تازه خبرونه

۔ جاپان د افغان کډوال سره مرستى جاري ساتلو پخلى کړى دى

د افغان دولت ترمخه د کډوال لپاره په نړيوال کچه مرستو کې کمې راغلى دى
۔ کابل کې د جاپان سفير اود کډوال راستنيدونکې وزارت سرپرست ترمنځ ملاقات

۔ کابل کې د جاپان سفير د کډوال د وزارت سرپرست سره ليدلى دي

کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست سره لیدنه کې ویلي چې له افغانانو سره به یې د هېواد مرستې د پخوا په څېر دوام ولري او کمښت به په‌کې نه راځي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورمایا سره لیدلي دي.

د جاپان سفیر ویلی چې هېواد یې روان زیږدیز کال له نورو هېوادونو د راستنېدونکو افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې لپاره ۷،۵ میلیون امریکايي ډالر د ملګرو ملتونو د ادارو له لارې لګولي دي.

هغه په نړۍواله کچه د بشري مرستو کمښت ته په اشارې زیاته کړې چې له افغانانو سره د جاپان مرستې به د مخکې په څېر دوام ولري او کمښت به په کې نه راځي.

تاکایوشي زیاته کړې چې په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت له بندیزو لګولو وروسته افغان بزګران له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي او لا تر اوسه مناسب بدیل کښت نه دی ورته برابر شوی

د کډوالو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر‎ د جاپان له لوري د مرستو دوام مهم بللی او د بشري مرستو د رسونې په برخه کې یې د بېځایه اداري لګښتونو پر مخنیوي ټېنګار کړی دی.

د کډوالو چارو وزارت سرپرست دغه راز د افغان کډوالو لپاره د ښارګوټو رغولو په برخه کې د جاپان له سفیره د همکارۍ غوښتنه کړې ده

Related Articles

د ۲۰۲۱ کال د اګست وروسته، طالبانو د نجونو د ثانوي او لوړو زده‌کړو دروازې وتړلې. له شپږم ټولګي پورته نجونې اوس له زده‌کړې محرومې دي، شاوخوا ۲.۲ میلیونه نجونې له دې حقه بې برخې دي.

January 30, 2026

۱۹,۰۰۰ کورنۍ وپیژندل شوې، ۶۵٪ کورنۍ رضاکارانه انتقال شوي او ۳۵٪ خپلې زمینې پرېښودې نه دي

January 30, 2026

پاکستان د معلوماتو پر اساس او هدفمند اقداماتو سره د تیراه ترهګر مرکزونه له منځه وړي

January 30, 2026

ارپنګا بریال په امریکا کې د کوپرنیکس نړیوال ساینس سیالۍ کې د پاکستان استازیتوب وکوي

January 29, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *