...

آستانه:د چين ۔ منځني ايشيا هيوادونو د مشرانو اجلاس، د چين صدر جن پنګ افغانستان سره همکارۍ پراخه کولو ټينګار کړېدے

1 min read

چين ۔ منځني ايشيا سرمشريزه غونډه، افغانستان سره تعاون په معاملو خبرې

افغانستان امن او استحکام،د سيمې ملکونو کردار

June 18, 2025

د قازقستان پلازمينه آستانه کښې د چين ۔ منځني ايشيا هيوادونو تنظيم دوئمه سرمشريزه غونډه شويده ۔ اجلاس کښې د چين صدر شي جن پنګ، د کرغزستان صدر صديرجاپاروف،د ترکمانستان صدر بردي محمدوف، د تاجکستان صدر امام علي رحمان،د ازبکستان صدر شوکت مرزيوف او د کوربه هيواد صدر قاسم جومارت شرکت کړې وو ۔

اجلاس په مهال د سيمې سيکيورټۍ صورتحال ،ايران ۔ اسرائيل تاؤ تريخوالي او د منځني ايشيائي هيوادونو سره د چين تعلقات او تجارت ته وده ورکولو په معاملو خبرې شويدي ۔ اجلاس ته وينا په مهال د دې تنظيم ملکونو سربراهانو د ايران او اسرائيل ترمينځ روانه جهګړه باندې د تشويش اظهار کړے او انديښنه ئې څرګند کړې چې دا جنګ اوږيدل به نه صرف دواړه هيوادونه بلکه د دې منطقې ملکونه هم متاثره کړي ۔

اجلاس دوران د افغانستان په صورتحال هم غور شوېدے، په دې موقعه خپله وينا کښې د چين صدر شي جن پنګ افغانستان سره د همکارۍ لپاره د سيمي د ملکونو رابطه کاري مضبوطولو باندې زور راوړېدے،د چين د بهرنيو چارو وزارت له لوري جاري شوي بيان ترمخه خپله وينا کښې صدر شي جن پنګ وئيلي دي چې افغانستان زمونږ نزدې ګاونډې هيواد دے د دې هيواد امن او استحکام او بيا آباد کارۍ لپاره افغان اولس او دولت د سيمې او نړي وال ملکونو مرستو او تعاون ته اړتيا لري دې سلسله کښې ټولو هيوادونو له مشترکه کوششونه کول پکار دي ۔

بلخوا افغان نائب وزیراعظم عبدالسلام حنفی د چین او سویلی ایشیا ایکسپو کانفرنس کښې شرکت لپاره د چين په دوره دے ۔خپل بيان کښې عبدالسلام حنفي وئيلي دي چې اسلامي امارت د کامياب پاليسو لوجې د افغانستان او نړي نورو ملکونو ترمينځ اړيکې ښه شويدي مونږ غواړو د سيمې د ملکونو بشمول ټوله نړۍ سره د برابرې په بنياد تعلقات قائم کړو ۔

Related Articles

د جمعیت علمای اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان په تازه بیان کې ویلي دي چې په دې هیواد کې جمهوریت ختم شوې

October 17, 2025

لنډي کوتل کې هرکال د پاکستان د آزادۍ په نوم د فټ بال سیالۍ راجوړیږي خو په دې سیمه کې نه خو معیاري ګراونډ شته او نه لوبغاړو لپاره نور سهولتونه شتون لري

October 17, 2025

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیرامیرخان متقي د مسکو فارمټ د اوومې ناسې وروسته او هند ته سفر په اړه اړوند افغان چارواکو سره مهمه ناسته کړې

October 16, 2025

مفتي نورولي محسود چې د کالعدم تحریک طالبان پاکستان مشر دې په اړه داسې خبر مخې ته راغلې چې ویلي ی دي چې زه ژوندې یم

October 16, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Seraphinite AcceleratorOptimized by Seraphinite Accelerator
Turns on site high speed to be attractive for people and search engines.