تازه خبرونه

د ټانک او ډیره اسماعیل خان په لویه لار سفر،مرګ سره خبرې

د ټانک او ډېره اسماعیل خان سړک د غیر محفوظ کېدو له امله تېر یو کال راهیسې ټانک، کلاچي او درابن کې ځایي بانکونو ته د نغدو روپو ګاړي راتګ بند شوی دی چې په سیمه کې یې سوداګر او سوداګریزو چارو باندې بده اغیزه کړې ده
د خیبرپښتونخوا په دې جنوبي ضلعو کې له نزدې یو نیم کال راهیسې وسله والو له امنیتي ځواکونو سره تړلو کارکوونکو ته ګواښونه کړي چې خپلې دولتي دندې پرېږدي

د ډیره اسماعیل او ټانک ځایی اولس له لوړ پوړه چارواکو څخه غوښتنه کوي چې په لویه لاردې کلک امنیتي ګامونه واخستل شی چې د اولس ژوند محفوظ شی

ځایی خبریالانو، سرچینو او په میډیا خپاره شوي راپورونو ترمخه د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې له ډېرې مودې راهیسې حالات ډېر ترینګلي شوي دي.

په دې سیمه کې پهر پولیس او امنیتي کارکوونکو د هدف په توګه وژنې او د تښتونې په پېښو کې ډیر زیات والې راغلې دې چې ځایی اولس ی د ډیرو اندیښنو سره مخ کړې دې.

د ټانک او ډیره اسماعیل خان ترمنځ ټوله فاصله ۷۰ اویا کلومیټره ده او دا لویه لار د خیبر پښتونخوا د هایی ویز ادارې ترانتظام لاندې راځي.

د ځایی سرچینو ترمخه دا ۷۰ اویا کلومتره دا فاصله اوس سرکاري کارکوونکو لپاره غیر محفوظه شوې ده ځکه چې په دې سړک وسلوال وال کسان په هر ځای او هر وخت کې ناکې لګوي او څه وخت هم کوم سرکاري اهلکار یا سرکاري افسر تښتولې شي.

د سرچینو ترمخه په پورته یادو پیښو کې یادې یو شمیر بدې پېښې په ریکارډ کې هم ثبت شوې دي ، په دې پېښو کې د یو اېډیشنل سیشن جج تښتول، ججانو په موټرو باندې ډزې او د ټانک د ضلعي تعلیم افسر په ګډون د درېو دولتي کارکوونکو تښتول، بانکونو ته د پیسو د انتقال موټر لوټ کول او دا رنګه موټر سوځول شامل دي.

همدارنګه له دې سیمې څخه د پولیو ضد کمپاین دوه کارکوونکي او د پیپلز پارټۍ د ډېره ضلعي صدر تښتول هم شامل دي. که څه هم وروسته د امنیتي ځواکونو یا سیمه ییزو مشرانو په منځګړیتوب دا برمته شوي کسان خوشې شوي دي، خو دا پېښې دومره ډارونکې اغېزې لري چې ډېرو دولتي افسرانو ټانک ته تګ راتګ پرېښودلې دې.

د ټانک او ډېره اسماعیل خان سړک د غیر محفوظ کېدو له امله تېر یو کال راهیسې ټانک، کلاچي او درابن کې ځایي بانکونو ته د نغدو روپو ګاړي راتګ بند شوی دی چې په سیمه کې یې سوداګر او سوداګریزو چارو باندې بده اغیزه کړې ده.

که څه هم په دې ۷۰ کیلومتره اوږده سړک باندې زیا شمیر امنیتي پوستې جوړې شوې دي، خو بیا هم دا پېښې په دوام سره کېږي چې ګڼ شمېرې پوښتنې ې راولاړې کړي دي. .

په کلاچي کې د محکمو او ادارو افسران اوس هم په ډېره اسماعیل خان کې کار شوي او خلک دې ته اړ دي چې ۴۰ کیلومتره لرې مزل وکړي او خپل کار وکړي.

یوازې ډېره اسماعیل خان او ټانک نه دي؛ په لکي مروت کې هم حالات ترینګلي دي. هلته په فبرورۍ کې د پاکستان اټامک انرجي کمېشن د قبول خېل پروژې کارکوونکي تښتول شوي وو چې تر اوسه نه دي خوشې شوي. سربېره پردې، د دې سیمو څخه د نورو کسانو د تښتونې راپورونه هم راغلي دي.

د خیبرپښتونخوا په دې جنوبي ضلعو کې له نزدې یو نیم کال راهیسې وسله والو له امنیتي ځواکونو سره تړلو کارکوونکو ته ګواښونه کړي چې خپلې دولتي دندې پرېږدي. حکومت هم داسې خبردارۍ او ځانګړې لارښوونې کړي چې د دغو لارو پر سفر کولو پر مهال دې له ځان سره دولتي اسناد یا سروس کارډونه و نه ساتي ترڅو دوی د بدو پیښو څخه بچ شي.

د ځایی سرچینو ترمخه دې پېښو د ټانک خلک ذهني ناروغان کړي دي او د سیمې ډېر خلک ددې سیمو په کډوه کولو مجبور شوي دي

Related Articles

د ځایی مشرانو ترمخه د منځني کرمې ضلعې مناتو په ضلع کې د یو هایر سیکنډرې سکول ودانۍ شته کومه چې په بیړني توګه د کیډټ کالج کلاسونو پیل کولو لپاره مناسبه ده

January 28, 2026

د افغان پروپاګنډا سوشل میډیا پاڼو باندې داسې جعلي خبر خپور شوې وو چې پکې ادعاوی شوې وه چې یو پوځي په غزی کې له منځه تللې خو دا دروغ ثابت شو

January 28, 2026

د افغانستان ډیپلوماتیک مامورنیو د شورای په یو بیان کې ویلي دي چې د طالبانو دا نوې قانون له بشري حقونو څخه ښکار سرغړونه ده

January 28, 2026

د قطر هیواد له لوري د پاکستان طب په میدان کې کارکوونکو کسانو لپاره د قطر هیواد د نوې پالیسۍ له مخې، د سي پی ایس پي فېلوشېپونه د قطر د طبي لایسنس سیسټم کې لوړې او غوره کټګورۍ ته منتقل شوي دي

January 28, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *