تازه خبرونه

په صوابۍ کې د شکر ناروغه ماشومانو لپاره د وړیا درملنې مرکز پرانستل شو

د “چینجینګ ډایبېټیز اِن چلډرن” (CDiC) مرکز پرانیستل شو، په پاکستان کې له ۸۰ زرو څخه زیات ماشومان د ټایپ ون ډایبېټیز ښکار دي

1 min read

شميرې ښایې پاکستان اوس د نړۍ له هغو درېو هېوادونو څخه یو دی چې پکې د شکر ناروغانو شمېر تر ټولو زیات دی. په بالغانو کې د دی ناروغۍ کچه شاوخوا ۲۶٪ د ۲۰ نه تر ۷۹ کلونو عمر پوری راوړاندې کیږی د ټایپ ۱ شکر ناروغي شاوخوا ۸۰ زره ثبت شوي ماشومان دی د دي ناروغۍ په اړه ځانګړې پوهاوی کم دی او د عامی روغتیا په مرکزونو کې انسولین او ګلوکوز معاینې وسایلو ته محدود لاسرسی او ناپېژندل دی د "چینجینګ ډایبېټیز اِن چلډرن (CDiC)" په څېر پروژې اوس په شاوخوا ۲۷ ښارونو کې ماشومانو ته وړیا انسولین، درملنه او پوهاوی برابروي او په دغو ښارونو کی صوابۍ، کراچۍاو لاهور شامل دی

دا مرکز د "چینجینګ ډایبېټیز اِن چلډرن" پروګرام لاندې په پاکستان کې ۲۷م مرکز دی، چې هدف یې ماشومانو ته د شکر ناروغۍ په وړاندې د درملنې او مؤثرې پوهاوي ورکول دي

June 22, 2025

د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کې د ټایپ ون شکر ناروغۍ (ډایبېټیز) سره مخ ماشومانو لپاره د وړیا درملنې یو مهم مرکز پرانیستل شو. دا مرکز د صوابۍ په تحصیل هیډکوارټر روغتون (کوچنی لاھور) کې جوړ شوی دی او “چینجینګ ډایبېټیز اِن چلډرن” (CDiC) تر سرلیک لاندې ماشومان ته وړیا انسولین، طبي معاينه او د ناروغۍ په اړه پوهاوی ورکوي.

د پرانیستغونډې خاص مېلمانه د صنعت او تجارت صوبایي وزیر عبدالکریم تورډھیر او د خیبرپښتونخوا د اسمبلۍ پخوانۍ مرستیاله ډاکټره مهرتاج روغاني وو. دغه شان د بورډ آف ګورنرز مشر، غړي، د بخشي خان میډیکل کمپلیکس (BKMU) اداره، او د شریکو ادارو استازي هم په دغه موقع موجود وو.

طبی پوهانو وایی په پاکستان کې د شکر ناروغانو شمېر تر ۴ کروړه اوښتی دی، چې له دې ګروپ څخه شاوخوا ۸۰ زره ماشومان د ټایپ ون ډایبېټیز ښکار دي. او د دوی په وینا، د دې ناروغانو اصلي شمېر ښايي تر دې ډېر وي، ځکه چې د پوهاوي او تشخیص د نشتوالي له امله ډېر ماشومان نه ثبتېږي. دوی پر والدینو ټینګار وکړ چې له شرم یا وېرې پرته خپل ماشومان مرکز ته راولي، تر څو هغوی ته وړیا او په وخت درملنه ورکړل شي

Related Articles

سرچینې وایی د پاکستان دریځ چې افغان طالبان دې د تحریک طالبان پاکستان په ضد اقدم وکړي، افغان طالبان دا نه مني او نه تحریري ژمنه کوي

October 28, 2025

شهباز شریف د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده سره د پاکستان او سعودي عربستان اړیکې پیاوړې کولو او په یو شمیر مهمو موضوعاتو خبرې کړي

October 28, 2025

د وسله وال افغان کمانډر تړاو کالعدم تحریک طالبان پاکستان سره وو او په باجوړ کې د عملیاتو وروسته له منځه وړل شوې وو

October 28, 2025

په دې ورځ د هند حکومت په جمو کشمیر کې په لکونو پوخیان په غیرقانوني ډول راداخل کړل او جنت په څیر کشمیر ی په ناحقه قبضه کړو

October 27, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *