...

جاپان د پاکستان ریکوډک کان کې په ملیونو ډالرې پانګونه کوي

د جاپان کوماتسو او بیرک ګولډ شرکت معاهده کړې چې د بلوچستان سروزرو کان کنستلو لپاره درنه ماشینري انتظام کړي او ریکوډک پروژې لپاره ی پاکستان ته انتقال کړي

1 min read

د ریکوډک په پروژه کې د جاپان شرکت ۴۴۰ ملیونه ډالر پانګونه کوي

یو آسیایی هیواد له لوري په پاکستان کې پانګونه دا ښایی چې پاکستان د یو آسیایی هیواد چې د صنعت په میدان کې پرمخ تللې، سره په صنعتي میدان کې په شریکه د یوې لوې پروژې چې د پاکستان اقتصاد لپاره ډیره اقتصادي ګټه لري ،په عملي کولو کې بریالۍ شوې دې

June 26, 2025

د پاکستان اقتصاد په میدان کې د جاپان لوري یو په میلیونو ډالرو پانګونې کولو خبرونه مخې ته راغلي دي او د جاپان کوماتسو شرکت د بیرک ګولډ شرکت سره د کان کنستلو لپاره د ۴۴۰ ملیونو ډالرو پروژه لاس لیک کړې ده.

په دې معاهد کې د نړۍ بیلا بیلو هیوادونو څخه د درنو مشینریو پلورل شامل دي کوم چې به د بلوچستان د ریکوډک سروزر کان ته راورسول شي .

په دې مشینونو کې درنې لارۍ( هال ټرکس) کوماتسو ۹۸۰ اي-۵ به د امریکا څخه واخستل شوي او ریکوډک پروژې لپاره به پاکستان ته انتقال شي.

په نورو مشینونو کې برقي رسۍ لرونکې بلچې (ایکټرک روپ شاولز، ایکسکیویټرز او یو شمیر نورې درنې مشینورې شاملې دي کومې به چې د وسکانسن او جرمني څخه ددې پروژې لپاره رواړل شی.

دا خبره مهمه ده او باید یادونه ی وشي چې دا پروژه نه یوازې د پاکستان لپاره مهم اقتصادي ارزښت لري، بلکې د نړیوالو شرکتونو د باور او پانګونې لپاره هم یوه لار جوړوي چې دا شرکتونو په پاکستان کې په بیلا بیلو سیکټرو کې پانګونه وکړي.

د دې تړون یوه مهمه برخه دا ده چې د جاپان کوماتسو به یو نوی شرکت جوړ کړي

په نوم Komatsu Pakistan Mining (SMC-Private) Limited چې د ریکوډیک د پروژې د عملیاتو تخنیکي ملاتړ به کوي

د ریکوډیک پروژه د پاکستان د ایران او افغانستان پولو ته نزدې د بلوچستان په یوه مهمه سیمه کې موقعیت لري .

په دې سیمه کې د مسو او سرو زرو زیرمې دي او تمه ده چې دا پروژه به د پاکستان صادرات(ایکسپورټ زیات کړي او د بهرنیو هیوادونو څخه به نور پانګوال پاکستان ته راوستلو کې زیاته همکاري وکړي.

د پروژه ښایی چې د پاکستان انرژۍ او صنعت کارۍ سیکترو ته وده او پیاوړتیا ورکړي.

د نړۍ له سترو نه کار اخیستل شویو (Untapped) د مسو او سرو زرو زېرمې لري.

تمه ده چې دا پروژه به د پاکستان صادرات زیات کړي، بهرني پانګوال راجلب کړي، او د انرژۍ او صنعت سکتور ته پیاوړتیا ورکړي.

په دې لویه پروژه کې به د شریکانو برخه په دې ډول وي.

د بیرک ګولډ کارپوریشن برخه به ۵۰سلنه وي، د پاکستان وفاقي حکومت برخه به ۲۵ سلنه او د بلوچستان برخه ۲۵سلنه ټاکل شوې ده.

د بارک ګولډ مشر او اجرائیوي رئیس مارک بریسټو ددې مهمې پروژې به اړه ویلي دي چې دا پروژه د اوږدمهاله پانګونې لپاره ستر فرصت لري او کوماتسو ماشینونو په نړیوالو پروژو کې خپل اعتبار ثابت کړې دې.

تمه ده چې په دې پروژه به سږکال ۲۰۲۵ کې تعمیراتي کار پیل شوي او دا هم تمه ده چې د کال ۲۰۲۸ څخه به دې پروژې نه پروډکشن، تولید پیل شي.

د جاپان د یو شرکت څخه په پاکستان کې په دې لويه پروژه کې پانګونه به د پاکستان په اقتصادي وضعیت ، د پاکستان او پاکستان ترمینځ ښه اړیکو ، په ملکي سطح د ځایی کارمندانو لپاره د ټیکنیکل ټریننګ یوه ښه موقع او په نړيواله سطح پاکستان ته د نورو پانګوالو توجه را اړولو کې مهم کردار ادا کړي.

یو آسیایی هیواد له لوري په پاکستان کې پانګونه دا ښایی چې پاکستان د یو آسیایی هیواد چې د صنعت په میدان کې پرمخ تللې، سره په صنعتي میدان کې په شریکه د یوې لوې پروژې چې د پاکستان اقتصاد لپاره ډیره اقتصادي ګټه لري ،په عملي کولو کې بریالۍ شوې دې.

یوه مهمه خبره دا هم دا چې باید یادونه ی وشی چې د پاکستان لپاره د آسیا دننه صنعتي همکارۍ په اړه کې یو لوی او مثبت مثال دې چې د جاپان هیواد په بلوچستان صوبه کې په میلونونو ډالره پانګونه کوی چې دا د نړۍ نور هیوادونو هم په پاکستان کې پانګونې ته اماده کړې چې دا ښایی چې دې سره به د نړۍ په اقتصادي میدان کې پاکستان هم د پانګونې لپاره یو باوري او بااعتماده هیواد په توګه راڅرګند شي.

پوهان وایی چې دې پروژې له امله به ملکي او ځایی ټیکنیکل ځوانانو او یو شمیر نور کارمندانو لپاره د کار موقع په لاس راشي او د ا پروژه به د ملکي او د بلوچستان په ځایی معیشت ډیره ښه اغیزه ولري او د اولس لپاره به د کار موقعې راپیدا کړي.

پوهان وایی چې ددې پروژې په وجه به نړیوال نور شرکتونو هم د پاکستان په بیلا بیلو سیکټرونو کې پانګه اچونې ته خپل پام راواړي چې دې سره به پاکستان په نړیوال کچه د اقتصادي په میدان کې یو بااعتماده هیواد ورګرځول شي

Related Articles

د جمعیت علمای اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان په تازه بیان کې ویلي دي چې په دې هیواد کې جمهوریت ختم شوې

October 17, 2025

لنډي کوتل کې هرکال د پاکستان د آزادۍ په نوم د فټ بال سیالۍ راجوړیږي خو په دې سیمه کې نه خو معیاري ګراونډ شته او نه لوبغاړو لپاره نور سهولتونه شتون لري

October 17, 2025

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیرامیرخان متقي د مسکو فارمټ د اوومې ناسې وروسته او هند ته سفر په اړه اړوند افغان چارواکو سره مهمه ناسته کړې

October 16, 2025

مفتي نورولي محسود چې د کالعدم تحریک طالبان پاکستان مشر دې په اړه داسې خبر مخې ته راغلې چې ویلي ی دي چې زه ژوندې یم

October 16, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Seraphinite AcceleratorOptimized by Seraphinite Accelerator
Turns on site high speed to be attractive for people and search engines.