تازه خبرونه

هند او اسرایل په شریکه د پاکستان تقسیمولو لپاره په عملي توګه تبلیغاتي جنګ پیل کړې

د هند او اسرایل دې میډیا جنګ دا ثبوت دې چې یو اسرایلي تهنک ټینک د بلوچستان په اړه یوه ممه د څیړنې پروژه پیل کړې او یو بلوڅ خوښې تن ی ځانګړې سلاکار ټاکلې دې. پاکستان د هیواد تقسیمولو پر ضد ددې سازش غندنه کړې

1 min read

میر یار د بلوچستان په اړه له حقایقو لیرې تحریف شوې نظریې وړاندې کوي، تر څو بهرني قوتونه د "ظلم او مقاومت" دروغجن انځور رامنځته کړي

د پاکستان ژورنالستان او نور سیاسي او دفاعي شنوونکي دا کار د پاکستان داخلي په چارو کې ښکاره مداخلت بولي او ددې هڅو غندنه کوي

June 14, 2025

د هند او اسرائیل په ګډو هڅو سره د پاکستان تقسیمولو لپاره د بلوچستان پر ضد د معلوماتي جګړې اور بل کړې دې.

پاکستان پر بلوچستان د بهرنیو تمویل شوې تبلیغاتي جګړه غندي؛ کارپوهانو د رسنیز پوهاوي، د سایبري دفاع، او د نړیوال احتساب غوښتنه کړې. .

پاکستان دا مهال له یوې شدیدې معلوماتي جګړې سره مخ دی، چې هدف یې د هېواد ملي وحدت او حاکمیت کمزوری کول دي. دا یو ترکیبي برید دی، چې د هندي تمویل او د اسرائیلي رسنیو له لارې پر بلوچستان د بې‌ثباتۍ، جعلي معلوماتو، او بېلتون‌غوښتونکو نظریاتو خپرولو تمرکز لري.

بهرني پلیټفارمونه او کورنۍ څېرې

دغه ستراتیژي او پلان هم شمارل شوې ده او دا ډیره خطرناکه ده، هند مالي تړ برابروي، اسرایل د رسنیو پلیټ فارمز ورکوي او میریار بلوچ دپاکستان په ضد پیغامونه وړاندې وړي او رسوي.

دا صرف یو سوچ نه دې بله کې دا یوه منظمه وسله واله هڅه ده چې د تعلیم او د زده کړې په جامه کې په وړاندې وړلې شي.

میر یار د بلوچستان په اړه له حقایقو لیرې تحریف شوې نظریې وړاندې کوي، تر څو بهرني قوتونه د “ظلم او مقاومت” دروغجن انځور رامنځته کړي. دا ادعاوې نه یوازې بې بنسټه دي، بلکې له لازمي سیاسي او تاریخي سیاقه هم خلاصې دي. دا نه ژورنالیزم دی، نه تحقیق، بلکې خالصه پروپاګند ده چې دوی ی کوي. .

ددې علاوه (میمري) له اسریلي استخباراتي ادراو سره ښکاره اړیکې لري،د اندیښنې بله کچه رامنځ ته کوي. ددې ادارې څیړنیزې پروژې ډی خل تورنې شوي چې حقایق ی یی د سیاسی موخو لپاره په انتخابي ډول وړاندې کړي دي، د میر یارپه دې پروژه کې شاملیدل ددې څیړونو ته حقیقي شکل ورکوي او دا جواز ورکوي چې دا څیړنې رښتیا دي خو په رښتیا دا څیړنې یو طرفه او بې بنیاده وي.

د معلوماتي جګړې پر ضد د پاکستان غبرګون

د پاکستان شنونکي او ژورنالستانو دا حرکت په کلکه غندلی، او دا یې د هېواد د داخلي وحدت لپاره یو مستقیم خطر بللی دی. یو امنیتي کارپوه ویلي چې دا یوازې د بلوچستان خبره نه ده، بلکې د ملي یووالي د ماتېدو لپاره په پراخه توګه د ډیجیټل او دیپلوماتیکو وسیلو کارول دي.

د دې هڅو وخت هم د پام وړ دی؛ ځکه چې پاکستان دا مهال د سیمه‌ییزې سولې لپاره هلې ځلې کوي او خپل نړیوال ائتلافونه پیاوړي کوي. له همدې امله، دښمن قوتونه خپلې تګلارې بدلوي او له فزیکي لاسوهنې څخه یې د معلوماتي جګړې پر لور پام اړولې دې. .

د غبرګون په توګه، چارواکي د نړیوالو ادارو د محاسبې ، او د بهرنیو په مالي همکاریو معلوماتي پروژو د څار غوښتنه کوي. همداراز، د رسنیز پوهاوي کمپاینونه او د سایبري دفاع پیاوړتیا ته د اړتیا ټینګار کوي، تر څو چې د بیان او دمعلوماتو جنګ پر ضد په صحیح توګه مبارزه وشي.

په آخر کې باید ددې مهمې خبرې یادونه وشي چې د بهرنیو ادارو څخه د
د بلوچ څېرو کارول پر یو حادثاتي کار نه دې بلکې دا د پاکستان پر ضد د یوې دوامداره معلوماتي جګړې برخه ده.

لکه څنګه چې هند او اسرائیل خپلې ستراتیژیکې اړیکې ژوروي نو ښکاري چې د دوی ګډې تبلیغاتي تګلارې هم لا زیاتې همغږې او خطرناکې ثابتیږي.

Related Articles

مسعود پزشکیان د ګډو سرحدي سیمو پر همکارۍ ټینګار کړی او ویلي ی دي چې ایران د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د ثبات او اقتصادي پیاوړتیا لپاره هڅې زیاتوي

December 20, 2025

قاضي فرید خان عليزئی د ترهګریزو پېښو په تړاو د نیول شوي داعش غړي څخه د لا پلټنو لپاره د ملزم د جسماني ریمانډ غوښتنه ومنله

December 20, 2025

اسلام‌اباد محکمې د سعودي عربستان له سفره ترلاسه شوې د بلغاري قیمتي ګاڼو د نه جمع کولو په قضیه کې پخوانی وزیراعظم عمران خان او د هغه مېرمن بشری بي بي مجرم وګرځول شول

December 20, 2025

د هند پولیس وایی ککړ تن ساجد اکرم په حیدراباد کې زېږېدلی او وروسته استرالیا ته تللی، په تېرو شلو کلونو کې یې څو ځله هند ته سفرونه کړي

December 20, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *