تازه خبرونه

د کال ۱۹۸۹ څخه تر اکتوبر ۲۰۲۳ پورې ۹۶،۲۶۲ کشمیري مسلمانان وژل شوي دي: کشمیر میډیا سروس رپورټ

هند له کال ۱۹۴۸ راهسي د ملګرو ملتونو د مقبوضه کشمیر ستونزه هوارولو په اړه پریکړه او قراردادونه نه مني او د هند فوځ د نړیوال بشري حقونو او د ملګرو ملتونو د قراردادونه څخه سرغړونه کوي
د کال ۱۹۸۹ څخه تر اکتوبر ۲۰۲۳ پورې ۹۶،۲۶۲ کشمیري مسلمانان وژل شوي دي: کشمیر میډیا سروس رپورټ

له ۱۹۸۹کال راهیسې، هندي فوځ او د هندوستان استخباراتي ادارو شاوخوا ۷۰،۰۰۰ اتیا زره بې ګنا کشمیري مسلمانان وژلي دي: جې کې سي سي ایس رپورټ

په داسې وخت کښې چې وړمه ورځ په ۱۳ د جولایی د ۲۲ کشمیري مسلمانو په یاد کښې ورځ ونمانځل شوه ، په ناقانونه توګه له هند لوري په مقبوضه کشمیر کښې د هند فوځ ظلمونه دوام لري،د رسنیو راپورونو ترمخه وس هم په مقبوضه کشمیر کښې د کشمیر د آزادۍ لپاره غږپورته کوونکي وژل کیږي، دوی باندې جسماني او ذهني ظلمونه کیږي او بندي خانو ته اچول کیږي

جې کې سي سي ایس، د آزاد جمو کشمیر د مدني ټولنې اتحاد، د بشري حقونو په اړه کار کوي، په خپل یو رپورټ کښې ی ویلي چې له ۱۹۸۹م راهیسې، هندي پوځ او هندوستان استخباراتي ادارو شاوخوا ۷۰،۰۰۰ اتیا زره بې ګنا کشمیري مسلمانان وژلي دي

هند له ۱۹۴۸ کال راهیسې د نړیوال قانون، د بشري اصولو او د ملګرو ملتونو د قراردادونو سرغړونه کوي او تر اوسه پورې یې کشمیري مسلمانان له آزادۍ حق او د آزادۍ غوښتلو له اساسي حقونو څخه محروم ساتلي دي
د کشمیر میډیا سروس یو رپورټ ترمخه د کال ۱۹۸۹ څخه تر اکتوبر ۲۰۲۳ پورې ۹۶،۲۶۲ کسان وژل شوي دي، په دې رپورټ کښې زیاتوي چې په دې وژل شوو کسانو کې ۷،۳۱۶ کسان ی په جعلي جهګړو په ترڅ کښې وژلي دي.

له ۱۹۴۷م کال راهیسې تر ۲۰۲۳ پورې، یو ځايي راپور وايي چې له هند لوري په ناقانونه توګه قبضه شوي جمو کشمیر کښې د ۵۰۰,۰۰۰ کسانو مړینه رامنځته شوې، چې پکې د جامو سیمه یوازې ۲۵۰,۰۰۰ وژنې ثبت شوي دي

د برطانیه او هیومن رایټس واچ د راپورنو ترمخه په کال ۲۰۰۶ کښې د ۲۰،۰۰۰ ملکي وګړي د وژل کیدو راپورونه شتون لري

دلته مهمه ده او باید یادونه وشي چې هند حکومت او فوځ د ملګرو ملتونو د قراردادونو څخه سرغړونه کوي او د مقبوضه کشمیر مسلمانانو له د خپلواکۍ حق نه ورکوي

Related Articles

پاکستان په کندهار کې دقیق هوایي بریدونه ترسره کړل، چې موخه یې د طالبانو ځانګړي ځواکونه، د ډرون تاسیسات او د GDI مرکزي دفتر وو، تر څو د وسله‌والو ګواښونه له منځه یوسي

March 15, 2026

د کلی سناک په سیمه کې د یوه کومیказ ډرون د غورځېدو له امله درې ماشومان ټپیان شول. چارواکي څېړنې کوي او خلکو ته سپارښتنه شوې چې خبردار پاتې شي

March 15, 2026

د شنونکو په وینا، په تیرو څو کلونو کې د افغانستان خاوره د مختلفو وسله‌والو شبکو لپاره د خوندي پناه ځای په توګه کارول شوې، چې له امله یې په سیمه کې کشیدګي زیاته شوې ده

March 15, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *