تازه خبرونه

ايران ۔ اسرائيل جهګړه کښې شدت، صدر ټرمپ د تهران اوسيدونکو ته ښار د خالي کولو هدايت کړېدے،د چين وګړو ته د اسرائيل نه د وتلو هدايت شوے

جي ۔ 7 مشرانو مشرقي وسطي تاؤ تريخوالي کمولو مطالبه کړې، ايران پارليمنټ کښې د تشکر پاکستان نعرې

1 min read

ايران او اسرائيل شخړه د کميدو په ځائې نوره هم سيوا شويده

تل ابيب،يروشلم او نورو ښارونو باندې د ايران حملو کښې شدت

June 17, 2025

په داسې حال چې د ايران او اسرائيل ترمينځ شخړه هوارولو لپاره په نړي وال کچ کوششونه جاري دي،د امريکني صدر ټرمپ غيراعلانيه بيان ټوله نړۍ پريشانه کړيده ۔ امريکائي صدر ټرمپ کينډا کښې جاري جي سر مشريزه اجلاس په نيمه کښې پريښودلې دې او واشنګټن ته واپس تلې دے ،دې دوران صدر ټرمپ يو بيان جاري کړيدے چې پکښې ايران حکومت ته سخت وارننګ ورکړي شوېدے ۔ ټرمپ وائي چې ايران له به هيڅ صورت کښې ايټمي وسله ترلاسه کولو اجازت ورنه کړو۔

خپل بيان کښې صدر ټرمپ وئيلي دي چې جوهري پروګرام په حواله ايران د امريکې سره معاهده کولوکښې مخلص نه دے د ايران حکومت د دې عمل لوجې په لويه پيمانه ځاني زيانونونو خطره ده ، ټرمپ تهران کښې اوسيدونکي ټول وګړو ته په فوري توګه د دې ښار نه وتلو وارننګ ورکړېدے ۔

د ټرمپ دهړکو نه پس امکان دے چې د امريکې او ايران ترمينځ به په جوهري پروګرام مذاکرات بيا شوروشي۔ سياسي ويب سائيټ ايکسيويس ترمخه د امريکې چارواکي د يو څو ورځو دوران ايران سره جوهري معاهده او د اسرائيل ايران جنګ بندۍ په معامله خبرې اترې دوباره شورو کولو باندې غور کوي ۔

سفارتي سرچينو ترمخه دا مذاکرات د ايران د خارجه وزير عباس عراقچي او د مشرقي وسطي لپاره د صدر ټرمپ صلاح کار سټيووټکوف ترمينځ د کيدو امکان دے ۔ کينډا کښې شوي د جي ۔ 7 سربراهي اجلاس د صدر ټرمپ د لاس ليک نه بغير خپله اعلاميه جاري کړيده چې پکښې د اسرائيل ملاټر او د ايران حکومت په رويه ټکونه شويدي ، د اجلاس اعلاميه کښې د مشرقي وسطې د اوسني صورتحال ذمه وار ايران ګرځولي شوېدے او وئيلي ئي دي چې اسرائيل د خپل دفاع پورا حق لري ، اعلاميه کښې په دواړو فريقينو زور راوړې شوېدے چې د سيمې استحکام لپاره دې کشيدګي په فوري توګه د سفارتي کوششونو د لارې ختم کړي بلخوا د دواړو فريقينو لخوا په يو بل د حملو سلسله جاري ده،ايران په تل ابيب،يروشلم او نورو ښارونو باندې بيلسټک ميزائيل او ډرون حملو سلسله جاري ساتلي ده،حملې لوجې د حيفه ريفائنرې درې ملازمين وژلي شويدي او اسرائيلي حکومت ريفائنري بند کړيده،د ايران جوابي حملو لوجې د وژلي شوي اسرائيلي وګړو شميره اتويشت ته رسيدلې ده، اسرائيل هم په تهران او نورو ښارونو فضائي حملې جاري ساتلي دي چې پکښې نور ايراني وګړو ته مرګ ژوبله اوړيدلې ده ۔

اسرائيل د ايران په سرکاري ټي وي سټيشن هم حمله کړي وه ۔ دواړو ملکونو ترمينځ تاؤ تريخوالې سيوا کيدو نه پس چين په اسرائيل کښې موجود خپل وګړو ته په فوري توګه دې ملک نه د وتلو هدايت کړېدے ۔ د چين سفارتخانې لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې د ايران او اسرائيل ترمينځ جهګړه نوره هم سيوا کيدو انديښنه ده او اسرائيل کښې موجود د چين ټولو وګړو ته خپل حفاظت يقيني کولو او په فوري توګه د اسرائيل نه د وتلو هدايت شوېدے ۔ د چين وګړو ته وئيلي شويدي چې د اردن پولې د لارې دې د اسرائيل نه د انخلا کوشش وکړي ۔

د ايران اسرائيل تاؤ تريخوالي کښې د پاکستان مثبت کردار اعتراف ايران حکومت هم کړېدے ۔ د ايران پارليمنټ ته وينا په وخت صدرمسعود پزشکيان د ايران د ملاټر عزم کولو باندې د پاکستان د حکمرانانو تعريف کړېدے ، ايران پارليمنټ ممبرانو د پاکستان خصوصي شکريه ادا کړے او د پاکستان تشکر نعرے ئې وهلې دي ۔

د پاکستان او سعودي عرب بشمول يويشت ملکونود ايران په جوهري تنصيباتو د اسرائيل د حملو په سختو ټکو کښې مذمت کړېدے ۔

د دې ملکونوخارجه وزيرانو
خپل مشترکه اعلاميه کښې د اسرائيل حملې د علاقائي سلامتيا او د ايران د خپلواکۍ خلاف ورزي ګرځولي او اسرائيل نه ئې مطالبه کړې چې په ايران د حملو سلسله دې بند کړي ۔

Related Articles

د سعودي عربستان ستر مفتي شیخ عبدالعزیز مړینه د مسلمانۍ نړۍ لپاره د لوی غم ورځ ده، ستر مفتي اسلام لپاره ډیر زیات خدمت کړې دې

September 23, 2025

حېرانونکې خبره داده چې دومره اوږد سفر پرته هم افغان ماشوم روغ هند ته رسېدلې دې

September 23, 2025

په تورخم پوله د افغان ټرانزټ ټریډ سره تړلي سوداګر غوښتنه کوي چې په تورخم پوله دې انټرنیټ سهولتونه چټک کړې شي

September 23, 2025

وژلي شوي ملزمانو څو ورځې وړاندې پوليس کانسټيبل فصيح الدين په ډزو شهيد کړې وو

September 23, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *