د نيدرلينډ په هيګ ښارکښې نړي وال فوجداري عدالت د تير څو مياشتو راهسې د افغان دولتي مشرانو په ضد دائر شوي مقدمې فيصله اورولي ده ۔ دا مقدمه د طالبانو د مشر ملا هيبت الله اخوند او د سترې محکمې د مشر شيخ عبدالحکيم خلاف درج شوي وه چې پکښې په دواړو مشرانو افغانستان کښې د انسانيت خلاف جرمونه کولو الزامات لګولي شوي وو۔ د آئي سي سي عدالت پري ټرائل چيمبر د افغان دولت دواړه مشران دې جرم کښې ککړ ګرځولي دي، عدالتي فيصله کښې وئيلي شويدي چې عدالت داسې شواهد او معلومات ترلاسه کړېدے چې ترې ثابتيږي چې د طالبانو سپريم ليډر هيبت الله او د سپريم کورټ چيف جسټس شيخ عبدالحکيم د بشري حقونو د قانون خلاف سزا ګانې ورکړيدي او په خصوصي توګه ئې په خپل مخالفينو ناروا ظلمونه کړيدي،عدالت خپله فيصله کښې دا هم وئيلي دي چې د زنانو متعلق هم افغان حکومتي مشرانو سختې پاليسۍ خپلې کړيدي د دوي په تعليم ،بازارونو او پارکونو ته تګ راتګ او د رائے په اظهار پابندي لګولي ده کومه چې د بشري حقونو او نړي وال قوانينو سخته خلاف ورزي ده ۔ عدالت د طالبانو دواړه مشران د ګرفتارولو حکم جاري کړيدے ۔
د عدالتي فيصلې ترمخه د افغان حکومتي مشرانو دا مبينه جنګي جرمونه په افغانستان کښې يو جمهوري حکومت د ختمولو او په اقتدار د قبضې کولو نه پس شورو کړي وو کوم چې اوسه پورې جاري دي ۔ دې نه مخکښې په ۲۳ جنورۍ د دې کيس د سماعت په وخت د عدالت چيف پراسيکيوټر کريم خان د افغان طالبانو د مشر ملا هيبت الله اخوند او د سترې محکمې د مشر شيخ عبدالحکيم حقاني خلاف د ګرفتارۍ وارنټ جاري کولو مطالبه کړي وه په دغه درخواست عدالت اوس خپله فيصله اورولي ده ۔ د آئي سي سي خپل څه پوليس يا سيکيورټي اهلکار نه وي البته عدالت د مجرمانو ګرفتاري په احکاماتو عمل درآمد لپاره د هغه ۱۲۴ ملکونو باندې انحصار کوي کوم ملکونوچې د دې عدالت سټيټس تسليم کړي وي ۔ د جرمونو نړي وال عدالت د فيصلې نه پس د ګرفتارۍ د ويرې د افغان طالبانومشر ملا هيبت الله او د سترې محکمې مشر شيخ عبدالرحيم حقاني د دې يوسل څليريشت ملکونو سفر نشي کولے ۔
آئي سي سي عدالت په فيصله د افغان حکومت غبرګون
د افغان حکومتي وياند ذبيح الله مجاهد د اسلامي امارت د مشرانو د ګرفتارۍ او د دوي په ضد مقدمې درج کولو په حواله د نړي وال فوجداري عدالت په فيصله سختې نيوکې کړيدي ۔ د دې عدالت د فيصلې په ردعمل کښې ذبيح الله مجاهد وئيلي دي چې تش په نوم نړي واله محکمې اعلاناتو او فيصلو هيڅ حيثيت نشته افغان اسلامي امارت د آئي سي سي عدالت نه مني او نه د دې فيصلو په مونږ لاګو کيږي ۔ ذبيح الله مجاهد بيان ترمخه آئي سي سي عدالت ته په غزه کښې د فلسطنيانو خلاف د اسرائيل جارحيت په نظر نه راځي خو افغانستان کښې د اسلامي شريعت قوانين دوي ته د انسانيت خلاف جرم ښکاري ۔
د افغان حکومت پاليسۍ او د جنرل اسمبلۍ انديښنې
په داسې مهال چې نړي وال فوجداري عدالت د افغان حکومت دوه مهم مشران د ګرفتارولو حکم جاري کړېدے،نيويارک کښې د متحده قامونو جنرل اسمبلۍ اجلاس کښې د افغانانو خلاف د طالبانو د بشري حقونو په خلاف ورزۍ د تحفظاتو اظهار شوېدے ۔ د افغانستان په حواله د جنرل اسمبلۍ خصوصي اجلاس ختميدو وروستو اعلاميه جاري شويده چې پکښې د افغانستان په صورتحال د تشويش اظهار شوېدے ۔ اعلاميه ترمخه افغانانو سره بشري مرستو او دې سلسله کښې د افغان دولت سره کومک کولو په حواله يو قرارداد په متفقه توګه منظور کړي شوېدے،د جنرل اسمبلۍ۱۱۶ ممبرانو د دې قرارداد په حق کښې رائے ورکړي وه ولې صرف امريکې او اسرائيل د دې قرارداد مخالفت کړي وو۔ قرارداد کښې په افغان زنانؤ حکومتي بنديزونو باندې انديښنې څرګندکړي شويدي او د افغان دولت نه مطالبه شويده چې په زنانؤ لګولي شوي هر قسم پابندۍ دې په فوري توګه ختم کړي ۔