تازه خبرونه

د افغانستان خاوره به هیڅ کله هم د پاکستان په ضد و نه کارول شي: حمدالله فطرت، د افغانستان اسلامي امارت مرستیال ویاند

ایچ ټي این پښتو سره په ځانګړې مرکه کې د افغانستان اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت اوویل چې د پاکستان او افغانستان سیمه ییز ګټې یو بل سره شریکې دي او دواړه هېوادونه په پرمختیايي پروژو کې ګډې ګټې لري او په دې برخه کې کار هم کوي

1 min read

اسلامي امارت مرستیال ویاند اوویل چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د را ستنېدو ستونزه هم شته او پاکستان له افغانستان سره ژمنه کړې چې د افغان کډوالو ستونزه به هواره کړو

د پاکستان او افغانستان حکومتونو خپلې سفارتي اړیکې د سفیر کچې ته لوړې کړي دې چې دا د دواړو ګاونډي هیوادونو ترمینځ یو ډیر لوی مثبت ګام او پرمختګ دې. حمدالله فطرت، د افغانستان اسلامي امارت مرستیال ویاند

June 30, 2025

د افغانستان اسلامي امارت دریځ په دې اړه ډیر روښانه دې، د افغانستان اسلامي امارت ژمن دې چې د افغانستان خاوره به هیڅ کله هم د کوم هیواد په ضد و نه کارول شي، په ځانګړي ډول د ګاونډي پاکستان په ضد به د افغانستان خاوره کله هم و نه کارول شي

دا څرګندونې د افغانستان اسلامي امارت مرستیال ویاند حمد الله فطرف ایچ ټي این پښتو سره په ځانګړې مرکه کې کړي دي

حمدالله فطرت اوویل چې په دې وروستیو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سیاسي اړیکو ډیر مثبت پرمختګ کړې دې

نوموړي اوویل چې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې ښه پرمختګ شوی دی،هغه ټینګار وکړو او زیاته ی کړه چې د پاکستان او افغانستان خپلې سفارتي اړیکې د سفیر کچې ته لوړې کړي دې چې د د دواړو ګاونډي هیوادونو ترمینځ یو ډیر لوی مثبت ګام او پرمختګ دې

نوموړي اوویل چې پاکستان او افغانستان دواړه دې پایلې ته رسېدلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې باید نورې هم ښې شي او وده وکړي

نوموړي اوویل چې د پاکستان او افغانستان سیمه ییز ګټې یو بل سره شریکې دي، دواړه هېوادونه په پرمختیايي پروژو کې ګډې ګټې لري او په دې برخه کې کار هم کوي. زیاته ی کړه چې په سترو پرمختیایی پروژو کې لکه د ټاپي په څېر پروژې شاملې دي او په دې پروژو کې د دواړو هیوادونو شریکې ګټې دي ،زیاته کړي چې افغانستان په دې پروژو په عملي توګه کار هم پیل کړې دې

نوموړي اوویل چې افغانستان د پاکستان له لارې د نړۍ له نورو هېوادونو سره تجارت کوي او په دې حالت کې د دواړو هېوادونو هڅې روانې دي چې دوه اړخیزې سوداګریزې اړیکې نورې هم پیاوړې کړي

نوموړي په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د ستونزو ته په اشاره اوویل چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د را ستنېدو ستونزه هم شته او پاکستان له افغانستان سره ژمنه کړې چې د افغان کډوالو ستونزه به هواره کړو، زیاته ی کړه چې همدارنګه دا ژمنه هم شوې چې د سوداګرۍ او اقتصاد په برخه کې به هم له یو بل سره ګډه همکاري کوو

له هندوکش ټریبیون نیټورک پښتو لوري د یوې پوښتنې په ځواب کې حمدالله فطرت اوویل

چې د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان په اړه دریځ ډیر زیات روښانه دې

نوموړي اوویل چې اسلامي امارت په دې ټینګ ولاړ دې چې د افغانستان خاوره به د بل هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي، زیاته ی کړه چې په ځانګړي ډول د ګاونډي هېواد پاکستان په اړه د افغانستان اسلامي امارت هېڅ ډول کوم بد نیت او اراده نشته او اسلامي امارت به هېچا ته اجازه ورنه کړي چې د پاکستان پر ضد ی خاوره و کارول شي

Related Articles

د جمعیت علمای اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان په تازه بیان کې ویلي دي چې په دې هیواد کې جمهوریت ختم شوې

October 17, 2025

لنډي کوتل کې هرکال د پاکستان د آزادۍ په نوم د فټ بال سیالۍ راجوړیږي خو په دې سیمه کې نه خو معیاري ګراونډ شته او نه لوبغاړو لپاره نور سهولتونه شتون لري

October 17, 2025

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیرامیرخان متقي د مسکو فارمټ د اوومې ناسې وروسته او هند ته سفر په اړه اړوند افغان چارواکو سره مهمه ناسته کړې

October 16, 2025

مفتي نورولي محسود چې د کالعدم تحریک طالبان پاکستان مشر دې په اړه داسې خبر مخې ته راغلې چې ویلي ی دي چې زه ژوندې یم

October 16, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *