تازه خبرونه

په شمالي وزیرستان کې ځانمرګي برید ، ۱۳ فوځیان شهیدان شوې

ددې خونړي ځانمرګي برید ذمه واري کالعدم تحریک طالبان پاکستان سره تړلې یوې ډلې اسود الحرب په غاړه اخستې او دا دعوی ی هم کړې چې ددوی ډلې له لوري په ځانمرګي برید کې ی ګڼ شمیر امنیتي سرتیري وژلي دي
په شمالي وزیرستان کې ځانمرګي برید ، ۱۳ فوځیان شهیدان شوې

د اسود الحرب ډلې دا هم ویلي دي چې د ځانمرګي برید ورسته د ژغورنې لپاره راروان یو کاروان ی د ډرون برید له لارې په نښه کړې دې

د خیبر پښتونخوا په ضم ضلع شمالي وزیرستان میرانشاه سیمه
کې د خدی مارکیټ سره د شنبې په ورځ د ځانمرګي برید له امله له دولسو زیات پوځیان شهیدان شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي

ځايي سرچینو ترمخه برید کوونکي د بم ډسپوزل یونټ موټر ته نزدې چاودنه وکړه چې له امله یې ۱۳ کسان ووژل شول

د راپورونو له مخې په برید کې لږ تر لږه ۲۴ کسان ټپیان شوي چې په کې ۱۴ ولسي وګړي هم شامل دي

یوه ځايي چارواکي هم رسنیو ته ویلي چې ځانمرګي بریدګر یو موټر چې له چاودیدونکو توکو بار وو، د پوځ قافلې سره وجنګول

د سرچینو ترمخه په چاودنه کې د دوو کورونو چتونه هم ونړېدل چې له امله یې شپږ ماشومان ژوبل شوي دي

دلته ددې خبر باید یادونه وشی چې دا برید په وروستیو میاشتو کې په خیبر پښتونخوا کې د امنیتي ځواکونو پر ضد یو له خونړیو بریدونو څخه ګڼل کېږي

پاکستاني پوځ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو له سرچینو ترمخه د دغه برید ذمه واري د ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان یوې ډلې حافظ ګل بهادر ډلې په غاړه اخیستې, دسرچېنو ترمخه ځانمرګي برید عبدالله وکړو۔

خو بیا سرچینې زیاتوي چې ددې ډلې پړه د کالعدم تحریک طالبان پاکستان سره تړلې یوې ډلې اسود الحرب په غاړه اخستې او دا دعوی ی هم کړې چې ددوی ډلې له لوري په ځانمرګي برید کې ی ګڼ شمیر امنیتي سرتیري وژلي او د بکتربند ګاړي په شمول ی نورې موټرې هم تباه کړي دي. د سرچنیو ترمخه دې ډلې دا هم ويلي چې له بريد وروسته د پېښې ځای ته په سرک راروان د مرستې کاروان یې هم په ډرون الوتکو سره بمباري کړي دې او زیان ی ورته رسولې دي

Related Articles

د افغان طالبانو مشر مولانا هیبت الله اخوندزاده لوري داسې قانون لاسلیک شوې دې چې نړیوال د بشري حقونو څخه سرغړونه پکې په ښکاره ډول لیکل شوې دې

January 24, 2026

د وادي تیراه اپریشن پریکړه له هغې وروسته شوې ده چې د وسله والو سره د مشرانو یو شمیر جرګې ترسره شوې او د صوبایی حکومت سره د سلا وروسته د اپریشن پریکړه وشوه

January 23, 2026

د پاکستان پوځ ځوانان او نور حکومتي اهلکار په سختو واورو او بارانونو کې له تیراه څخه په عارضي ډول کډه کوونکو سره مرستې کوي او له سرکونو څخه واورې صفا کوي

January 23, 2026

پاکستان تل په نړیوالو فورمونو او د ملګرو ملتونو په پلیټ فارم د فلسطین په اړه یو روښانه دریځ وړاندې کړې او د یو آزاد او خپلواک فلسطیني ریاست غوښتنه ی کړې چې مرکز ی القدس شری وي

January 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *