تازه خبرونه

په قطر کې د امریکا په هوایی اډو توغندیز برید، وزیراعظم شهباز شریف به دې اړه اندیښنه څرګنده کړې

د قطر او سعودعربستان سفیرانو له پاکستان څخه ځانګړې مننه کړې چې وزیراعظم شهباز شریف ورسره په سیمه کې د روان وضعیت او کړکیچ په اړه د ژورې اندیښنې څرګندونه وکړه
وزیراعظم د قطر له حکومت او ولس سره د يووالي څرګندونه وکړه او په سيمه کې د تاوتريخوالي د کمولو او د سولې د بيا رامنځته کولو پر اړتيا ټينګار وکړو

په ټیلیفوني خبرو کې وزیراعظم شهباز شریف د سيمې د ثبات لپاره د ګډو هڅو پر اړتيا ټينګار وکړو

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په قطر کې د امريکايي پوځې اډې باندې د ايران د ميزايل حملې د راپورونو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

نوموړي په پاکستان کې د قطر سفير علي مبارک الخاطر سره ټليفوني اړيکه و نیوله. وزیراعظم په دې ټليفوني خبرو کې په قطر کې د امريکايي پوځې اډې باندې د ايران د ميزايل حملې د راپورونو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

وزیراعظم د قطر له حکومت او ولس سره د يووالي څرګندونه وکړه او په سيمه کې د تاوتريخوالي د کمولو او د سولې د بيا رامنځته کولو پر اړتيا ټينګار وکړو.

د قطر سفير د پاکستان لوری سمدستي تماس نيولو او د يووالي څرګندولو له امله له وزیراعظم څخه ځانګړې مننه وکړه او د پاکستان ستاینه ی وکړه.

په داسې وخت کې چې په قطر کې د امریکا په اډو توغندیز برید ترسره شو د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د سعودي عرب سفير نواف المالکي سره هم ټليفوني اړيکه ونیول او په قطر کې د امريکايي پوځې اډې باندې د ايران د ميزايل بريد د راپورونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

په ټیلیفوني خبرو کې وزیراعظم د سيمې د ثبات لپاره د ګډو هڅو پر اړتيا ټينګار وکړ او ويې ويل چې پاکستان به له سعودي عرب سره يو ځای په منځني ختيځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي .

د سعودي سفير په سیمه کې د اندېښنې له څرګندولو څخه د وزیراعظم شهباز شریف څخه مننه وکړه او ويې ويل چې پاکستان او سعودي عرب بايد په ګډه د سيمې د سولې لپاره کار ته دوام ورکړي .

دلته ددې خبرې هم باید یادونه وشي چې پاکستان په نړۍ کې په هر پلیټ فارم په ایران باندې د اسرایل او بیا په ایران باندې له امریکا لوري بریدونو په سختو ټکو کې غندلي دي، د پاکستان په ملګري ملتونو کې سفیر عاصم افتخار هم د ملګري ملتونو د سیکوریټي کونسل په غونډو کې د ایران اسرایل شخړې په سفارتي کچه د هوارولو غوښتنه وکړه او د ایران اسرایل شخړه ی د سیمې لپاره د لوی زیان لامل وګرځول.

ياده دې وي چې بیګا د شپې ايران د امريکايي بريد په غبرګون کې په قطر کې د امريکايي پوځې اډې باندې د ميزايلو بريد وکړه. د ايران دولتي تلويزيون تاييد کړې چې ايراني ميزايلونو د قطر د العديد پوځې هوايي اډه په نښه کړې ده خو بیا د قطر هیواد په یو بیان کې ویلي وو چې ټول توغندي ی په بریالیتوب راغورځولې دي او کوم زیان ی نه دې رسولې

Related Articles

کارپوهان پاکستان ته سپارښتنه کوي چې د ملي ثبات لپاره شخصي سیاست پر ځای ګډه حکومتولي، د قانون حاکمیت، او پالیسي ته لومړیتوب ورکړي

February 25, 2026

په هند کې دوه ټیټ ذات ښځې په ژوندۍ بڼه خاورو ته ښخ شوې خو د کلیوالو د هوښیارۍ له امله ژغورل شوې، چې د ذاتي توپیر او جنس پر بنسټ د خطرونو څرنګوالی ښکاره کوي

February 25, 2026

د تېرو شلو کلونو په اوږدو کې په پاکستان کې د طالبانو تر اغېز لاندې افراطي ډلو له خوا د جوماتونو پر وړاندې مهم بریدونه په لاندې ډول دي

February 25, 2026

په خیبر ولسوالۍ کې د پاکستان–افغانستان سرحد نژدې درنې نښتې راپور شوې، چارواکو لا د ښکېلو خواوو په اړه معلومات نه دي ورکړي

February 25, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *