دخارجه دفتر ترجمان شفقت علي خان لخوا جاري شوي بيان ترمخه پاکستان د اسلامي جمهوريه ايران په جوهري تنصيباتو د امريکني حملو غندنه کوي،دا حملې د اسرائيل د جارحيت تسلسل دے پاکستان په دې سخت تشويش لري ۔ بيان کښې وئيلي شويدي چې په ايران حملې
د نړي وال قوانينو د ټولو اصولو خلاف وزري ده ايران ته د متحده قامونو د چارټر مطابق د خپل دفاع حق ترلاسه دے ۔ بيان کښې زياته کړي شويده چې د ايران خلاف روان جارحيت لوجې منطقه کښې کشيدګي او تشدد کښې غير معمولي اضافه راتلې شي د دې به د سيمې او نړۍ په ملکونو بد اثرات پريوځي ۔ خارجه دفتر ترجمان ايران ۔ اسرائيل جهګړه کښې د عام وګړو د ځان او مال تحفظ يقيني کول ضروري ګرځولي دي او په فريقينو ئې زور راوړېدے چې د نړي وال قانون او په خصوصي توګه د بشري قانون پابندي دې وکړي او دا منطقه د بحران نه ويستو لپاره دې د ايران ۔ اسرائيل جهګړې سفارتي حل راويستلو لپاره فوري اقدامات پورته کړي