تازه خبرونه

پاکستان ۔ هند تاؤ تريخوالي،پاکستان د جوابي کارروائۍ دوران درې رافيل الوتکې رانسکورې کړې وې ،هند خارجه وزير جے شنکر

پاکستان ۔ هند تاؤ تريخوالي،پاکستان د جوابي کارروائۍ دوران درې رافيل الوتکې رانسکورې کړې وې ،هند خارجه وزير جے شنکر

امريکني واکمنو د پاکستان د حملو خبردارې ورکړي وو،جے شنکر

د امريکې نيوزويک رسالے سره د مرکې په مهال د هند خارجه وزير جے شنکر د پاکستان خلاف جارحيت او د هغې په ردعمل کښې د پاکستان جوابي حملو کښې د هندوستان د ماتې اعتراف کړيدے ۔ جے شنکر وئيلي دي چې د پهلګام حملې نه پس پاکستان کښې د ترهه ګرو ټهکانې په نښه کولو فيصله شوي وه چې مقصد ئې هند ته راپيښ د خطرو مخنيوي کول وو ۔

د هغه وينا ترمخه په ۹ مئي د امريکې نائب صدر جے ډي وينس د وزيراعظم نريندر مودي سره د ټيلي فون د لارې رابطه کړي وه او د پاکستان د حملو خبردارې ئې ورکړې وو۔ د يوې پوښتنې په جواب کښې جے شنکر ووئيل چې د پاکستان جنګي الوتکو د هند په مختلف مقاماتو درنې حملې کړې وې ولې هندوستان هم د دې حملو فوري او موثره جواب ورکړې وو۔

پاکستان سره جنګ بندۍ په حواله د هند خارجه وزير ووئيل چې د دواړو ملکونو په يو بل د حملو نه يو ورځ پس د امريکې هم منصب مارکو روبيو له ماسره په ټيلي فون خبرې کړې وې او هغه راته وئيلې وو چې پاکستان جنګ بندۍ له تيار دے بايد چې هند هم د دې مثبت جواب ورکړي ۔ د مرکې دوران جے شنکر اعتراف کړېدے چې د پاکستان فضائيې د کارروائۍ په نتيجه کښې درې رافيل الوتکې هم راګوزار شوي وې ۔

دې نه مخکښې لوک سبها کښې د حکمرانې ډلې ممبرانو او اپوزيشن غړو هم تصديق کړي وو چې پاکستان د هند شپږ الوتکې ويشتلې وې چې پکښې د فرانس جوړ شوي رافيل جنګي جازونه هم شامل وو۔ ياده دي چې د اپريل په ۲۲ نيټه د مقبوضه جمو و کشمير په پهلګام علاقه کښې د وسله والو په حمله کښې شپږ

تنه وژلي شوي وو چې پکښې زياتره سيلګري وو، هند واکمنو بغير د څه تحيق يا ثبوت د دې حملو ذمه وار پاکستان ګرځولې وو او په شپږم او اووم مئي ئې په پاکستان حملې کړې وې ولې پاک پوځ هم د دې حملو موثره جواب ورکړي وو چې په نتيجه کښې د هند شپږ جنګي الوتکې، براهموس ميزائيل ذخيره، ايس ۴۰۰ سسټمز تباه کړي شوي وو ۔

Related Articles

په کابل کې د پاکستان هوايي برید د طالبانو تړلي ترهګرې وېبپاڼې هدف ګرځولي. د طالبانو د ملکي خلکو په اړه جعلي ادعاوې د سرحدي ګواښونو دوام ښيي

March 17, 2026

سویلي افریقا په هېملټن کې په زړه پورې T20 نړیواله لوبه کې نیوزیلینډ ته ماتې ورکړه او د لړۍ وضعیت یې د دریمې پرېکړندویې لوبې دمخه برابر کړ

March 17, 2026

امریکا نړیوال متحدینو ته سپارښتنه کوي چې د جګړې بیړۍ ځای په ځای کړي، ځکه چې د ایران سره تنشونه ډېر شوي او د خلیج امنیت او د نړۍ د انرژۍ رسولو باندې اغېز کوي

March 17, 2026

د طالبانو مشر اخندزاده په خپل د اختر پیغام کې د غزې او فلسطین یادونه ونه کړه، چې دا د تیرو بیانونو په پرتله یوه مهمه بدلون ګڼل کیږي

March 17, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *