تازه خبرونه

افغان حکومت په ايران د امريکني بريدونو مذمت کړېدے،په منطقه بل جنګ مسلط کول نه دي پکار،اميرخان متقي

د ايران جوهري تنصيبات او حکومتي چارواکو باندې حملې د ايران د خپلواکۍ خلاف وزري ده،خطرناک نتائج به ئې رامخې ته شي،متقي
غزه او ايران باندې اسرائيلي حملې به خطرناک نتائج ولري،افغان خارجه وزير

د اولسونو تحفظ لپاره اسلامي نړۍ له متحده کيدل پکار دي،متقي

د ترکيه استنبول ښار کښې د اسلامي تعاون تنظيم د خارجه وزيرانو اجلاس ته وينا په مهال افغان خارجه وزير مولوي امير خان متقي د غزه نه پس په ايران د اسرائيل د حملو په سختو ټکو کښې غندنه کړيده،وئيلي ئي دي چې اسرائيلي حکومت د ظلمونو حدونه کراس کړيدي او د دوي دا اقدامات د منطقې امنيت ته لويه خطره پيدا کړيده ۔

امير خان متقي وينا ترمخه د ايران په جوهري تنصيباتو د اسرائيل او د امريکې حملې د ايران د خپلواکۍ او د علاقې د سلامتيا ښکاره خلاف ورزي ده ،بهرني هيوادونه په دې منطقه کښې د يو بل جنګ د شورو کولو منصوبه لري خو دا سيمه د بل جنګ نقصانات نشي برداشت کولے۔ افغان خارجه وزير د او آئي سي تنظيم په ممبرانو زور راوړېدے چې دا قسمه غونډې صرف مذمتي بيانونو لپاره منعقد کيدل نه دي پکار بلکه عملي اقدامات او مشترکه موقف خپلولو ضرورت دے ، متقي وائي چې د اسلامي ملکونو يو موټي کيدو کښې زمونږ د ټولو خير دے د اتفاق او اتحاد د لارې د اسلامي نړۍ وقار به خوندي وي او نړي وال فيصلو باندې به اثرات هم ولري ۔

خپل وينا په مهال مولوي امير خان متقي د افغانستان د صورتحال ذکر هم کړېدے وئيلي ئي دي چې د کلونو راهسې جاري جنګ او بهرملکي مداخلت ختميدو نه پس افغانستان د استحکام په لور روان شوېدے ټول هيواد کښې امن قائم دے او د بيا ودانۍ کارونه جاري دي، افغان خارجه وزير د افغانستان ټول منجمند اثاثې د بحالۍ مطالبه کړيده،او آئي سي تنظيم نه ئې مطالبه کړيده چې په دې حواله په امريکه فشار واچولي شي چې د افغانانو ماليتي اثاثې دوباره اسلامي امارت او افغانانو ته وسپاري ۔

دې نه مخکښې افغان کورنيو چارو وزارت هم په ايران د امريکې د حملو مذمتي بيان جاري کړي وو،بيان کښې وئيلي شويدي چې د ايران جوهري تنصيبات په نښه کولو سره به سيمه د عدم استحکام ښکار شي ټول فريقين دې د دې مسئلې سفارتي حل راوباسي

Related Articles

د عملیاتو “غضب للحق” تازه جګړه کې افغان طالبانو ته سخت جاني او مالي زیان رسېدلی؛ تر ۴ مارچ پورې ۴۸۱ جګړه ماران وژل شوي او سلګونه پوځي پوستې تباه شوي دي

March 5, 2026

غیر تصدیق شوي راپورونه وایي چې ځینې مشران د خپلو کورنیو سره خوندي سیمو ته تللي دي

March 5, 2026

مخکې د لوړې محکمې قاضي رچرډ اسپیرمین په هتک عزت دوسیه کې د بریګیډیر (ر) راشد نصیر په حق کې فیصله کړې وه

March 5, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *