تازه خبرونه

دصحافت په مېدان کې یو پیاوړی غږ غلې کړې شو: وینا وال

خلیل جبران افریدي تېر کال د جون په ۱۷مه د خپل کلي سره نزدې د شپې نامعلومو وسله والو له لوري شهید کړې شو

1 min read

خلیل افریدي د خبریال تر څنګ یو غوره ټولنیز خدمتګار هم وو نوموړی د خیبر نیوز رپورټر و او له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې یې د صحافت په مېدان کې خپله ذمه واري پوره کوله. باید ېادونه وشي چې خلیل جبران تېر کال په ١٧ جون د خپل کور سره په ډزو شهېد کړې شو او په جون ١٨ د خپل کلي په ادېره کې خاورو ته وسپارلې شو

د قبایلي صحافیانو د یونین ټی یو جې ، پخواني مشر قاضي فضل الله غوښتنه وکړه چې د شهد خلیل افریدي د قتل په اړه دې عدالتي پلټنه (جوډېشل انکوایري) وشي او د نوموړي د وژنې دې رېښتونې پلټنې وشي

June 20, 2025

د د لنډي کوتل تحصیل یو تکړه خبریال، د خیبر نیوز رپورټر او د لنډي کوتل پریس کلب پخوانی صدر خلیل جبران افریدي د شهادت لومړۍ تلېن د لنډي کوتل تحصېل په جرګه هال کې د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شو.

خلیل جبران افریدي تېر کال د جون په ۱۷مه د خپل کلي سلطان خېل سره د شپې هغه مهال نامعلومو وسله والو شهید کړ، کله چې نوموړی له یوې حجرې نه خپل کور ته روان وو .

د تلېن په غونډه کې ی ځایی مشرانو، خبریالانو، د سیاسي او خیرښیګړې تنظیمونو مشرانو ویناګانې وکړې.

د غونډې تابیا د شهید خلیل افریدي فاونډېشن مشر حاجي اقبال افریدي، ایمل خان افریدي او د فاونډېشن نورو غړو کړې وه.

ملک دریا خان افریدي، د جماعتۍ اسلامي مشر مراد حسین افریدي د لنډېکوتل پرېس کلب صدر شاه رحمان شېنواري ، صحافي او د قبایلي صحافیانو د یونین پخوانې مشر قاضي فضل الله، تحصېل چیرمېن شاه خالد شېنواري ، داستاذانو یونېن مشر حاجي غفار شېنواري ، د کسټم ایجنټ یونین مشر مجیب شینواری، د تحریک انصاف مشر عبدالرازق شینواری، او نورو مشرانو ویناګانې وکړې.

مشرانو وویل چې خلیل افریدي یوازې یو خبریال نه وو بلکې یو ښوونکی، غوره ټولنیز فعال او د ګډ فکر او شعور خاوند یو ستر انسان وو۔

ویناوالو وویل چې خلیل افریدي د صحافت په مېدان کې یو پیاوړی غږ وو، او د سولې، خوشحالۍ او پرمختګ لپاره به ی کار کولو، هغوېې اووېل دشهېد دا مشن او مبارزه به جاري وي

هغوی غوښتنه وکړه چې د خلیل افریدي د قتل په اړه دې عدالتي پلټنه (جوډېشل انکوایري) وشي او د نوموړي د وژنې رېښتونې پلټنې وشي.

هغوی له صوبایي حکومت او اړوندو ادارو غوښتنه وکړه چې خلیل افریدي ته دې د شهید پکېج اعلان شي او د نوموړي له بچو اوخاندان سره دې پوره مرسته وشي.

دلته دا هم یادونه اړینه ده چې خلیل افریدي د خبریال تر څنګ یو غوره ټولنیز خدمتګار هم وو.

نوموړی د خیبر نیوز رپورټر و او له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې یې د صحافت په مېدان کې خپله ذمه واري پوره کوله۔

هغه د جون پر ۱۷مه، د اختر په دویمه ورځ شپې د خپل کلي ترڅنګ نامعلومو وسله والو شهید کړو۔

د قبایلي صحافیانو د معلوماتو ترمخه د کال ۲۰۰۱ نه ترواسه پورې ۱۸ قبایلي خبریالان شهیدان کړې شوي دي .

د بیلا بیلو میډیا تنظمیونو د رپورټونو ترمخه تراوسه پور په پاکستان کې ۷۱ یواویا خبریالان قتل کړې شوي. ددې تنظیمونو د معلوماتو ترمخه په وژل شوو خبریالانو کې ۴۷ اووه څلویښت خبریالانو د خپل آزاد رپورټنګ کولو په پایله کې هدف شوي او وژل شوي دي.

د قبایلي سیمو خبریالانو د یونین پخواني مشر قاضي فضل الله په خپله وینا کې اوویل چې قبایلي صحافیان د ډیرو سختو حالاتو سره مخ دي او دوی آزاد صحافت په ډیره سختې ترسره کوی ځکه ددوی ژوند ته ډیر خطر دې.

نوموړي غوښتنه وکړه چې د شهید خلیل جبران اپریدي د قتل دې ریښتونې پلټنې وشي او د شهید کور واله سره دې په بشپړه توګه مالي مرستې وشي

Related Articles

د مردان عبدالولي خان پوهنتون او ملګری ملتونو په مرسته د ډیجیټل تشدد په نوم سیمینار راجوړ کړي شوی وو ، په سیمینار کې زیات شمیر کې پوهانواو ځوانانو او زده کوونکو ګډون وکړو

December 7, 2025

هندي چارواکي وایی دوی پلټنې پیل کړي دي چې معلومه کړې چې د اورلګیدنې اصلي لامل معلوم کړي

December 7, 2025

تورخم کې د ماشومانو نیول: د سرچینو ترمخه داسې ماشومان جرایم پیشه ګروپونه او ترهګر دخپلو ناوړه مقصدونو لپاره کاروي، ځایی اولس د لنډي کوتل پولیسو لوري ماشومان په خپل حفاظت کې اخستل ستایلي

December 7, 2025

شهزاد اکبر او عادل راجا دواړو ویلي چې د دوی واپس غوښتل سیاسي غچ اخیستنه ده، ځکه دوی د پوځ د زیاتېدونکي نفوذ په اړه نیوکې کوي

December 6, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *