تازه خبرونه

په ايران حملې د اسرائيل جارحيت دې،په دې خاموشه پاتې کيدل نه دي پکار،وزيراعظم شهباز شريف

ايران ۔ اسرائيل کشيدګي سيمه متاثر کولې شي،نړي واله ورورولي دې جنګ بندۍ لپاره اقدامات وکړي،وزيراعظم
ايران د خپل دفاع کولو مکمل حق لري،وزيراعظم شهباز شريف

اسرائيل حملو باندې خاموشه پاتې کيدل نه دي پکار،وزيراعظم

وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کښې د وفاقي اجلاس شوي وو چې پکښې د ملک امنيتي او معاشي صورتحال او په خصوصي توګه ايران اسرائيل ترمينځ تاؤ تريخوالي په معاملو خبرې شويدي ۔ د کابينې ممبرانو د ايران په جوهري او پوځي تنصيباتو د اسرائيل د فضائي حملو په سختو ټکو کښې مذمت کړېدے ۔

اجلاس ته وينا په وخت وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د اسرائيل حملې د ايران د خپلواکۍ او د سيمې سلامتيا ښکاره خلاف وزري ده ولې د افسوس مقام خو دا دے چې نړي والې ټولنې هم په دې جارحيت خاموشي خپله کړيده ۔ وزيراعظم د دې حملو وروستو د پاکستان د کردار ذکر کړيدے او وئيلي يي دي چې په تهران فضائي حملو او د قيمتي ځانونو د زيان نه پس ئې د ايران،ترکيه او نورو ملکونو د مشرانو سره رابطه کړي وه او ورسره ئې په دې صورتحال خبري کړيدي۔

وزيراعظم وائي چې پاکستان د مشکل په دې وخت کښې د ايران د اولس او حکومت سره ولاړ دے او د يووالي اظهار ورسره کوؤ ۔ وزيراعظم دا هم وئيلي دي چې د ايران او اسرائيل تاؤ تريخوالې جاري پاتي کيدل د سيمې لپاره خطرناک دي، پاکستان په منطقه او ټوله نړۍ کښې امن غواړي او دې لپاره به تل خپل کردار ادا کوؤ۔

وزيراعظم شهباز شريف زياته کړيده چې غزه کښې د زرګونو فلسطنيان شهيد کولو نه پس اسرائيل اوس په ايران کښې هم د عام خلکو قتل عام شورو کولو اراده کړيده بايد چې نړي واله ورورولي د اسرائيل او ايران ترمينځ روانه جهګړه په فوري توګه د ختمولو لپاره خپل کردار ادا کړي

Related Articles

کارپوهان د خلیلزاد د شکایتونو سره سره د افغانستان د ترهګرو پر ځایونو د پاکستان هوايي بریدونه ملاتړ کوي

February 23, 2026

راپورونه وایي چې په کشمیر کې د کیشتوار په سیمه کې د هندي ځواکونو له خوا کیمیاوي وسلې کارول شوې، چې له امله یې دوه ځوانان وژل شوي او د مظاهرو او بشري حقونو د اندېښنو لامل شوي دي

February 23, 2026

د افغانستان د دفاع وزیر د سرحدي بریدونو وروسته د ترهګرو پر ځایونو د راپور شوو بریدونو په اړه د انتقام خبرداری ورکړ

February 23, 2026

پاکستان د رمضان میاشتې د ځانمرګو بریدونو وروسته د ترهګرو پر کمپونو کره او هدفمند بریدونه کړي، چې په کې د فراکشن الافغانستاني طالبان او اسلامي دولت خراسان څانګه

February 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *