تازه خبرونه

ايران ۔ اسرائيل کشيدګي د وزيراعظم شهباز شريف مشرۍ کښې قامي سلامتيا کميټۍ اجلاس ،د مهموفيصلو امکان

په ايران حملې سيمه د عدم استحکام ښکار کړيده،که هند سندطاس معاهده نه مني نو جنګ له تيار يو،بلاول بهټو زرداري
د قامي سلامتيا کميټۍ هنګامي اجلاس،اهمې فيصلې

د مشرقي وسطي صورتحال او د پاکستان موقف

په داسې حال چې د ايران او اسرائيل ترمينځ تاؤتريخوالې کښې ورځ تر بله سيوا والي راځي او په ايران د امريکې حملو صورتحال بدل کړيدے په اسلام آباد کښې د وزيراعظم شهباز شريف مشرۍ کښې د قامي سلامتي کميټۍ اجلاس کيږي، اجلاس کښي عسکري قيادت او مهم وفاقي وزيران شرکت کوي ،اجلاس دوران به د مشرقي وسطي په موجوده صورتحال،د ايران او اسرائيل ترمينځ جنګ سيوا کيدو وروستو په پاکستان او سيمه د دې اثراتو جائزه اخستلي شي۔

اجلاس دوران د ملک امن و امان او سيمې د استحکام په حواله د مهمو فيصلو امکان دے بلخوا قامي اسمبلۍ اجلاس ته وينا په وخت د پيپلزپارټۍ چيئرمين بلاول بهټو زرداري د ايران په جوهري تنصيباتو د امريکې او اسرائيل د حملو مذمت کړې او وئيلي ئي دي چې اسرائيل د دروغو په بيانيه د ايران خلاف جارحيت شورو کړيدے، بلاول وائي چې ګاونډي ملک ايران په داسې وخت کښې يواځې پريښودل نه دي پکار که مونږ دوي لپاره آواز پورته نه کړو نو سبا اسرائيل په پاکستان او د منطقې په نورو ملکونو هم حملې کولي شي ۔

د پيپلزپارټۍ چيئرمين خبردارې ورکړيدے چې ايران اسرائيل جنګ کښې د امريکې شموليت به خطرناک نتائج ولري،د امريکې اولس هم د دې جنګ خلاف دي که فريقينو ترمينځ روغه جوړه ونه شوه نو جنګ نور هم تيزيدې شي او د دې اثراتو نه به د سيمې يو ملک هم پاتې نشي ، بلاول بهټو زرداري د پاکستان خلاف هندي جارحيت نه نړي وال ملکونه خبرساتلو په حواله د پاکستان سفارتي مشن کامياب ګرځولې دے او د امريکې بشمول د نورو ملکونو دورې او ملاقاتونو په حواله ئې ايوان ته تفصيلات په ډاګه کړيدي، بلاول زياته کړيده چې پاکستان د جنګ په حق کښې نه دې ولې د مودي رويه د سيمې امن خطره کښې اچولې ده په محاذ جنګ کاميابي ترلاسه کولو نه پس په سفارتي کچ هم هند ته شکست ملاؤ شوېدے او د نړۍ زياتره ملکونو د سيمي امن لپاره د پاکستان د موقف تائيد کړيدے ۔

Related Articles

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مشر وویل چې د عملیاتو “غضب‌الحق” په ترڅ کې طالبانو ته درنې تلفات اوښتي دي

February 28, 2026

اسرائیل د ایران پر ضد مخنیوییز برید پیل کړ او د ټول هېواد په کچه بیړنی حالت اعلان شو

February 28, 2026

امریکا او اسراییل په زیاتېدونکو تنشونو کې د ایران د ولسمشر مقام او مهمو سیمو پر ضد ګډ بریدونه وکړل

February 28, 2026

د پاکستان هوایي ځواک په کندهار کې دقیق برید ترسره کړ؛ وسله‌وال په نښه شول، سرحدي امنیت او د ملکي وګړو خونديتوب یقیني شو

February 28, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *