تازه خبرونه

د طالبانو او هند پټ تړون:پاکستان کې د بې ثباتۍ او ناارامۍ لامل افشا شوې دې

یو پخواني افغان جنرال او د نظامي استخباراتو پخواني مشر جنرال سمیع سادات په پاکستان کې د بې ثباتۍ راوستلو په اړه مهم معلومات رابرسیره کړي دي
د طالبانو او هند پټ تړون:پاکستان کې د بې ثباتۍ او ناارامۍ لامل افشا شوې دې

خبریال رحمان بونېري سره په مرکه کې جنرال سادات اعتراف کړی چې هند د افغان طالبانو مالي ملاتړ کوي چې دا مالي مرستې بیا ټي ټي پي او بلوڅ بیلتون خوښو ته ورکول کیږي چې پاکستان کې بې ثباتي راولي

— د افغانستان د ځانګړو عملیاتو ځواکونو پخواني قوماندان او د نظامي استخباراتو پخواني مشر جنرال سمیع سادات د طالبانو او هند تر منځ په پاکستان کې د ناامنۍ راوستلو لپاره پټ ائتلاف افشا کړی، چې له مخې یې دواړه لوري په ګډه د پاکستان پر ضد ترهګریز فعالیتونه پرمخ وړي

په یوه ځانګړې مرکه کې چې له مشهور خبریال رحمان بونېري سره ی کړې، جنرال سادات اعتراف کړی چې هند د افغان طالبانو مالي ملاتړ کوي، او دغه طالبان بیا خپلې مرستې د تحریک طالبان پاکستان او د بلوڅ بېلتون‌پالو وسله‌والو ډلو ته رسوي

نوموړي وایی چې طالبان له هند سره نزدې اړیکې لري او دوی ددې ډلو حفاظت کوي، ټریننګ هم ورکوي چې په پاکستان کې بې ثباتي راولي

سادات په ډاګه کړه چې د هند مالي مرستې د طالبانو له لارې د افغانستان دننه هغو ترهګرو ته رسېږي چې له پاکستان سره دښمني لري، زیاتوي چې بیا دغه عناصر د پاکستان دننه پر مرګوني بریدونو تورن دي، او دا هر څه د طالبانو تر سیوري لاندې ترسره کیږي

دلته ددې خبرې باید یادونه وشي چې دا څرګندونې د پاکستان له هغه اوږدمهاله دریځ سره سمون لري چې له کلونو راهیسې یې افغانستان ته وړاندې کوي

باید یادونه وشی چې د دفاع وزیر خواجه محمد آصف هم څو ورځې وړاندې د افغانستان له خاورې د هند پر ملاتړ لاندې بریدونو ته اشاره کړې وه او اوس دا خبره تاید کیږي چې پخواني افغان جنرال د هند حکومت لوري طالبانو سره مرستې رښتیا دي او هم دا لامل دې چې په پاکستان کې بریدونو هم دې هند ملاتړ لرونکو ډلو ترسیوري لاندې ترسره کیږي

. هغه اوویل چې د افغانستان دننه د طالبانو له خوا خوندي کړل شوي روزنیز کمپونه د دغو وسله‌والو د لا زیاتې همغږۍ او خونړیو بریدونو سبب شوي. دا کمپونه د هند له مالي تمویل څخه برخمن دي، او د پاکستان پر ضد د یوه پټ، خو خطرناک کمپاین لپاره کار کوي

دلته ددې مهمې خبرې اود پاکستان دریځ په اړه باید یادونه وشي چې پاکستان دا موضوعات له کلونو راهیسې په ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو کې راپور کړي خو اوس د جنرال سادات دا اعتراف د اسلام‌آباد دريځ ته نوې قانوني او اخلاقي پیاوړتیا هم ورکوي

د امینیتي چارو پوهان او پاکستاني چارواکو دا څرګندونې “د حقایقو تائید” بللي او غوښتنه یې کړې چې نړیواله ټولنه باید دې په اړه ژور سوچ فکر وکړي او ددې ترهګرۍ د مخنیوي لپاره جدي ګامونه پورته کړي، پوهان وایی چې که داسې و نه شي نو دې سره په ټوله سویلي آسیا کې بې ثباتي خپره شي

په داسې وخت کې چې د هند او طالبانو د پاکستان پر ضد پټ تړون افشا شوې دې ، د پاکستان دفاعي لوړپوړه چارواکي وایی چې دوی به د خپل هیواد حفاظت په ډیره پیاړوتیا وکړي او ترهګرو ته به ماتې ورکړي

Related Articles

شنونکي وايي د هند دوه‌ګونې تګلاره د لوېدیځ باور کمزوری کوي او په سویلي اسیا کې د بې‌ثباتۍ خطر زیاتوي

January 27, 2026

فرانسوي چارواکو ټانکر د مارسیل ښار ته نږدې د فوس-سور-میر ساحلي بندر ته د پلټنو لپاره اړولې دې

January 27, 2026

د پاکستان په بیله بیلو صوبو خیبر پښتونخوا، پنجاب ،سندهه او بلوچستان کې د امریکا لنکن کارنر فعالیتونه ددې صوبو د ځوانانو او نورو مسلکی کسانو په روزنه او دوی په مثبتو فعالیتونو کې بوخت کولو لپاره رول لوبوي

January 27, 2026

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار خپل ایران سیالس سره د ټیلفون لارې خبرې کړي او په یو شمیر مهمو ټکو ی ورسره ټینګار کړې دې

January 26, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *