اردو لیکنه: ضیاالحق سرحدي
پښتو ژباړه: نصیب شاه شینواري
تېرو ورځو کې د پاکستان او افغانستان تر منځ د سیاسي مشاورت لومړۍ رسمي غونډه ترسره شوه چې په پایله کې دواړو هېوادونو په دوه اړخیزه اړیکو د لا پرمختګ، سیمهییزې همکارۍ او ګډو ننګونو سره د مقابلې لپاره د خبرو اترو د جاري ساتلو هوکړه وکړه.
د بهرنیو چارو د دفتر د ویاند په وینا، د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت لوی رییس مفتی نور احمد نور د پاکستان د بهرنیو چارو له سېکرټرې آمنه بلوچ سره په اسلاماباد کې لیدنه وکړه چې پکې دواړو خواوو د آزادو اړیکو او خبرو اترو ته دوام ورکول د دوه اړخیزو اړیکو او دوه اړخیزه تجارت د پیاوړتیا لپاره اړین وګڼل.
سېکرترې آمنه بلوچ وویل چې پاکستان له افغانستان سره د ورورولۍ اړیکې د درناوي وړ ګڼي او منظمې سیاسي مشورې به نه یوازې دوه اړخیزې اړیکې ټینګې او ښې کړي بلکې ګډې اندېښنې او ستونزې به په ښه ډول هوارې کړي.
هغې د سیمهییزې سولې، ثبات او سوکالۍ لپاره په ګډو هڅو ټینګار وکړ، دا مهم پرمختګ به د دواړو هېوادونو تر منځ د اعتماد فضا پیاوړې کړي او د سیمې په اړیکو کې به لا زیات پرمختګ راولي .
افغانستان د پاکستان نږدې ګاونډی هېواد دی، وایي چې دوستان بدلېدلی شي خو ګاونډیان نه، خو زمونږ د لوېدیځ ګاونډي چلند داسې وې چې نه یوازې پاکستان، بلکې د نړۍ هېڅ هېواد ته د زغملو وړ نه و. د پاکستان له جوړېدو تر نن پورې د پاک افغان اړیکو بېلابېل پړاوونه لیدل شوي دي. اوس چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا واک ته رسېدلی، پاک افغان اړیکې په نوي پړاو کې داخلې شوي دي. مهمه پوښتنه دا ده چې د اوسنیو اړیکو په تریخوالي کې اصلي علت څه دی؟
ددې یو ساده ځواب دا دی چې د افغانستان عبوري حکومت په ټول هېواد خپله واکمني نه ده ټینګه کړې. که څه هم په ښکاره د طالبانو واکمني لیدل کېږي، خو په حقیقت کې دوی لا هم
خپل بارډ دننه د وسله والو ډلو په ضد کوم قوي عملیات نه دي کړي او د عملیاتو نه کولو په اړه پوښتنې راپورته کېږي.
دلته داسې پوښتنه راپورته کیږي چې آخر ولې د افغانستان پوله د پاکستان لپاره خوندي نه ده؟ ایا افغان طالبان به هر هغه هیواد یا ډلې لپاره خدمتونه کوي چې دوی ورته مالي مرسته ورکوي؟ ددوی عبوري حکومت د چلند له امله دا شک لا زیات قوي کیږي
کله چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت جوړ شو، په پاکستان کې یوې ځانګړې ډلې خلکو ته دا تاثر ورکاوه چې اوس به په افغانستان کې سوله راشي او له دې سره به په پاکستان او سیمه کې هم حالات ښه شي، خو داسې ونه شول. خو وخت په وخت د ښهوالي نښې هم ښکاره کېږي. د مې په ۲۱ نېټه په بېجینګ کې د پاکستان، افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخیزې غونډې وروسته د پاکستان او افغانستان تر منځ د سیاسي مشاورت لومړۍ رسمي غونډه وشوه چې په کې دواړو هېوادونو د اړیکو د پرمختګ او ګډو ننګونو سره د مقابلې لپاره د خبرو د جاري ساتلو پرېکړه وکړه
د بهرنیو چارو د وزارت لوی رییس مفتی نور احمد نور او سېکرترې آمنه بلوچ تر منځ په لیدنه کې د خبرو تسلسل او خلاصو اړیکو ته د اړتیا ټینګار د اطمینان وړ دی. د څو لسیزو راهیسې د پاک افغان اړیکو ترینګلتیا د دواړو اسلامي هېوادونو سولې او اقتصاد ته زیان رسولی دی. که خدای مه کړه دا ترینګلتیا دوام ومومي نو د د دښمنانو دسیسې به بریالۍ شي او په راتلونکي کې به لا زیاتې ستونزې راپیښې کړي.
پاکستان تل د افغانانو لپاره د اقبال د فکر ملاتړ کړی دی. د افغانانو ځانګړي صفتونو او خوبیو ته په کتو سره پاکستان تل له افغانانو سره د مینې او خواخوږۍ اړیکه ساتلې او وس پاکستان هم له افغانستانه تمه لري چې افغان حکومت به هم د پاکستان دا ښه هیر نه کړي او ښو او دوام داره اړیکو ته به دوام ورکړي او د دښمن سازشونه به ناکامه کړي.
له افغان پولو په پاکستان کې بریدونه کول د کومې لویې پېښې ته لاره پرانېستلی شي. د پاک افغان مذاکراتو دغه پرمختګ ډېر ارزښت لري، ځکه د اوږدې مودې راهیسې د ښه نیت او خبرو اترو هغه میکانیزم چې تمه ورته کېده، اوس راڅرګند شوی دی. د دواړو هېوادونو سوله او سوکالي یو له بل سره تړلې ده، خو بدبختانه چې د دواړو ګډ دښمن غواړي د ترهګرۍ په وسیله ګډوډي رامنځته کړي، لکه څنګه چې پاکستان یې څو څو ځله یادونه کړې ده. دلته باید ددې خبرې یادونه وشي چې اوس د افغان حکومت چلند هم یو څه مثبت ښکاري خو افغان حکومت له په کار دي چې هم دې مثبت چلند ته دوام ورکړي او د دښمن په سازشونه کې را نه شي
تر هغه وخته چې د افغانستان خاورله ترهګرو پاکه نه شي نو ستونزې به دوام وکړي. افغان حکومت باید پوه شي چې دغه ترهګر د پاکستان تر څنګ د افغانستان دښمنان هم دي
په ایران باندې د اسراییلو برید دا ثابته کړه چې هند په داسې حساس او کړکیچن وخت کې د مسلمان هېوادونو ښکاره دښمن ګرځي
دلته یوې مهمې خبرې ته باید پام راوګرځول شي چې افغان حکومت د امیروالمومنین هغه فتوا عملي کړي چې پکې ی ویلي دي چې د افغانستان نه بهر د کوم ګاونډي هېواد پر ضد وسلهواله جګړه جهاد نه دی، بلکې دا ترهګري ده
افغانستان یو لینډ لاک ملک دې ، یعني دا ملک سمندر ته نیغ په نیغه لاسرسي نه لري او خپل صادراتي او وارداتي تجارت لپاره د پاکستان بندرونو ته اړتیا لري او همدې اړتیا له مخې یې په ۱۹۶۵ او بیا په ۲۰۱۰ کې پاکستان سره د افغان ټرانزیټ سوداګرۍ تړونونه کړي چې د دې له مخې پاکستان افغانستان ته د خپلو بندرونو ته د لاسرسي اجازه ورکوي او ګڼې نړیوالې اسانتیاوې یې هم برابروي
د دغو تړونونو له مخې ډېره سوداګري د تورخم او چمن لارې ترسره کېږي، خو په دې وروستیو کې ځینې خنډونه پېښ شوي چې له امله یې د دواړو هېوادونو سوداګري کمه شوې او ترینګلتیا ډېره شوې ده .
په تېرو کلونو کې سفارتي کړکیچ، امنیتي اندېښنې او د پالیسۍ تسلسل نه لرلو له امله د دواړو هېوادونو تر منځ تجارت ته سخت زیان رسیدلې دې. د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګریزه کچه چې یو وخت د دوه نیم اربه ډالرو نه اوښتې وه، اوس د یو نیم ارب ډالرو نه هم لاندې راښکته شوې ده.
دلته باید د پاکستان او افغانستان ترمینځ د سوداګرۍ یو مهم مرکز په اړه خبره وشي او دا د تورخم په پوله ده، ددې بارډر د بندیدو له امله دوه اړخیز تجارت ته ډیر زیان رسي او و س په لنډ تیر وخت کې هم دا پوله تر ډیرو ورځو د تاوتریخوالي له امله تړل شوې وه او دوه اړخیزه تجارت او د عام مسافر تګ راتګ بیخي بند وو.
د سرحد بندېدو له امله په سلګونو ټرکونه چې د مالونو بار وو لارو کې ولاړ وو چې په کې پراته توکي خراب شول ، که یو اړه ته د بارډر تړلو دواړو هیوادونو ته زیان ورسول نو ددې تړلو له امله د پاکستان او افغانستان سوداګر هم په کروړونو روپیو تاوان سره مخ شي.
تېرو ورځو کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د کابل له سفر وروسته د مثبت پرمختګ خبرونه راغلل، دلته یو مهم ټکي ته باید اشاره وشې چې افغان طالبان باید دا خبره په پام کې ونیسي چې هند هېڅکله د دوی دوست نه شي کیدلې.
د سوویت یونین څخه تر امریکا پورې هر چا چې پر افغانستان یرغل کړی، هند یې ملګری و. اوس هم که موقع په لاس ورشي، نو د کابل د واکمنانو دښمني به وکړي. پاکستان تل د افغان ولس سره مرسته کړې ده. د تېرو ۵۰ کالو راهیسې پاکستان د پنځو میلیونو افغان کډوالو بار اوچت کړی او اوس هم ۲۴ لکه افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي.
پاکستان د خپلو ګاونډیو په اړه تل په ډیپلوماسۍ، سوله او پرمختګ ټینګار کړی دی، وروستي مذاکرات د همدې تګلارې عکاسي کوي. افغانستان باید دا درک کړي چې د خپلو خلکو د پرمختګ، سوکالۍ او دفاع لپاره چې هر څه ورته پکار دي، دا مرسته یوازې له پاکستانه ترلاسه کولی شي او له بل هیواد څخه ورته دا په لاس نه شي راتللې، نو په داسې وخت کې افغانستان باید په دې پوهه شی چې که هند ی مرسته کوي نو دې لپاره ی کوي چې د پاکستان په ضد ی وکاروي.
د افغانستان قدرتي او طبيعي اتحاد له پاکستان سره دې، نه له هند سره. افغان حکومت د سي پیک او د چین نړیوال اقتصادي پراختیا پروژو لاندې د جنوبي آسیا او منځنۍ آسیا د پرمختګ لپاره پروژو کې شریک جوړیدلې شي.
هيله دا ده چې افغانستان به د سيمې د دوامدارې سولې، پرمختګ او د خپلو خلکو د ګټو لپاره به د خپلو سيمه ييزو ملګرو سره د همکارۍ لاره غوره کړي.
پاکستان او افغانستان دوه مسلمان ګاونډي هیوادونه دي او د پاکستان سره د افغانستان نېږدېوالی او د اعتماد فضا د دواړو هېوادونو په ګټه تمامیږي