تازه خبرونه

ايران ته مو دومره زيان رسولې دې دوباره جوهری پروګرام نه شی شورو کولے،ډونلډ ټرمپ

امريکني حملو کښې د ايران جوهري تنصيباتو او پروګرام ته هيڅ نقصان نه دی رسيدلے،امريکائی انټلي جنس رپورټ

1 min read

ايران ته ډير نقصان رسولې شويدے

ايران . اسړائيل جنګ او دعوې

June 25, 2025

د اسرائيل او ايران جنګ د بندیدو په دوئمه ورځ امريکائي او اسرائيلي چارواکي دې جهګړه کښې د برياليتوب دعوی کړيده ولی ډ امريکې انټلي جنس ادارو يو رپورټ کښې انکشاف شويدے چې د ايران په فردو،نطنز او اصفهان ايټمي تنصيباتو باندې د امريکې حملے ناکامه شويدي. امريکائي رسنيو د انټلي جنس ادارو دغه ليک شوې رپورټ خپور کړيدے.

رپورټ کښې وئيلی شويدی چې د اربونو ډالرز د خرچ کولو باوجود د ايران جوهري پروګرام ته هيڅ زيان نه دی رسيدلی، امريکني صدر ټرمپ په رپورټ ليک کيدو د تشويش اظهار کړيدي او وئيلي ئې دی چې ټول هدفونه په کاميابۍ سره ويشتلی شوي وو او د ايران دومره نقصان شويدے چې راتلونکې څو کالو پورې جوهری پروګرام بيا نه شی شورو کولے.

امريکني وزير دفاع هم دغه رپورټ مسترد کړيدے. دی هيګ ښار کښې د ناټو جنرل سیکرټري سره مشترکه پريس کانفرنس ته وينا په وخت صدر ټرمپ وئيلی دی چې د هغه په وينا ايران او اسرائيل حکومتونو جنګ بندی کړيده اوس حالات د معمول په لور روان شويدی. ټرمپ وائی که جنګ نه بنديدو لوجې به سيمه ډيره متاثره شوي وه او د لکونو خلک به وژلې کيدل.ټرمپ د يوې پوښتنی په جواب کښې ووئيل که چرې ايران د يورينيم د خوړولو عمل بيا شورو کړو نو په تهران به بيا حملے کوو او نور سخت جواب به ورته ملاويږی.

د صدر ټرمپ وينا ترمخه په غزه کښې هم د جنګ بندی لپاره نوی کوششونه شورو کوؤ طمع لرو چې حماس او اسرائيل به جهګړه ختمولو ته رضا شی. ايران او اسرائيل کښې په دوئمه ورځ هم خلکو د جنګ بندۍ په خوشحالی کښې جشن نمانځلي دے. ايران سيکيورټی اهلکارو د موساد لپاره جاسوسي کونکې شکمن کسانو خلاف عملیات سيوا کړيدی او په درځنونو نور کسان ئې نيولی دی چې پکښې افغانان هم شامل دی. د ايران رسنیو ترمخه د اسرائيل لپاره جاسوسي کونکې څلور کسان پهانسي کړي شويدی بلخوا د ايران پارلېمنټ د متحده قامونو د جوهری توانائۍ د نړیوالې ادارے سره هر قسم مرستې د ختمولو منظوري ورکړيده.

Related Articles

افغان طالبان حکومت لوري جوړ شوي د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي چې یوازې په یوه ورځ کې له بېلابېلو لارو ۵۸۱ کورنۍ ثبت، ۶۶۰ کورنۍ لېږد، او له ۵۷۲ کورنیو سره مالي مرسته شوې ده

December 7, 2025

امریکا لوري افغان طالبانو سره مرستې: سیګار څرګندوي چې طالبانو د نغدو مرستو پروګرامونه په نښه کړي، له مستحقینو څخه مالیه اخیستل شوې او مرستندویه ادارو ته اداري فشارونه زیات شوي دي

December 7, 2025

د مردان عبدالولي خان پوهنتون او ملګری ملتونو په مرسته د ډیجیټل تشدد په نوم سیمینار راجوړ کړي شوی وو ، په سیمینار کې زیات شمیر کې پوهانواو ځوانانو او زده کوونکو ګډون وکړو

December 7, 2025

هندي چارواکي وایی دوی پلټنې پیل کړي دي چې معلومه کړې چې د اورلګیدنې اصلي لامل معلوم کړي

December 7, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *