تازه خبرونه

پاک ۔ افغان اړيکو کښې مهم پرمختګ،دواړو ملکونو ايډيشنل سيکرټريانو ترمينځ ملاقات،ترهه ګرۍ مخ نيوي لپاره په ګډه کار کولو باندې اتفاق شوے

پاکستان د افغانستان خاورې نه ترهه ګرو حملې معامله افغان وفد سره پورته کړېده،دواړو هيوادونو ترمينځ بے باوري ختمولو لپاره د رابطو سلسله جاري ساتلو عزم
پاک ۔ افغان اړيکو کښې مهم پرمختګ،دواړو ملکونو ايډيشنل سيکرټريانو ترمينځ ملاقات،ترهه ګرۍ مخ نيوي لپاره په ګډه کار کولو باندې اتفاق شوے

پاکستان او افغانستان ترمينځ وزارتونو په کچ مذاکرات

د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې د پاکستان او افغانستان دولتونو ترمينځ د وزارتونو په کچ مشاورتي اجلاسونو او مذاکراتو سلسله شورو شويده او د پاکستان په کوربه توب کښې وړومبې غونډه په اسلام آباد کښې شويده ۔ د افغانستان او مغربي ايشيا لپاره ايډيشنل سيکرټړي سيد علي اسد ګيلاني دې مذاکراتو کښې د پاکستان د وفد مشري کړي وه،د افغانستان د وفد مشري د ترهه ګرۍ د مخ نيوي امورو وزارت ډائريکټر جنرل مفتي نور احمد نور کوله ۔ د مذاکراتو دوران د پولو سيکيورټۍ صورتحال،ترهه ګرۍ خلاف روان جنګ،د پاکستان او افغانستان اړيکو پراختيا،تجارت، ټزانزټ او په نورو مهمو معاملو خبرې شويدي،

افغانستان کښې موجود ترهه ګر د سيمې لپاره خطره

د پاکستان سيکرټري اسد ګيلاني د افغانستان په خاوره د پاکستان د کالعدم تنظيمونو ټي ټي پي، بي ايل اے او نور ترهه ګر ډلو په موجودګۍ انديښنې څرګند کړيدي او افغان دولت نه ئې د دې ډلو خلاف د موثره او فوري کارروائي کولو مطالبه کړيده۔ د ايډيشنل سيکرټري وينا وه چې افغانستان کښې ترهه ګر بيا منظم کيدل د پاکستان،د سيمي د ملکونو او نړي لپاره غټه خطره ده او دا ګروپونه د سيمې په استحکام کښې خنډان اچوي ۔ دواړو ملکونو ترهه ګري نړي واله مسئله ګرځولي ده او د دې د مخنيوي لپاره مشترکه کوششونه کولو باندې ئې زور راوړېدے

پاکستان کښې ميشته افغانانواو تاجرانو ستونزې

د سيدعلي اسد ګيلاني او مفتي نور احمد ترمينځ مذاکراتو کښې د افغان مهاجرينو د انخلا په معامله هم غور شوې وو۔ افغان وفد د مهاجرينو ستونزو معامله د پاکستاني وفد سره پورته کړيده او د افغانانو د ويزو جاري کولو عمل کښې آسانتيا ګانې پيدا کولو مطالبه ئې کړي وه ۔ ايډيشنل سيکرټري په دې موقع ووئيل چې افغان وګړي په ويزو او پاسپورټ باندې پاکستان ته تګ راتګ کولې شي دوي ته بغير د څه رکاؤټ د پاکستان ويزې ملاويږي او د يو کال دوران پاکستان پنځه لک نه زياتو افغانانو ته ويزې جاري کړي شويدي۔ د پاکستان او افغانستان په شريکو پولو د خلکو او د تجارتي مالونو تګ راتګ په معامله هم دې مذاکراتو کښې خبري شويدي او د خارجه وزير اسحاق ډار کابل دورې په مهال ټرانزټ ټريډ کښې سهولتونو،د پروسيسنګ فيس د خاتمے،ټريک اينډ ټريس سسټم فعالول او نور فيصلو باندې د عمل درآمد جائزه اخستې شويده،د ازبکستان نه افغانستان او پاکستان ترمينځ ريلوئے لائن منصوبې فريم ورک معاهدې ته حتمي شکل ورکولو باندې اتفاق شوېدے ۔ د دواړو ملکونو د سيکرټريانو ترمينځ د رابطو او ملاقاتونو فيصله د خارجه وزير اسحاق ډار دکابل د دورې په مهال شوي وه، امکان دے چې د مذاکراتو دوئم پړاؤ به په کابل کښې کيږي

Related Articles

د پاکستان د “غصه للحق” عملیاتو تازه معلومات: په افغانستان کې د طالبانو او تحریک طالبان پاکستان د زیربناوو پر ضد ترسره شوي بریدونه د پولې هاخوا د بریدونو د مخنیوي لپاره دي

March 14, 2026

د پاکستان د ملي سولې کمېټه د ټولو مسلکونو ترمنځ پر یووالي، د وسله والو ځواکونو پر ملاتړ، او د مقدسو ځایونو په ځانګړي ډول د اقصیٰ جومات پر ساتنې ټینګار کوي

March 14, 2026

پاکستان د افغانستان په خاوره کې د وسله والو پر ضد هدفمند عملیات ترسره کړي، څو د پولې هاخوا بریدونو مخه ونیسي. چارواکي وایي چې دا اقدامات دفاعي او متناسب دي او موخه یې یوازې د هغو ډلو پر وړاندې اقدام کول دي چې د پاکستان پر ضد بریدونه تنظیموي.

March 14, 2026

پاکستان د زیاتېدونکو کړکېچونو او سرحدي ترهګریزو ګواښونو په منځ کې په افغانستان کې د وسله والو د بنسټونو پر وړاندې ټاکلي حملې پیل کړې

March 13, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *