...

د زوال ښکار پاکستان هاکې ټيم کم بيک کارکردګي،نيشنز هاکي ټورنمنټ فائنل مرحلې ته رسيدو کښې بريالي شوے

د هاکۍ په ميدان راج کونکي او ګڼ شمير ټورنمنټونه ګټونکې پاکستاني ټيم د زوال څه وجوهات؟ د ټيم لوبغاړو او آفيشلز ګيلې
پاکستان هاکۍ ټيم د فتوحاتو او زوال داستان

د فنډز نشتوالي، پاکستان هاکې ټيم د زوال ښکار

د ملائشيا په کوالا لمپور ښار کښې د انټرنيشنل هاکي فيډريشن سوري لاندې نيشنز هاکي کپ ټورنمنټ کښې د پاکستان هاکې ټيم غوره کارکردګي فائنل مرحلې ته ئې کواليفائي کړي وه ۔ ډير وخت پس د پاکستان هاکې ټيم لوبغاړو د قوم او د هاکې مينه والو د خواهشاتو مطابق په يو نړي وال ټورنمنټ کښې ښه ميچونه کړيدي او په سيمي فائنل کښې ئې د پينلټي شوټ په ذريعه خپل مخالف حريف فرانس له د دري په مقابله کښې دوه ګولونو سره شکست ورکړي وو۔ په دې اهمې کاميابۍ صدر مملکت آصف علي زرداري او وزيراعظم شهباز شريف ټول ټيم له مبارکي ورکړيده او راتلونکې کښې د نورو کاميابو په حواله لوبغاړو لپاره ئې د نيک خواهشاتو اظهار کړيدے ۔

د پاکستان هاکي ټيم د کاميابو داستان:
هاکي چې د پاکستان قامي لوبه ده، ډيره موده راهسې په دې لوبه د پاکستان راج وو او د نړۍ مضبوط ټيمونو به هم په آسانه پاکستان له ماتې نه شوه ورکولے۔ کال نولس سوه شپيتم نه مختلف نړي وال ټورنمنټونو کښې د پاکستان د فتوحاتو سلسله شورو شوي وه،دې دوران پاکستاني ټيم څلور ځله ورلډکپ ټائيټل ګټلې وو، درې اولمپک ګيمونو کښې ئې د سرو زرو تمغه ګټلې وه،ايشين هاکې چيمپئنز ټرافي پاکستان درې ځله په خپل نوم کړي وه،درې ځله پاکستاني ټيم چيمپئنز ټرافي ګټلې وه،ازلان شاه هاکي کپ ئې هم درې ځله ګټلې وو،قامي ټيم
د غوره کارکردګۍ لوجې درې ځلې ايشيا کپ خپل ملک لپاره ګټلې وو او ايشائي لوبو کښې اته ځلې ګولډ ميډلز ترلاسه کړي وو۔

د پاکستاني ټيم زوال او وجوهات:
کال نولس سوه څلور نوي نه راپديخوا د پاکستان هاکې ټيم د زوال آغاز شوېدےدې دوران پاکستان هيڅ يو ټورنمنټ کښې د ښه کارکردګۍ مظاهره نه ده کړے ۔ د پاکستان هاکي فيډريشن چارواکو وئيلي دي چې د حکومت د بے غورې او لوبغاړو ته فنډز نه ملاويدو په وجه د لوبغاړو کارکردګۍ باندې بد اثر پريوتې دے۔ د هاکي فيډريشن جنرل سيکرټري رانا مجاهد وائي چې د هاکۍ د مستقبل لپاره هر کال پنځوس کروړ روپو فنډز پکار وي خو حکومت ډير کم بجټ مختص کوي ۔ د لوبغاړو او آفيشلز په سليکشن کښې د ميرټ خيال نه ساتل هم د دې لوبې د زوال اهمه وجه ده ۔ د پاکستان ټيم کپتان عماد شکيل هم ګيله کړيده چې حکومت مونږ له هغه شان سپورټ نه راکوي کوم سپورټ چې د کرکټ لوبغاړو ته ورکولې شي ۔ ملائشيا ته تلې پاکستاني ټيم لوبغاړو ته ډيلي الاؤنس او نور مراعات نه ملاويدو انکشاف هم شوېدے د دې کوتاهو او غلطيانو لوجې د پاکستاني ټيم کارکردګې دومره حده پورې خرابه شويده چې د نړۍ ټاپ ټيم په فهرست کښې شامل پاکستاني ټيم اوس په نړي وال رينکنګ کښې په ديارلسم نمبر دے ۔

Related Articles

په بلوچستان کې چارواکو د ښځینه ځانمرګي برید پلان شنډ کړ، چې د بی ايل اي د استحصال او د نجونو په هدف د افراطي جذب څرګندوي

March 19, 2026

د طالبانو مشر د اختر لمونځ پر مهال زړور څرګندونې وکړې، پاکستان د امنیتي اندېښنو له امله د عملیاتو لنډمهاله وقفه اعلان کړه

March 19, 2026

د بلوچستان په برخه کې د فرزانه زهري د جبري ورکیدو ادعاوې اندېښنې راپورته کړي، په داسې حال کې چې د احتمالي ناوړه معلوماتو د کمپاینونو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی

March 19, 2026

د پاکستان ضد حسابونه د تولسي ګبارډ خبرې غټوي، د توغندیو پروګرام ناسم ښيي او په نړیواله کچه غلط تصورونه خپروي

March 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Seraphinite AcceleratorOptimized by Seraphinite Accelerator
Turns on site high speed to be attractive for people and search engines.