تازه خبرونه

د شینګهایی غونډې پر مهال پاکستاني ادارو له لوري د هند را لپاره کاروکوونکي ۶ شپږ ایجنټان نیول د پاکستان ترهګرۍ په ضد ښکاره پوخ دریځ څرګندوي

په دې مهمه غونډه کې د هند سیکوریټي ادارو مشر ته د پاکستان قامي سلامتیا مشر پوخ غبرګون اوښودل او د هغه د بې بنیاده او بغیر د څه ثبوت نیوکو ته ی د پاکستان یو قوي دریځ د هند پلاوي مشر ته ور وړاندې کړو

1 min read

پاکستان د هند لخوا د پهلګام برید په اړه وړاندې شوې د دروغو بیانیه په سختو ټکو رد کړه

د را د ایجنټانو په تور نیول شوو کسانو سره د وسلو زیرمې او حساس اسناد، لکه نقشې او نورو مهمو معلوماتو مواد وو، چې دا یو منظم پلان وو او پاکستان کې ی د ترهګرۍ پیښو لپاره کار کولو

June 26, 2025

په داسې وخت کې چې په چین کې د شینګایی همکارۍ سازمان غونډه کیدله، د پاکستان د قامي سلامتیا سلاکار لیفټننټ جنرال عاصم ملک او د هند سیکویټي ادارې مشر اجیت یو بل ته مخامخ شول.
په دې مهمه غونډه کې د هند سیکوریټي ادارو مشر ته د پاکستان قامي سلامتیا مشر پوخ غبرګون اوښودل او د هغه د بې بنیاده او بغیر د څه ثبوت نیوکو ته ی د پاکستان یو قوي دریځ د هند پلاوي مشر ته ور وړاندې کړو.
د پاکستان لیفټننټ جنرال عاصم هند د قامي سلامتیا مشر ته داسې نه ردیدونکي شوهد وړاندې کړل چې په بلوچستان د خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ پیښو په اړوند وو او هغه ی بې ځوابه پریښودل. .
د چینایي سرچینو له مخې، د جنرال مالک وینا د هندۍ پلاوي پر مخ یو ډول حیرانتیا واچوله
(کراچۍ او ټوبه ټېک سنګهه کې عملیاتو د هند جاسوسۍ شبکه افشا کړه)

په داسې وخت کې چې شینګایی غونډه کیدل د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې اهلکار په ټوبه ټیک سینګهه کې د عملیاتو پرمهال د هند را سره تړاو لرونکي شپږ ایجنټان ونیول او دلته ددې خبر باید یادونه وشي چې ددې وړاندې هم کراچۍ کې ریاستي ادارو څلور د را ایجنټان ونیول ، نیول شوو کسانو سره چې کوم موبایل ټیلیفونونه وو ،په هغې کې داسې مواد وو چې د هند را سره ی تړاو لرلو.

راپورونه وایي چې نیول شوو کسانو سره د وسلو زیرمې او حساس اسناد، لکه نقشې او نورو مهمو معلوماتو مواد وو، چې دا یو منظم پلان وو او پاکستان کې ی د ترهګرۍ پیښو لپاره کار کولو.
د ترهګرو نیول دا ښایی چې پاکستان وس د بهرنیو استخباراتي عملیاتو پر ضد په خپله خاوره د ترهګرۍ پیښو پر ضد یو پوخ دریځ خپل کړې او هیڅوک هم په دې خاوره نه پریږدي چې ترهګري وکړي.
.

(پاکستان د هند پهلګام پېښې بیانیه ته سخت غبرګون اوښودل)
دې سره سره پاکستان د هند لخوا د پهلګام برید په اړه وړاندې شوې د دروغو
بیانیه په سختو ټکو رد کړه او د پاکستان جنرال عاصم اوویل چې د پهلګام پیښې په اړه آزادې پلټنو اجازه نه ده ورکړل شوې.
جنرال عاصم په دې موقع د جمو کشمیر پولیسو له لوري او د هند پلټنو ادارو له لوري عدالت ته وړاندې کړې شوي راپور کې لوی لو ی توپیرونو ور په ګوته کړل چې دا ښایی چې هند د یوې بې بنیاده او دروغو پیښې تش تورونه په پاکستان لګوي او دوی سره هیڅ کوم داسې پوخ شواهد نشته.

په پایله کې باید اوویل شي چې دغه غونډه د پهلګام له پېښې وروسته، د پاکستان او هند د ملي امنیت سلاکارانو تر منځ لومړی مخامخ کیدل وو. هند هڅه کوي چې د “آپریشن سندور” یادونه وکړي او د ګډو ترهګر ضد عملیاتو غږ پورته کړي، خو پاکستان دا هڅې بې اعتباره بولي او پر دې تمرکز کوي چې د هند له خوا د پاکستان پر ضد تمویلېدونکې ترهګري نړۍ ته افشا کړي .
په داسې وخت کې چې هند د پاکستان پر ضد بې بنیاده او دروغو دعوي کوي د پاکستان امنیتي ادارو له لوري د هند را ایجنټان نیول د پاکستان دعوي نورې هم قوي کوي او د پاکستان ترهګرۍ په ضد پوخ دریځ او ګامونه نړۍ ته ورښایی

Related Articles

د هند پولیس وایی ککړ تن ساجد اکرم په حیدراباد کې زېږېدلی او وروسته استرالیا ته تللی، په تېرو شلو کلونو کې یې څو ځله هند ته سفرونه کړي

December 20, 2025

اسلام‌اباد وايي له افغانستان خاورې ترسره شوي برید کې په شمالي وزیرستان کې څلور پاکستاني سرتېري شهیدان شوي او د افغان سفارتي استازي ته سخت پیغام ورکړل شوی

December 20, 2025

په افغانستان کښې اقتصادي سقوط، مخ پر زیاتېدونکې بېوزلي او د پولو تړل کېدل افغانان اړ کړي چې د ژمي په مرګونو لارو ایران ته ولاړ شي

December 20, 2025

د جي ډي آیی سرچینې وايي چې د نیول شوو ډیر کسان تر پلټنو لاندې دي، خو د تاجکستان موندنې ښيي چې د ډرون برید له افغان خاورې ترسره شوی وو

December 19, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *