تازه خبرونه

هند يواځې له خپل لوري دسندهه طاس تړون نه شي ځنډولې: اسحاق ډار

پاکستان د خپلې خپلواکۍ او سيمه‌يزې بشپړتيا د ساتنې لپاره کلک هوډ لري او هند نشي کولای خپله خوښه پر پاکستان وتپي: د پاکستان مرستېال وزېراعظم

1 min read

هند د نړيوالو قوانينو ښکاره سرغړونه کوي، په داسې حال کې چې پاکستان له سوله‌ييزې لارې د شخړو هواروولو په اصولو باور لري:اسحاق ډار 

مرستيال وزېر اعظم اسحاق ډار وېلي چې کشمير ستونزه په نړيواله کچه يو منل شوی شخړه ده چې د دې مسئلې د سوله‌ييز حل له لارې په سيمه کې ۔امن راتلای شي

June 30, 2025

د پاکستان مرستيال وزېراعظم او د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار په ېو بیان کې ويلي چې هند نه شي کولای چې خپله خوښه پر پاکستان راوتپي، ډار ټېنګار وکړو چې هند بايد په خپلو تګلارو له سره بیا غور وکړي

اسحاق ډار په اسلام‌اباد کې د ستراتيژيکو مطالعاتو انسټيټيوټ د بنسټ د ورځې د غونډې پر مهال وويل چې هند د جعلي بريدونو (فالس فلیګ آپريشن) په پایله کې پر پاکستان تېری وکړو، خو مونږ د هند دې تېري ته سمدستي ځواب ورکړو. هغه زياته کړه چې هند د پهلګام پېښې په اړه د درواغو ډرامه جوړه کړه ۔

نوموړي اووېل چې هند بايد يو ځل بيا په خپلو تګلارو له سره غور وکړي

دوې وويل چې پاکستان د خپلې خپلواکۍ او سيمه‌يزې بشپړتيا د ساتنې لپاره کلک هوډ لري او هند نشي کولای خپله خوښه پر پاکستان وتپي۔

د هند سره د سندهه طاس تړون په اړه ډار اووېل چې هند په يوازې د سندهه طاس تړون (Indus Waters Treaty) نشي ځنډولی. هغه وويل چې هند غواړي اوبه د وسلې په توګه وکاروي

مرستيال وزېر اعظم اووېل چې کشمير ستونزه په نړيواله کچه يو منل شوی شخړه ده چې د دې مسئلې د سوله‌ييز حل له لارې په سيمه کې امن راتلای شي

هغوې زياته کړه چې هند د نړيوالو قوانينو ښکاره سرغړونه کوي، په داسې حال کې چې پاکستان له سوله‌ييزې لارې د شخړو هواروولو په اصولو باور لري۔

اسحاق ډار دا هم وويل چې پاکستان د ايران او اسرائيلو د جګړې د بندېدو هرکلی کړی دی. پاکستان تل د ايران د قانوني دريځ ملاتړ کړی، او د ايران د اټومي مسئلې هوارولو ې د خبرو له لارې د حل غوښتونکې دې

هغه وويل چې په غزه کې د انسانيت ضد ظلمونه روان دي او پاکستان د منځني ختيځ د اوسني وضعيت په اړه ډېر اندېښمن دې

Related Articles

اسلام‌اباد وايي له افغانستان خاورې ترسره شوي برید کې په شمالي وزیرستان کې څلور پاکستاني سرتېري شهیدان شوي او د افغان سفارتي استازي ته سخت پیغام ورکړل شوی

December 20, 2025

په افغانستان کښې اقتصادي سقوط، مخ پر زیاتېدونکې بېوزلي او د پولو تړل کېدل افغانان اړ کړي چې د ژمي په مرګونو لارو ایران ته ولاړ شي

December 20, 2025

د جي ډي آیی سرچینې وايي چې د نیول شوو ډیر کسان تر پلټنو لاندې دي، خو د تاجکستان موندنې ښيي چې د ډرون برید له افغان خاورې ترسره شوی وو

December 19, 2025

په ملګرو ملتوکې د کشمیریانو لپاره د حق غوښتنې په دې قرار داد کې د هند د ولکې لاندې جمو او کشمیر او د فلسطین د خلکو د خود ارادیت حق ته ځانګړې پاملرنه شوې

December 19, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *