تازه خبرونه

په سفارتي محاذ د هند خلاف د پاکستان مهمه کاميابي ،ايس سی او دفاع وزیرانو اجلاس اعلاميه کښې پهلګام حمله پاکستان سره تړلو کوشش ناکامه

هند وزیر دفاع راج ناتھ سنګھ په مشترکه اعلامیه لاس ليک نه دې کړې
هند خلاف په سفارتی محاذ د پاکستان کاميابی

ايس سی او وزيرانو اجلاس ،د هند شکست

د شنګهائی تعاون تنظيم د دفاع وزيرانو غونډه د چين په چنګ ډاؤ ښار کښې شوي وو، اجلاس کښې د پاکستان ، روس،چين،
ازبکستان،قازقستان،هند،ايران،بيلاروس، کرغزستان اوتاجکستان بشمول د نورو ملکونو وزیرانو شرکت کړې وو. اجلاس په مهال په ايران د اسرائيل او امريکې په حملو د تشویش اظهار شوي وو.

اجلاس ته د وينا په وخت وزير دفاع خواجه آصف د ترهه ګرۍ،علاقائی سلامتيا ته راپيښ چيلنجونو او په نورو مهمو معاملو تفصيلي خبرې کړيدي، خواجه آصف ترهه ګرۍ مشترکه خطره ګرځولې ده او وئيلي ئی دی چې د دې د مخنيوی لپاره ټولو هیوادونو له په ګډه کوششونه کول پکار دی، د خواجه آصف وينا وه چې پاکستان هم د ترهه ګرۍ نه متاثره ملکونو کښې شامل دې، ترهه ګرۍ چې هر ځائې کښی هم کيږی پاکستان ئې مذمت کوی. وزير دفاع په پاکستان کښې د ترهه ګرۍ حملو کښې د ګاونډي ملکونو په ککړتيا هم خبرې کړيدی او وئيلي ئې دی چې بلوچستان کښې بدامنۍ واقعاتو لپاره د ګاونډي ملک خوره استعماليږي،د “را” ايجنټ کلبهوشن ياديو ګرفتاری او د هغه اعتراف جرم د دې ښکاره ثبوتونه دی.

وزير دفاع خواجه آصف په خپل تقرير کښې د افغانستان ذکر هم کړيدے او وئيلي دی چې پرامن او مستحکم افغانستان د پاکستان او د منطقې ملکونو په مفاد کښې دے. پاکستان د خپل ټولو ګاونډی ملکونو سره ښه اړيکې قائمول غواړی.خواجه آصف په ايران په جوهری تنصيباتو د اسرائيل حملے د ايران د خپلواکۍ او علاقائی سلامتیا خلاف ورزی ګرځولي ده او د دې مذمت ئې کړيدے،وزير ډفاع په غزه کښې روان انسانی بحران باندے د تشویش اظهار کړيدي او نړيوالې ټولنې نه ئې مطالبه کړيده چې فلسطنیانو خلاف روان ظلمونه او غزه جنګ بندولو لپاره دې په اسرائیل دباؤ واچوی.

د اجلاس وروستو مشترکه اعلامیه جاری شويده ولې د هند وزیر دفاع راج ناتھ سنګھ په دې اعلامیه لاس ليک نه دې کړے.سفارتی سرچينو ترمخه هند وزير دريز خپل کړې وو چې دې اعلامیه کښې د پهلکام حملے څه ذکر نه دې شوے او دا اعلاميه د پاکستان ملاتړ کوی . بهرني رسنيو تر مخه د ايس سی او اجلاس دا اعلاميه پهلګام حمله کښې د پاکستان د ککړتيا الزاماتو ،د ترهه ګرۍ او علاقائی سلامتیا په حواله د هند حکومت موقف کمزورۍ ثابت کړيدے

Related Articles

کارپوهان د خلیلزاد د شکایتونو سره سره د افغانستان د ترهګرو پر ځایونو د پاکستان هوايي بریدونه ملاتړ کوي

February 23, 2026

راپورونه وایي چې په کشمیر کې د کیشتوار په سیمه کې د هندي ځواکونو له خوا کیمیاوي وسلې کارول شوې، چې له امله یې دوه ځوانان وژل شوي او د مظاهرو او بشري حقونو د اندېښنو لامل شوي دي

February 23, 2026

د افغانستان د دفاع وزیر د سرحدي بریدونو وروسته د ترهګرو پر ځایونو د راپور شوو بریدونو په اړه د انتقام خبرداری ورکړ

February 23, 2026

پاکستان د رمضان میاشتې د ځانمرګو بریدونو وروسته د ترهګرو پر کمپونو کره او هدفمند بریدونه کړي، چې په کې د فراکشن الافغانستاني طالبان او اسلامي دولت خراسان څانګه

February 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *