تازه خبرونه

وزيراعظم شهباز شريف او ايران صدرمسعود پيزشکيان ترمينځ ملاقات،دوه اړخيزه اړيکو او منطقې سيکيورټۍ په صورتحال خبرې شويدي

د اسرائيلي جارحيت دوران د ايران سفارتي ملاټر کولواو دواړو ملکونو ترمينځ جنګ بندۍ لپاره د پاکستان د کوششونو ستائينه شوې

1 min read

وزيراعظم شهباز شريف او ايران صدرمسعود پيزشکيان ترمينځ ملاقات،دوه اړخيزه اړيکو او منطقې سيکيورټۍ په صورتحال خبرې شويدي

پاکستان به هر سخت وخت کښې د ايران سره ولاړ وي،وزيراعظم

July 4, 2025

وزيراعظم شهباز شريف د آزربائيجان خانکيندي ښار کښې د اقتصادي تعاون تنظيم د مشرانو اجلاس په سائيډ لائن د ايران د صدر مسعود پيزشکيان سره ملاقات کړېدے ۔ ملاقات په مهال د پاکستان او ايران ترمينځ اړيکو پراختيا،مختلف شعبو کښې تعاون او د سيمې سيکيورټۍ په معاملو خبرې شويدي ۔ دواړو مشرانو د اسرائيل د حملو نه پس پيدا شوي صورتحال په حواله هم خبرې اترې کړيدي،وزيراعظم شهباز شريف په ايران د اسرائيل حملو مذمت کړې او دې حملو لوجې ايران کښې شوي د قيمتي ځانونو په زيان ئې د ايران صدر سره د خواخوګۍ اظهار کړېدے۔ د وزيراعظم وينا وه چې د مسعود پيزشکيان په مشرۍ کښې ايران اولس د اسرائيل د ظالمانه کارروائيو په ښه شان سره مقابله کړې وه او دا جنګ نور خوريدو مخ نيوي په حواله ئې د ايران د مشرانو کردار ستائنه کړيده ۔

وزيراعظم شهباز شريف ايران حکومت او اولس له د پاکستان د هر قسم مرستو ډاډ ورکړېدے او وئيلي ئي دي چې پاکستان به د مشکل په هر وخت کښې خپل وړوڼو سره څنګ په څنګ ولاړ وي ۔ دواړو ملکونو د ايران او پاکستان د پولو سيکيورټۍ په معاملو هم خبرې کړېدي او د ملاقاتونو او رابطو سلسله بحال ساتلو باندې ئې اتفاق کړېدے ۔ د ايران صدر مسعود پيزشکيان د اسرائيل د حملو په ضد په نړي وال کچ د ايران سفارتي مرستې جاري ساتلو،د ايران د خپلواکۍ او اولس د تحفظ لپاره آواز پورته کولو باندې د پاکستان د حکومت شکريه ادا کړيده او اسرائيل سره جنګ بندۍ کښې ئې د پاکستان د کردار ستائينه کړيده ۔ دې نه آګاهو اقتصادي تعاون تنظيم اجلاس ته وينا په وخت هم وزيراعظم شهباز شريف په ايران د اسرائيل د حملو مذمت کړې وو او دا حملې ئې د ايران د خپلواکۍ او سيمې د سالميت خلاف ورزۍ ګرځولي او نړي وال ملکونو نه ئې مطالبه کړي وه چې اسرائيل په مسلمان ملکونو د حملو او په خصوصي توګه فلسطنيانو خلاف روان ظلمونو نه منع کړي ۔ وزيراعظم شهباز شريف په خپل تقرير کښې د پاکستان خلاف د هند د جارحيت ذکر هم وکړو او وئي وئيل چې د هندوستان حملې د سيمې امن په خطره کښې اچولې وو خو د فيلډ مارشل عاصم منير په مشرۍ کښې پاک پوځ هند له داسې جواب ورکړېدے چې آئنده لپاره به دوي د پاکستان خلاف هيڅ قسمه جارحيت نه کوي ۔ وزيراعظم شهباز شريف خبردارې ورکړېدے که هند په پاکستان اوبه بند کړې نو د سخت رد عمل سره به مخ شي ۔

Related Articles

اسلام‌اباد وايي له افغانستان خاورې ترسره شوي برید کې په شمالي وزیرستان کې څلور پاکستاني سرتېري شهیدان شوي او د افغان سفارتي استازي ته سخت پیغام ورکړل شوی

December 20, 2025

په افغانستان کښې اقتصادي سقوط، مخ پر زیاتېدونکې بېوزلي او د پولو تړل کېدل افغانان اړ کړي چې د ژمي په مرګونو لارو ایران ته ولاړ شي

December 20, 2025

د جي ډي آیی سرچینې وايي چې د نیول شوو ډیر کسان تر پلټنو لاندې دي، خو د تاجکستان موندنې ښيي چې د ډرون برید له افغان خاورې ترسره شوی وو

December 19, 2025

په ملګرو ملتوکې د کشمیریانو لپاره د حق غوښتنې په دې قرار داد کې د هند د ولکې لاندې جمو او کشمیر او د فلسطین د خلکو د خود ارادیت حق ته ځانګړې پاملرنه شوې

December 19, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *