تازه خبرونه

د پاکستان میزایل سسټم په ځانګړې توګه د ملکي سلامتیا لپاره دې

په رسنیو کې پاکستان دفاعي سسټم په ضد د دروغو تبلیغات کیږي او وایی چې د پاکستان دفاعي سسټم بین البراعظمي هدف ویشتلو لپاره دې خو بیا د پاکستان دفاعي چارواکي دا خبرونه ردوي او وایی چې د پاکستان دفاعي سسټم صرف د هند سره د مقابله لپاره دې

1 min read

د پاکستان د میزایل دفاعي نظام د چين په مرسته قوي شوې دې او د دفاعي چارواکو او په رسنیو کې د خپاره شوو راپورونو ترمخه دا میزایل ۵۰ کلومیټر، ۱۰۰ او تر ۲۰۰ کلومیټره پورې هدف ویشتلې شي

د پاکستان شاهین میزایل ۳ صرف ۲،۷۵۰ کلومیټره فاصله باندې خپل هدف په نښه کولې شي او دا ښایی چې پاکستان دا میزایل د هند دفاعي سسټم سره پر ضد جوړ کړي نه چې دې لپاره چې دا میزایل بین الابراعظمي هدف په نښه کړي

June 27, 2025

په کال ۲۰۲۵ د جون په ۲۴مه نیټه یو امریکایی میګزین فارین افییرز کې د پاکستان اټومي پروګرام د امریکا لپاره یو ګواښ بلل شوې دې، ددې راپور د خپریدو وروسته هم د پاکستان دفاعي سسټم او اټومی وسلو پر ضد د دروغو او بې بنیاده مقالې خپرې شوي چې د پاکستان اټومي وسلو او دفاعي نظام پر ضد د دروغو تبلیغام کوي.

که د ۲۰۰۰ میلادي کال نه وړاندې په تاریخ نظر واچوو نو کال ۱۹۹۸ یو داسې کال چې په جنوبي آسیا کې د اټومي وسلو په اړه یو نوې بحث پیل شو کله چې هم په دې کال کې هند اټومي چاودنې وکړي.

په سیمه کې د طاقت توازن په ځای ساتلو لپاره د پاکستان هم دې ته اړ شو چې اټومي چاودنې وکړي او دغه ی لامل وو چې په ۲۸مه نیټه د مې کال ۱۹۹۸ پاکستان هم د هند د اټومي چاودنو په ځواب کې اټومي چاودنې وکړي او پاکستان په ۵۷ اسلامي هیوادنو کې لومړې هیواد شوي چې د یو آټومي ځواک په توګه باندې په نړۍ کې راڅرګند شو.

پاکستان ولې دې ته مجبور شوې چې اټومي چاودنې وکړي؟

ددې ځواب څرګند دې او پاکستان په جنوبي آسیا کې د طاقت توازن یو شان ساتلو لپاره او د هند یو اټومي قومي په توګه مخې ته راتللو په ضد د ګام واخستلو او اټومي چاودنې ی وکړې، که هند اټومي چاودنې نه وې کړي نو پاکستان به هم دا ګام اخستلو ته نه وې مجبور شوې خو پاکستان د خپلې دفاع قوي کولو لپاره او په سیمه کې د اټومي ځواک توازن ساتلو لپاره دې ته اړ شو او اټومي چاودنې ی وکړي.

د خپل ایکس په پانړه یو ریسرچ تهنک ټهینک لیکلي چې د پاکستان اټومي او دفاعي میزایل سسټم دې لپاره نه دې چې په نړیوال کچه د خپل طاقت ښودنه وکړي بلکه ددې لپاره دې چې په سیمه ایزه سلامتیا کې خپل کردار اده کړي او نه دا چې په بین البراعظمي جهګړه کې ځان بوخت کړي .

هم ددې ادارې راپور ترمخه د پاکستان شاهین میزایل ۳ صرف ۲،۷۵۰ کلومیټره فاصله باندې خپل هدف په نښه کولې شي او دا ښایی چې پاکستان دا میزایل د هند دفاعي سسټم سره پر ضد جوړ کړي نه چې دې لپاره چې دا میزایل بین الابراعظمي هدف په نښه کړي.

د پاکستان دفاع وزارت او د اړوند چارواکو څخه داسې راپورنو خپریږي چې د پاکستان دفاعي سسټم صرف په جنوبي آسیا کې د اټومي وسلو په اړه د طاقت توازن برابر ساتلو لپاره دې خو بیا هم د هند رسنیو او په نړۍ کې سازشي عناصر د دروغو پروپیګنډې کوي چې د پاکستان دفاعي نظام او اټومي وسلې د نړۍ لپاره خطره ده چې دا ټولې د دروغو پروپیګنډې دي.

دا ډول تبليغاتي روايتونه دا حقیقت له پامه غورځوي چې د پاکستان اټومي پروګرام د هند د پوځي تګلارو د بدلونونو، لکه د “کولډ سټارټ” د نظریې او د BMD (بیلستیک میزایل دفاعي سیستم) وړتیاوو په ځواب کې پرمختګ کړی دی.

د اټومي چاودنو په څیر پاکستان ولې د میزایل دفاعي سسټم پیاوړې کولو لپاره کار پیل کړو؟

د پاکستان د میزایل دفاعي سسټم (Missile Defence System) پیل یوه پرله‌پسې بهیر وو، چې د وخت په تېرېدو سره د پاکستان د دفاعي اندېښنو، د ګاونډیو هېوادونو پوځي پرمختګونو، او تخنیکي ودې په رڼا کې ترسره شوی دی. خو که د دې رسمي پیل ته وکتل شي، نو پاکستان د ۲۰۰۰م لسیزې وروسته په ښکاره توګه د میزایل دفاعي سستم ته پام اړولی او پرې تمرکز یې پیل کړی.

پاکستان د میزایل دفاعي نظام (Ballistic Missile Defence – BMD) پیل څنګه او ولې وکړ؟

پاکستان په رسمي توګه د میزایل دفاعي نظام پر کار د ۲۰۰۰مې لسیزې په منځ کې پیل وکړ، خو د دې نظام په اړه څېړنه او د اړوند سیستمونو جوړښت تر دې د مخه هم روان وو.

د رسنیو د راپورونو ترمخه که څه هم پاکستان تر دې دمه د هند په څېر یو بشپړ میزایل دفاعي سیستم (لکه: S-400) نه لري، خو بیا هم یې په لاندې برخو کې پام وړ پرمختګ کړی:

پاکستان د ارلي وارننګ سیستمونو (early warning systems)، رادار پر بنسټ کشف (radar-based detection)، او انټرسیپټر میزایلو د جوړولو او ترلاسه کولو لپاره کار کړی دی.

په ۲۰۱۰مه لسیزه کې، پاکستان د چین څخه ترلاسه شوی پرمختللی هوايي دفاعي نظام LY-80 معرفي کړ، چې د کمې او منځنۍ ارتفاع لرونکو دښمنۍ الوتکو او میزایلو د وېشتلو وړتیا لري.
دلته داسې پوښتنې را ولاړیږي چې پاکستان ولې د میزایل دفاعي نظام پر لور لاړ؟

د پاکستان دفاع وزارت په یو شمیر اخباري بیانونو او په نرو رسنیو کې داسې راپورونه خپار کړي چې پاکستان د دې نظام د پراختیا هڅې لاندې دلایلو له مخې پیل کړې .

ددې دفاعي نظام عملي هڅی ی د هند دفاعي پرمختګونو په وجه پیل کړي.

له ۲۰۰۰م کال وروسته، هند د خپل میزایل دفاعي شیلډ پر پراختیا تمرکز زیات کړ، او له روسیې سره یې د S-400 دفاعي سستم د اخیستو تړون وکړ، چې له امله یې پاکستان ته د امنیتي ګواښ احساس پیدا شو.

د هند د میزایلو پرمختیایي پروګرام، په ځانګړي ډول د اګني (Agni) لړۍ میزایلونه، د واټن او دقت له پلوه پراخ شوي، چې دا د پاکستان لپاره یوه جدي اندېښنه وه.

نو هم دا ی لامل شو چې پاکستان هم د میزایل دفاعي سسټم قوي کولو په لور تمرکز وکړو چې د هند دفاعي قوت مقابله په میړانه وکړي.

, د پاکستان لخوا کارېدونکي میزایل دفاعي او هوايي دفاعي سیستمونه

د پاکستان د میزایل دفاعي نظام د چين په مرسته قوي شوې دې او د دفاعي چارواکو او په رسنیو کې د خپاره شوو راپورونو ترمخه دا میزایل ۵۰ کلومیټر، ۱۰۰ او تر ۲۰۰ کلومیټره پورې هدف ویشتلې شي چې دا ښایی چې دفاعي سسټم پاکستان د خپلې دفاع لپاره په کار راوستلې دې او د هندي رسنیو او د نورې نړۍ د رسنیو هغه د دروغو تبلیغات ردوی چې وایی چې د پاکستان دفاعي نظام، اټومي وسلې او میزایل سسټم د بین البراعظمي هدف ویشتلو لپاره دې.

LY-80 (HQ-16) – د ټیټې او منځنۍ ارتفاع هوايي دفاعي سیستم
SPADA 2000 – لنډ واټن هوايي دفاعي سیستم
HQ-9/P – د لوړې ارتفاع اوږده واټن هوايي دفاعي سیستم

Related Articles

د هند پولیس وایی ککړ تن ساجد اکرم په حیدراباد کې زېږېدلی او وروسته استرالیا ته تللی، په تېرو شلو کلونو کې یې څو ځله هند ته سفرونه کړي

December 20, 2025

اسلام‌اباد وايي له افغانستان خاورې ترسره شوي برید کې په شمالي وزیرستان کې څلور پاکستاني سرتېري شهیدان شوي او د افغان سفارتي استازي ته سخت پیغام ورکړل شوی

December 20, 2025

په افغانستان کښې اقتصادي سقوط، مخ پر زیاتېدونکې بېوزلي او د پولو تړل کېدل افغانان اړ کړي چې د ژمي په مرګونو لارو ایران ته ولاړ شي

December 20, 2025

د جي ډي آیی سرچینې وايي چې د نیول شوو ډیر کسان تر پلټنو لاندې دي، خو د تاجکستان موندنې ښيي چې د ډرون برید له افغان خاورې ترسره شوی وو

December 19, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *