تازه خبرونه

په غزه کې د اوربند هڅو سره سره اسرایلي ځواکونو بمبارۍ له هم زور ورکړې دې

ولسمشر ډونلډ ټرمپ له شاوخوا شلو میاشتو راهیسې د جګړې د پای ته رسولو هڅې کوي، خو له بلې خوا په غزه ښار د چادونو او ډزو له غږونو سره لړزېدلې چې له امله یې لسګونه کسان شهیدان شوي دي

1 min read

په رسنیو کې خپاره شوي راپورونه وایی چې د کال ۲۰۲۳ نه جاري په غزه باندې د اسرایلو بمبارۍ او بمي چاودنو له امله ۵۰ زرو زیات فلسطنیان چې پکې زیات شمیر ماشومان شامل دي شهیدان شوي دي

په رسنیو کې د خپاره شوي د راپورونورو ترمخه اسرائیلي ټانکونه د غزه ښار ته څېرمه د زیتون سیمې ختیځ لور ته داخل شول، چې له امله یې د هوايي بریدونو په ترڅ کې څلور ښوونځي او نور اهداف وویشتل شول

په داسې حال کې چې د فلسطین په غزه کې د اسرایل لوري د اوربند خبرې روانې دې، اسرایلي چارواکي واشنګټن ته د اوربند خبرو لپاره روان دي خو بل اړخ ته په غزه کې د اسرایلي ځواکونو له لوري د غزه اولس یو شمیر بمي چاودنو او د اسرایلي ځواکونو بمبارۍ سره هم مخ شوي دي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ۲۰ میاشتو راهیسې د جګړې د پای ته رسولو هڅې کوي خو له دې سره سره د غزه په ښار کې د چادونو او ډزو غږونه اورېدل شوي دې چې له امله یې لسګونه کسان وژل شوي دي

په رسنیو کې د خپاره شوي د راپورونورو ترمخه اسرائیلي ټانکونه د غزه ښار ته څېرمه د زیتون سیمې ختیځ لور ته داخل شول، چې له امله یې د هوايي بریدونو په ترڅ کې څلور ښوونځي او نور اهداف وویشتل شول. ځایي خلکو ویلي، سلګونه کسان د بمبارۍ له ویري د خوندي ځایونو په لټولو کې خپل کورونو اووتل . هغوی وویل چې ښوونځي او کورونه یې هدف ګرځول شوي دي

د فلسطیني چارواکو په وینا، یوازې د دوشنبې په ورځ لږ تر لږه ۲۵ کسان شهیدا شوي دي چې ۱۰ یې د زیتون په سیمه کې وو. تر ماښامه، د ناصر روغتون چې د غزې ښار جنوب لوېدیځ کې دی، د ۱۳ نورو وژل شویو راپور ورکړ، چې د ورځې ټول وژل شوي ۳۸ تنه شول. راپورونه وایي، ډېر خلک د ډزو له امله وژل شوي، خو ځایي خلکو د هوايي بریدونو یادونه هم کړې ده. اسرائیلي پوځ دعوی کوي چې دوی هڅه کړې ده چې ملکي وګړو ته لږ زیان ورسوي، او اصلي هدف یې د حماس ډلې مرکزونه وو

د اوربند لپاره هڅې او واشنګټن کې خبرې

کله نه چې په غزه کې کړکیچ زیات شو نو د اسرائیل د ستراتیژیکو چارو وزیر رون ډرمر له یو پلاوي سره واشنګټن ته لاړ، څو له امریکايي چارواکو سره د ایران او غز په مسئله لوړپوړې خبرې وکړي

اسرائیل د امریکا په منځګړیتوب د ۶۰ ورځو اوربند منلی دی، چې د بندیانو د تبادلې برخه ده. خو حماس بیا پر دوامداره اوربند او له غزه د اسرائیلي ځواکونو پر بشپړ وتلو ټینګار کوي. تر اوسه له ۵۶ زره زیات فلسطینیان شهیدا شوي دي او نزدې ۲.۳ میلیونه بې‌ځایه شوي دي او په غزه کې وضعیت له هم زیات کړکیچ شوې دې

د قطر او مصر منځګړیتوب

د ایران پر ضد وروستیو عملیاتو د نیتن یاهو شهرت زیات کړی، خو له بلې خوا، د غزه د اوربند د نه هوکړې له امله نړیوال ورباندې نیوکې زیاتې شوي دي

سرچینې وایي، که څه هم د نیتن یاهو ملاتړ زیات شوی، خو ۵۲ سلنه اسرائیلیان لا هم غواړي چې هغه استعفا ورکړي او د خلکو اکثریت د غزه د اوربند ملاتړ کړې دې

په داسې وخت کې چې په غزه کې د اسرایلي ځواکونو او الوتکو بمبارۍ له ۵۰ زرو زیات فلسطینیان شهیدان کړي په تل ابیب کې ځایی اولس چې به زرګونو شمیر کې وو د تل ابیب کوڅو ته راوتلي او غوښتنه کوي چې زر تر زره دې ډزبندي وشي

Related Articles

د سرچینو ترمخه د خیبر وادي تیراه په متره سیمه کې د ټي ټي پي یو مرکز کې بارودي مواد ځای په ځای شوې وو چې وچاودیدل او تر ۱۰ لسو زیات کسانو ژوند له لاسه ورکړو

September 23, 2025

خارجه وزيراسحاق ډار د مينځي ختيځ امن بحالۍ لپاره د پاکستان هلې ځلې جاري ساتو د عزم اظهار کړېدے

September 22, 2025

په کال ۱۹۷۹ کې چې سوویت یونین په افغانستان یرغل وکړو، بیا ی غوښتل دوی ځان ګرمو اوبو ته ورسوي

September 22, 2025

د امريکا غوښتنه د منطقې په هيوادونو څه اثرات غورځوولې شي؟

September 22, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *