تازه خبرونه

په خېبر پښتونخوا کی سرکاری ملازمینو صوبایی بجټ رد کړی او د پرلت غځولو اعلان ی کړی

د خیبرپختونخوا حکومت په ضد په دې احتجاج کی سرکاری ملازمینو په ګنړ تعداد کی ګډون اوکړو دوی کتبی او بینرونه اوچت کړی وو چی ورباندی د ملازمینو په حق کی او د صوبایی حکومت او بجټ په ضد نعری درج وی
په صوبایی بجټ کې د حکومتي کارکوونکو تنخاګانو کې 10 سلنه زیاتوالی او د (ریټایر شویو) ملازمینو لپاره 7 سلنه زیاتوالی هم شامل دی۔

د خیبر پښتونخوا حکومت د جون په 13مه د جمعې په ورځ د راتلونکي مالي کال لپاره 2.119ټریلینه روپۍ بجټ وړاندې کړه، چې پکې د 547 اربه روپیو پرمختیایي لګښت ریکارډ کچه لري او لږ تر لږه تنخا 40000 روپیو ته لوړه شوې ده۔

د مردان پریس کلب مخې ته ال پاکستان ګورنمنټ ایمپلایز ګرینډ الاینس (AGEGA) د انتظام لاندی د احتجاجي مظاهرې په ترڅ کې د کالج استادانو په ګڼ شمېر کې ګډون وکړ.

د استادانو مشري پروفېسر حسن الرحمن (سینئر وائس پریذیډنټ کپلا)، پروفېسر فیاض اختر (ډویژنل صدر) او پروفېسر محمد وسیم (جنرل سیکرټري کالج یونټ) کوله.

مظاهرچیانو د صوبایي بجټ په کلکه رد کړو او له صوبایي حکومت څخه یې غوښتنه وکړه چې د وفاقي حکومت په طرز، دوی ته دې ۳۰ فیصده ډی آر اې Desparity reduction allownce ورکړل شي.
دوی خبرداری ورکړ چې که غوښتنې ونه منل شي، نو د جون په ۲۵مه به د صوبایي اسمبلۍ مخې ته دایمي پرلت پېل کړي، او په ټول صوبه کې به بشپړه قلم پرېښودو هړتال اعلان کړي.
د کالج د استاذانو د تنظیم مرستیال مشر پروفيسر حسن الرحمان ایچ ټی این ته اوویل د مرکزي حکومت په رنګه دی صوبایی حکومت هم ډی آر ای کی اضافه اوکړی


,,د پاکستان د ایین مطابق د ټولو ملازمینو تنخاګانې به یو شان وی سکیلونه یو شان دی نو مراعات به ورته هم یو رنګه میلاویږی نوکر شاهی ، ججانو او سیاسی مشرانو د مختلفو الاونسونو لاندی سل فیصده تنخاګانې برابر کړی چی له وجی نور سرکاری نوکرانو کی مایوسي ده حکومت وعده کړی وه چی دا مایوسي به ختمه وی او مرکزی حکومت هغه 30% ډی آر ای ورکړی خو زمونږ په صوبه کی حکومت ډی آر ای صرف 15% کړی او په هغی کی صرف 5% اضافه شوی او هغه هم د ګریډ 1 په 16 ګریډ پوری زیات والی راوستی شوی په دی وجه مونږ دا بجټ رد کوو ځکه چی په لسم جون مونږ سره حکومت 30 فیصده په موجوده بنیادی سکیل ډی آر ای منلی وه صوبایی بجټ کی دهغی پاسداری اونشوه د هغی خلاف نن زمونږ په ټوله صوبه کی ټوګن هړتال وو په 25 تاریخ به د صوبایی اسمبلۍ مخی ته سرکاری ملازمینو هړتال وی او دهرنا به ورکوو تر څو د هغوی غوښتنې نه وی منل شوی

Related Articles

شنونکي وايي د هند دوه‌ګونې تګلاره د لوېدیځ باور کمزوری کوي او په سویلي اسیا کې د بې‌ثباتۍ خطر زیاتوي

January 27, 2026

فرانسوي چارواکو ټانکر د مارسیل ښار ته نږدې د فوس-سور-میر ساحلي بندر ته د پلټنو لپاره اړولې دې

January 27, 2026

د پاکستان په بیله بیلو صوبو خیبر پښتونخوا، پنجاب ،سندهه او بلوچستان کې د امریکا لنکن کارنر فعالیتونه ددې صوبو د ځوانانو او نورو مسلکی کسانو په روزنه او دوی په مثبتو فعالیتونو کې بوخت کولو لپاره رول لوبوي

January 27, 2026

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار خپل ایران سیالس سره د ټیلفون لارې خبرې کړي او په یو شمیر مهمو ټکو ی ورسره ټینګار کړې دې

January 26, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *