو کښې درې افغانان هم شامل دي، صدر او وزيراعظم د امنيتي ځواکونو عمليات ستائيلي دي

September 21, 2025

د افغانستان اسلامي امارت په خبرپانړه کې وایی چې د امریکا لوري د بګرام نیونې خبرې د دوحه تړون څخه ښکاره سرغړونه ده

September 21, 2025

افغان چارواکي وایی چې چا امریکایان افغانستان ته راوستلي وو نن هغوی له دې ځایه تښتیدلې دي

September 21, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *