تازه خبرونه

د پاکستان خارجه وزیراسحاق ډار په یو اې اي کې مهمې لیدنې کړي

اسحاق ډار هیله څرګنده کړې چې د پاکستان او متحد عرب اماراتو د وزیرانو ګډ کمسیون دولسمه غونډه به د پاکستان او متحده عرب اماراتو ترمیځ دوه اړخیزه همکاري او اداري اړیکي نورې هم پیاوړې کړي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ایکس پانړې د معلوماتو ترمخه د بهرنیو چارو وزیر او د پاکستان مرستیال وزیراعظم، سنېټر محمد اسحاق ډار، د پاکستاني پلاوي د تیارۍ ناستې مشري وکړه

اسحاق ډار په یو اې اي کې په مهمو غونډو کې شرکت کړې، پوهان وایی چې دې سره به د پاکستان یواې اي سره سیاسي او اقتصادي اړیکې نورې هم پیاوړې شي

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په یوه مهمه دوره متحده عرب اماراتو په سفر تللې دې.

نوموړي په خيل ایکس پانړ لیکلي چې هغوی د خپل ورور شیخ عبدالله بن زید سره یوه مهمه لیدنه کړې ده او په دې لیدنه کې ی پاکستان او پاکستاني قوم لپاره مهمې لاس ته راوړنې کړي دي.

نوموړي وایی چې هغوی د پاکستان او متحده عرب اماراتو ترمنځ د ډیپلوماتیکو او رسمي پاسپورټ لرونکو لپاره د ویزې د متقابل معافیت تړون لاسلیک کړو. دا مهم ګام تېره ورځ د شپې ناوخته د پاکستان او عرب اماراتو د وزیرانو د ګډ کمیشن وزیرانو په دولسمه غونده کې په ابوظهبۍ کې ترسره شو.

نوموړي لیکي چې دا مهم پرمختګ زمونږ او د متحده عرب اماراتو ترمینځ ګډې ژمنتیا څرګنده وي او دې سره به د پاکستان او اماراتو ترمنځ د ورورولۍ اړیکې لا پیاوړې کړو او په ټولو برخو کې اداري همکارۍ ته وده ورکړو ۔

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ایکس پانړې د معلوماتو ترمخه د بهرنیو چارو وزیر او د پاکستان مرستیال وزیراعظم، سنېټر محمد اسحاق ډار، د پاکستاني پلاوي د تیارۍ ناستې مشري وکړه چې د ۲۰۲۵ کال د جون په ۲۴مه نېټه په ابوظبۍ کې د پاکستان او متحده عرب اماراتو د وزیرانو د ګډ کمیسیون د غونډې وړاندې ترسره شوه.

په دې مهمه غونډه کې بشپړه ایجنډه وڅیړل شوه او د دواړو هیوادونو ترمینځ د بیلا بیلو پرمختګ په اړه خبرې وشوې. په دې مهمو بحثونه په هغو مهمو برخو متمرکز وو چې پکې سوداګري، پانګونه، انرژي، مخابرات، او په اماراتو کې د پاکستاني کارکوونکو لپاره د کار موقعې شاملې وې.

مرستیال وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر د مختلفو وزارتونو او ادارو د فعال ګډون ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چې خبرې باید عملي پایلو ته ورسول شي. هغه دا هیله څرګنده کړه چې د پاکستان او متحد عرب اماراتو د وزیرانو ګډ کمسیون دولسمه غونډه به د پاکستان او متحده عرب اماراتو ترمیځ دوه اړخیزه همکاري او اداري اړیکي نورې هم پیاوړې کړي.

په دې مهمه غو نډه کې د پاکستان مهموو ادارو مشران ایس اې پي ایم طارق باجوه، د اقتصادي چارو وزارت ځانګړې سیکرټري ، په اماراتو کې د پاکستان سفیر، د تجارت، کورنیو چارو وزارت، بهرني هوادونو کې میشتو پاکستانیانو ادارې نماینده، آي ټي، ایس ،آیی ایف سي او د خوراک سیکوریټي وزارت او د بهرنیو چارو وزیرات ایډیشنل مرستیالانو ګډون وکړو.

دلته ددې خبر باید یادونه وشې چې سیاسي او اقتصادي کارپوهان وایی چې د پاکستان وزیر خارجه او مرستیال وزیراعظم اسحاق ډار په متحده عرب اماراتو کې د وزیرانو د ګډ کمیسیون په غونډه کې ګډون به د پاکستان او یو اې ای په اړیکو ښه اغیزه وکړي.

پوهان وایی چې ددې غونډې به د هیواد په اقتصاد ډیر ښه اثر وشي ځکه د پاکستان او یو اې اي ترمینځ به دوه اړخیز تجارت وده وکړي چې دا ښایی چې د پاکستان اقتصاد په وده وکړي او د دواړو هیوادونو ترمینځ به سیاسي او اقتصادی اړیکې نورې هم پیاوړې شي

Related Articles

د افغان پروپاګنډا سوشل میډیا پاڼو باندې داسې جعلي خبر خپور شوې وو چې پکې ادعاوی شوې وه چې یو پوځي په غزی کې له منځه تللې خو دا دروغ ثابت شو

January 28, 2026

د افغانستان ډیپلوماتیک مامورنیو د شورای په یو بیان کې ویلي دي چې د طالبانو دا نوې قانون له بشري حقونو څخه ښکار سرغړونه ده

January 28, 2026

د قطر هیواد له لوري د پاکستان طب په میدان کې کارکوونکو کسانو لپاره د قطر هیواد د نوې پالیسۍ له مخې، د سي پی ایس پي فېلوشېپونه د قطر د طبي لایسنس سیسټم کې لوړې او غوره کټګورۍ ته منتقل شوي دي

January 28, 2026

دفاع وزیر خواجه آصف هم په خبري غونډه کې ویلي دي چې وفاق په وادي تیراه کې د پوځي اپریشن په اړه کومه اعلامیه نه ده خپره کړې

January 28, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *