څو ورځې وړاندې په ضم قبایلي ضلع باجوړ کې په یو درنه بمي چاودنه کې د باجوړ ناوګۍ ځوان اسسټنټ کمشنر شهید کړې شو او نن هم ددې باجوړ سیمې څخه د امن لپاره غږ اوچتوونکي مولانا خانزیب غږ هم د تل لپاره چوپ کړې شو
د ځایی سرچینو ترمخه د باجوړ ضلعي په شنډی موړ سیمه کې ناڅرګنده وسله والو د عوامي نیشنل ګوند یو قوي غږ مولانا خانزیب موټر په نښه کړو او ډزې ی پری وکړي
د سرچینو ترمخه په ډزو کې مولانا خانزیب او ورسره ی څلور نور کسان سخت ټپیان شول چې بیا وروسته مولانا خانزیب او یو بل اهلکار سپاهي سعیدالله ساه ورکړه
په دې پیښه کې نور درې کسان ټپیان شول چې نومونه ی محمد طارق، عثمان او شاهسوار ښودل کیږي سخت ټپيان شول او د درملنې لپاره روغتون ته ورسول شول
سرکاري، غیر سرکاري تنظیمونو مشرانو او سیاسي ګوندونو مشرانو د مولانا خانزیب په وژنه ډیره خواشیني څرګنده کړې ده او ددې وژنې ی په سختو ټکو کې غندنه کړې ده
رسنیو ته په یو اوریدونکي پیغام کې د عوامي نیشنل ګوند ویاند انجنیراحسان وایی چې نن زمونږ د ګوند د علمای امور مرکزي سیکرټري مولانا خانزیب شهید کړې شو
نوموړي وایی چې دا زمونږ د ګوند لپاره یو ډیر لوی تاوان دې او دا زیان هم هغه په څیر دې چې کله په یو هدفي او ترهګریز برید کې بشیر بلور په نښه کړې شو او شهید کړې شي
نوموړي وایی او ټینګار کوي چې شهید مولانا خانزیب به په دیني او علمي بنیاد باندې د ترهګرو مقابله کوله او زیاتوي چې هغوی د یو لوی غر په څیر په باجوړ کې د ترهګرو مخې ته ولاړ وو او زمونږ د ګوند یو فعال مشر او قوي غږ وو
د ګوند ویاند له رسنیو غوښتنه کړې ده چې په دې سخت وخت کې دوی سره یو ځای شی او د غم ډکه پیښه دې په خپلو رسنیو کې خپره کړي
هغوی وایی چې که رسنۍ دا بدې د ترهګرۍ پیښې رپورټ نه کړي نو بیا دې سره د ترهګرو حوصلې نورې هم قوي کیږي او بیا دوی په خپل ترهګریز پلانونو کې نور هم بریالي کیږي