پاکستان حکومت هند سره روانه شخړه او جنګ بندۍ کښې د صدر ټرمپ د موثره او فوري سفارتي مداخلت اعتراف کړې او د هغه نوم ئې د نوبل انعام لپاره نامزد کولو سفارش کړېدے ۔ حکومت لخوا جاري شوي اعلاميه کښې وئيلي شويدي چې نړي والې ورورلۍ بغير د څه اشتعال د پاکستان خلاف د هند د جارحيت مشاهده کړيده،د هند دغه جارحيت د پاکستان د خودمختارۍ او سالميت خلاف ورزي وه او د هندوستان حملو لوجې بے ګناه زنانه او ماشومان شهيد شوي وو۔ بيان ترمخه پاکستان د خپل دفاع لپاره بنيان مرصوص آپريشن کړې وودا د پاکستان مضبوط او صحيح جواب وو۔
اعلاميه کښې وئيلي شويدي چې امريکني صدر ډونلډ ټرمپ په دې نازک صورتحال کښې د پاکستان او هند سره سفارتي رابطې قائم کړې وې او د هغه د کوششونو په رڼا کښې د دواړو ملکونو ترمينځ جنګ بندي شوي وه او جنوبي ايشيا د لوئي تصادم نه بچ شوي وه ۔ پاکستان حکومت د ډونلډ ټرمپ دغه اقدام د امن او مذاکراتو په ذريعه شخړي حل کولو لپاره د هغه د موثره او ګټه ور سفارتکارۍ ثبوت ګرځولي او وئيلي ئي دې چې امريکني صدر د جمو وکشمير مسئلې حل کښې د ثالثې کردار ادا کولو وړانديز کړيدے پاکستان د دې هرکلې کوي او د سيمې د امن او استحکام لپاره د کشمير د مسئلې پائيدار حل لازمي ګني ۔ پاکستاني حکومت طمع څرګند کړيده چې صدر ټرمپ به غزه جهګړه، ايران او اسرائيل تاؤ تريخوالې او مشرقي وسطې کښې جاري نور بحرانونه حل کولو کښې د مخلصانه کوششونو د لارې هم مثبت کردار ادا کول جاري ساتي ،د دې کوششونو په رڼا کښې پاکستان د کال 2026 نوبل امن ايوارډ لپاره د ډونلډټرمپ نوم د تجويز کولوفيصله کړي ده ۔ دې نه مخکښې نيوجرسي کښې ميډيا سره خبرو کښې صدر ډونلډ ټرمپ وئيلي وو چې د پاکستان او هند جهګړه بندولو لوجې نوبل انعام ماته ملاويدل پکار دي ۔ د ټرمپ وينا وه چې روانډا،کانګو،کوسوؤ او سربيا کښې امن بحالۍ باندې هم د نوبل انعام حقدار يم خو دغه انعامونه صرف لبرلز ته ملاويږي دا کسان ما له نوبل انعام نه راکوي ۔