تازه خبرونه

د پاک افغان ګډې سوداګرۍ او صنعت خونې استازو د افغان مهاجرینو په اړه د پاکستان پریکړه ستایلې

ضیا الحق سرحدي چې د پاک افغان سوداګرۍ او صنعت خونې یو مشر دې، هندوکش ټریبیون ته ویلي دي چې د پاکستان افغان وګړو په اړه پریکړه به د دواړو هیوادونو په اړیکو او تجارت ښه اثر وکړي
د پاک افغان ګډې سوداګرۍ او صنعت خونې استازو د افغان مهاجرینو په اړه د پاکستان پریکړه ستایلې

د نړيوال کډوالې ادارې یو این ایچ سي آر سرچینو ترمخه پاکستان کې د پی او آر کارډ لرونکي ۱۴۵۰۰۰۰،څوارلس نیم لکه افغانان ژوند کوي او افغان سیټیزن کارډ لرونکي هم څه ۸۰۰۰۰۰ اته لکه پورې دي

پاکستان کې میشت یو افغان اکرم هندوکش ټریبیون نیټورک ته ویلي دي چې د پي او آر کارډر(د رجسټریشن تصدیق) لرونکو افغان مهاجرینو په اړه د پاکستان حکومت پریکړه ستایی خو بیا ی دا غوښتنه هم وکړه چې پاکستان کې دې هغه افغان مهاجرینو سره هم نرمي وشي کوم چې افغان سیټیزن کارډ(اې سي سي) کارډ لرونکي دي

نوموړي د پاکستان دا پریکړه په ښو ټکو کې وستایله خو ورسره ی دا غوښتنه هم وکړه چې پاکستان کې میشت افغان سیټیزن کارډ لرونکو سره دې هم نرمي وشي او پاکستان کې دې ددوی موده هم وغځول شي

پاک افغان جاینټ چیمبر آف کامرس د حکومت پریکړه ستایلې

د پاکستان او افغانستان جاینټ چیمبر آف کامرس سینیر نایب صدر ضیاالحق سرحدي ایچ ټي این ته اوویل چې د پاکستان دا پریکړه چې هغه افغان مهاجرین چې پي او آر کارډ لري له حکومتي ادارو له لوري دې و نه ځورل شي، یوه ښه پریکړه د

نوموړي زیاته کړه چې د پی او آر کارډ لرونکو په اړه د پاکستان پریکړه او سرکاري مراسله خپرول یو ښه ګام دې او دې پریکړې سره به د پاکستان او افغانستان په اړیکو ډیره مثبته اغیزه وشي

هغه اوویل چې دا ګام ځکه ښه دې چې افغانان به له پولیسو بچ شي او د پولیسو او نور اړوند ادارو له لوري به نه ځورول کیږي

سرحدي اوویل چې د افغان مهاجرینو وطن ته واپس لیږلو په اړه باید پاکستان او افغانستان په یو مشوره پریکړه وکړي ، زیاته ی کړه چې سمدستي افغان مهاجرین وطن ته واپس لیږلو پریکړه باندې دوه اړخیزه تجارت هم بد اغیزمن کیږي

سرحدي د پاکستان حکومت له لوري ټرانسپورټرانو او ډرایورانو لپاره د ټي اې ډي ، د عارضي اسنادو موده د غځولو پریکړه هم په ښو ټکو کې وستایله

نوموړي اوویل چې تر ۷ اووم جولایی پورې خو دوه ورځې د محرم په رخصتۍ کې تیرې شوې، ټینګار ی وکړو او غوښتنه ی وکړه چې د ډرایورانو او ټرانسپورټرانو لپاره هم باید حکومت د عارضي اسنادو موده وغځوي، زیاته ی کړه چې دې پریکړې سره به د پاکستان او افغانستان په دوه اړخیز تجارت ښه اثر وشي

هغه اوویل چې داسې مثبتو پریکړو سره د پاکستان او افغانستان اړیکې ښې کیږي، پاکستان او افغان اولس یو بل ته رانزدې کیږي او د دواړو ګاوندي هیوادونو دوه اړخیز تجارت وده کوي

ددې خبرې باید یادونه وشي چې په ۴ څلورمه نیټه د جولایی د پاکستان سیفران وزارت لوري یوه خبرپانړه خپره شوې چې پکې هیواد کې میشت پی او آر کارډ لرونکو افغان مهاجرینو په اړه اړوند ادارو ته ځانګړې لارښوونې شوي دي

د خپرې شوي خبرپانړې ترمخه د هیواد ادارو ته لارښوونه شوې چې هغه افغان مهاجرین چې پي او آر کارډ لري د اړوند ادارو او پولیسو له لورې دي تربل امر پورې و نه ځورل شي

د نړيوال کډوالې ادارې یو این ایچ سي آر سرچینو ترمخه پاکستان کې د پی او آر کارډ لرونکي ۱۴۵۰۰۰۰،څوارلس نیم لکه افغانان ژوند کوي او افغان سیټیزن کارډ لرونکي هم څه ۸۰۰۰۰۰ اته لکه پورې دي

د لومړي اپریل کال ۲۰۲۵ څخه چې پاکستان نه د افغان مهاجرینو افغانستان ته د واپس لیږلو لړۍ پیل شوې، د خیبر پښتونخوا حکومت سرکاري شمیرو ترمخه تر ۳ د جولایی پورې ۵۶۷،۸۵۱ پینځ لکه ، اووه شپیته زره، اته سوه او یوپنځوس افغان مهاجرین خپل هیواد افغانستان ته واپس لیږل شوي دي

دلته دا هم مهمه ده او باید چې یادونه ی وشي چې د پاکستان حکومت له لوري سوداګرو او ډرایورانو لپاره هم د عارضي اسنادو موده تر ۷ اووم جولایی پورې د غځولو امر شوې دې

Related Articles

د قامي امن پیغام کمیټۍ مشرانو نن ډي جي ایی ایس پي آر سره مهمه لیدنه کړې ده او په هیواد کې روان د ترهګرۍ پر ضد ی د ریاست بیانیه کولو باندې هوکړه کړې ده

January 13, 2026

په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان سپین وام سیمه کې دا نوې د پولیو رنځ کیس مخې ته راغلې دې،ټول پاکستان کې تیر کال ۲۰۲۵ کې پولیو مثبت کیسونه ۳۱ راپور شوي

January 13, 2026

پاکستان حکومت افغان سوداګرو له اجازه ورکړې چې خپل بند تجارتي توګو ډک کانټینر له نورو بندرونو څخه افغانستان ته راوړي

January 13, 2026

داسې اطلاعات راغلي دي چې د افغانستان طالبانو حکومت د ډالرو په بدل کې د بګرام هوایی ډګر امریکا ته ورسپارلې دې

January 13, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *