...

د پاکستان پوځ مشر او فیلډ مارشل جنرل عاصم منیر په امریکا کې د پاکستان دریځ امریکایی پوهانو شنونکو او تګلارې جوړونکو ته په روښانه توګه ور په ګوته کړې

پاکستان د نړیوالې ترهګرۍ ضد جګړې په لومړۍ کرښه کې ولاړ پاتې شوی او په دې لاره کې یې ستره انساني او اقتصادي قربانۍ ورکړي دي: فیلډ مارشل جنرل عاصم منیر
جنرل عاصم منیر ویلي چې د پاکستان او امریکا دواړه هېوادونه کولای شي د متقابل درناوي، ګډو ستراتیژیکو ګټو، او اقتصادي یووالي پر بنسټ یو څو اړخیزه، پراخ او ژور مشارکت جوړ کړي

جنرال او فیلډ مارشل جنرل عاصم منیر په امریکا کې د ترهګرۍ او سیمه ایز امنیت په اړه د پاکستان قرباني امریکایی پوهانو او د میډیا نمایندګانو ته ورپه ګوته کړې ده

د پاکستان پوځ مشراو فیلډ مارشل سید عاصم منیر، د امریکا رسمي سفر پر مهال د واشنګټن ډي سي په ښار کې له مخکښو امریکايي پوهانو، شنونکو، تګلاري جوړونکو، او د نړیوالو رسنیو له استازو سره ژوره او د پاکستان دریځ په اړه یوه مهمه لیدنه کړې ده.

دا لیدنه ، چې د امریکا له مخکښو ستراتیژیکو فکر جوړونکو او ادارو سره وشوه، پاکستان ته ی دا موقع ورکړه چې پر مهمو سیمه‌ییزو او نړیوالو مسایلو باندې خپله اصولي دریځ روښانه کړي او د پاکستان د ستراتیژیک لید وضاحت وړاندې کړي .

د خپلو څرګندونو پر مهال، فیلډ مارشل عاصم منیر د سیمې په ثبات او سولې کې د پاکستان پر ژمنتیا ټینګار وکړ، او د قانون پر بنسټ د نړیوال نظم په جوړولو کې یې د پاکستان رغنده رول تشریح کړو. نوموړي د معرکهٔ حق، عملیات بنیان لمرصوص جزییات او شننه وړاندې کړه او د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان لیدلوری روښانه کړ. هغه وویل چې ځینې سیمه‌ییز لوبغاړي د ګډوډۍ د یوې وسیلې په توګه ترهګري تمویلوي او دوام ورکوي، چې دا د هایبرډ جنګ یوه بڼه ده. نوموړي زیاته کړه چې پاکستان د نړیوالې ترهګرۍ ضد جګړې په لومړۍ کرښه کې ولاړ پاتې شوی، او په دې لاره کې یې ستر انساني او اقتصادي قربانۍ ورکړي دي.

فیلډ مارشل عاصم منیر د پاکستان د نه کارېدلي پټ ظرفیت یادونه وکړه، په ځانګړې توګه هغوی د معلوماتي ټیکنالوژۍ، کرنې، او د کانونو او معدني زېرمو په برخو کې ی د پانګونې یادونه وکړه.

نوموړي نړیوالو شراکت‌دارانو ته بلنه ورکړه پورته بیان شوي سیکټر کې پاکستان ته د ګډو فرصتونو د را سپړلو ته راشي او ګډه سوکالي تأمین کړي.

پوځي مشر او فیلډ مارشل د پاکستان د سیمه‌ییزو او نړیوالو شخړو په وړاندې د متوازنې تګلارې وضاحت هم وکړ، او ویې ویل چې پاکستان تل د خبرو اترو، ډیپلوماسۍ، او نړیوال قانون په اړه په درناوي ملاتړ کړی. هغه یو ځل بیا څرګنده کړه چې پاکستان هڅه کوي چې د سیمه‌ییزوجهګړو کمولو، او د ګډ امنیت پر چوکاټونو کار ته دوام ورکړي

په بحث کې د پاکستان او امریکا تر منځ د اوږدمهاله ملګرتیا ارزونه هم وشوه COAS د دواړو هېوادونو تر منځ د ګډو تاریخي اهدافو یادونه وکړه، په ځانګړې توګه د ترهګرۍ ضد مبارزه، سیمه ییز امنیت، او اقتصادي ودې په برخو کې ی په بشپړه توګه امریکايي پوهانو او یو شمیر نورو سکالارانو ته د پاکستان په دې پورته ذکر شوو موضوع ګانو باندې د پاکستان د پاکستان روښانه دریځ ور وړاندې کړو.

هغه زیاته کړه چې دواړه هېوادونه کولای شي د متقابل درناوي، ګډو ستراتیژیکو ګټو، او اقتصادي یووالي پر بنسټ یو څو اړخیزه، پراخ او ژور مشارکت جوړ کړي

په دې موقع ګډونوالو د فیلډ مارشل جنرل عاصم منیر د پاکستان په اړه ترهګرۍ په ضد مبارزه کې او یو شمیر نورو میدانونو کې دغه څرګندونې شفافې او واضحې وبللې او د پاکستان د اصولي تګلارو ستاینه یې وکړه. دا تعامل د دوه اړخیز تفاهم فضا کې ترسره شو او د پاکستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو خبرو اترو د پیاوړتیا یو مثبت ګام وبلل شو.

ددې خبري هم باید دلته یادونه وشی چې امریاکایی پوهانو او د میډیا غړو سره دغه لیدنه د شفافې ډیپلوماسۍ، نړیوال تعامل، او د اصولو پر بنسټ د سوله‌ییز ګډ ژوند د ودې لپاره د پاکستان ژمنتیا څرګندوي.

دلته ددې خبرې هم یادیونه وشی چې د پاکستان پوځ مشر په میلمستیان کې وړمه ورځ د امریکا ولسمشر په واشنګن کې د غرمې ډوډۍ بلنه هم ورکړې وه او خبریالانو سره په خبرو کې د امریکا ولسمشر ټرمپ ویلي وو چې دا زما لپاره د سترویاړ خبره ده چې جنرل عاصم منیر سره مې لیدنه وکړه.

د ټرمپ دا خبرې څرګندوني چې پاکستان په بین المللي ډیپلومیسي کې بریالۍ شوې دې او ټوله نړۍ د پاکستان د ترګرۍ په میدان کې رول او قرباني مني

Related Articles

په بلوچستان کې چارواکو د ښځینه ځانمرګي برید پلان شنډ کړ، چې د بی ايل اي د استحصال او د نجونو په هدف د افراطي جذب څرګندوي

March 19, 2026

د طالبانو مشر د اختر لمونځ پر مهال زړور څرګندونې وکړې، پاکستان د امنیتي اندېښنو له امله د عملیاتو لنډمهاله وقفه اعلان کړه

March 19, 2026

د بلوچستان په برخه کې د فرزانه زهري د جبري ورکیدو ادعاوې اندېښنې راپورته کړي، په داسې حال کې چې د احتمالي ناوړه معلوماتو د کمپاینونو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی

March 19, 2026

د پاکستان ضد حسابونه د تولسي ګبارډ خبرې غټوي، د توغندیو پروګرام ناسم ښيي او په نړیواله کچه غلط تصورونه خپروي

March 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Seraphinite AcceleratorOptimized by Seraphinite Accelerator
Turns on site high speed to be attractive for people and search engines.