تازه خبرونه

استنبول کښې د پاکستان او افغان خارجه وزيرانواهم ملاقات،دوه اړخيزه اړيکو،پولوسيکيورټۍ او سيمې په صورتحال خبرې شويدي

اسحاق ډار۔ امير خان متقي په ايران د اسرائيل او امريکې حملو باندې تشويش اظهار کړې،منطقې استحکام لپاره رابطې جاري ساتلو باندې اتفاق

1 min read

ايران ۔ اسرائيل جهګړه او د پاکستان او افغانستان خارجه وزيرانو ملاقات

اسحاق ډار او اميرخان متقي رابطې جاري ساتلو باندې متفق

June 22, 2025

خارجه وزير اسحاق ډار په ايکس پاڼه ورکړي شوي بيان کښې وئيلي دي چې استنبول کښې د او آئي سي د وزيرانو اجلاس په سائيډ لائن ئې افغان هم منصب امير خان متقي سره ليده کاته کړيدي ۔ اسحاق ډار وائي چې ملاقات په مهال ئې افغان خارجه وزير سره اپريل مياشت کښې زما د کابل دورې وروستو دواړو هيوادونو اړيکو د پرمختګ او په خصوصي توګه د پاکستان او افغانستان ترمينځ تجارت، ټرانزټ ټريډ او سياسي تعلقات نور هم مضبوطولو په معاملو خبرې کړيدي ۔

خپل بيان کښې اسحاق ډار زياته کړيده چې بيجنګ کښې تيره مياشت د درې واړو ملکونو سه فريقي مذاکراتو دوران شوي فيصلو او سي پيک منصوبې افغانستان پورې غزولو معاهدې د پرمختګ جائزه هم دې ملاقات کښې اخستې شويده ۔ سرچينو ترمخه دواړو مشرانو د ايران په جوهري تنصيباتو د اسرائيل او د امريکې د حملو وروستو پيدا شوي صورتحال باندي هم تفصيلي خبرې کړيدي،په دې حملو د افسوس اظهار شوېدے او سيمه کښې بدليدونکي صورتحال په تناظر کښې د دواړو ملکونو ترمينځ رابطې او ملاقاتونو سلسله جاري ساتلو باندې هم اتفاق شوېدے ۔

ملاقات دوران د افغان کډوالو واپسي او پاکستان کښې د افغان تاجرانو او ټرانسپورټرانو مسائل او د دې حل په معاملو هم دواړو خارجه وزيرانو ترمينځ د خيالاتو بدلون شوېدے ، اسحاق ډار او امير خان متقي کابل کښې د پاکستان،افغانستان او چين خارجه وزيرانو راتلونکي ميټنګ په حواله هم معلومات د يوبل سره شريک کړل او د سفارتي اړيکو د پرمختګ لپاره ګامونه پورته کولو باندي ئې اتفاق کړېدے ، د دواړو خارجه وزيرانو ترمينځ ملاقات په داسې مهال کيږي چې ګاونډي ملک ايران باندې د اسرائيل نه پس امريکې هم حملې شورو کړيدي چې لوجې ئې د سيمې نورو ملکونو بشمول د ګاونډي هيوادونو په حيث افغانستان او پاکستان هم د تشويش اظهار لري ، سفارتي سرچينو ترمخه د ايران او اسرائيل جهګړه سيوا کيدو او دې جنګ کښې د امريکې باضابطه شموليت لوجې پاکستان او افغانستان متاثره کيدو امکانات زيات دي هم دغه وجه ده چې دواړه هيوادونه د اسرائيل او ايران تاؤ تريخوالې د مذاکراتو د لارې هوارولو او د دې مسئلې سفارتي حل راويستو باندې زور راوړي ۔ د سيمې موجوده صورتحال په رڼا کښې د دواړو ملکونو د خارجه وزيرانو د استنبول دا ملاقات هم دير مهم وو

Related Articles

جلال اباد کې د افغان سوداګرو یوه غونډه ترسره شوې ،سوداګرو ویلي دي هره ورځ د سرحد تړلو له امله په ملیونونه ډالره زیان رسیږي

December 7, 2025

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د هند وروستي تورونه د حقیقت پر ځای د اوږدمهاله دروغجنو کمپاینونو برخه ده

December 7, 2025

د لنډي کوتل پولیس تاڼې د معلوماتو ترمخه یوې ځایی ښځې د لنډي کوتل ډي آر سي ښځینه مرکز ته غوښتنلیک جمع کړې وو چې هغې له دې د خپل خاوند د وژنې په بدل کې د دیت روپۍ ورکړل شي

December 7, 2025

افغان طالبان حکومت لوري جوړ شوي د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي چې یوازې په یوه ورځ کې له بېلابېلو لارو ۵۸۱ کورنۍ ثبت، ۶۶۰ کورنۍ لېږد، او له ۵۷۲ کورنیو سره مالي مرسته شوې ده

December 7, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *