تازه خبرونه

د پاکستان پارليمان د يو متفقه قرارداد د لارى د اسرايل په ايران باندى حمله غندلى ده

د قامي اسمبلى اسپيکر اياز صادق وايي پاکستان اسرايل يو رياست نه خو دهشت ګرد ګنړي

1 min read

ايران او اسرائيل ترمينځ د جنګ باقاعده آغاز

په يو وخت مهم حکومتي مشرانو شهادت ايران لپاره لوئې زيان

June 13, 2025

د اسرائيل جنګي الوتکو تهران ښار او نورو سيمو کښې د ايران په حساس پوځي تنصيباتو او جوهري وسلو په مرکزونو حملې کړېدي،د ايران سرکاري ميډيا ترمخه حملو کښې آرمي چيف ميجرجنرل محمد باقري،د پاسداران انقلاب چيف جنرل حسين سلامي، فريدون عباسي او محمد مهدي نومي دوه ايټمي سائنسدانان او د پوځ نور اهم کمانډران او سائنسدانان شهيد شويدي

۔ ايران سرکاري ميډيا ترمخه تهران کښې په يو رهائشي ودانې هم حمله شويده چې پکښې پنځه تنه مړه او په درځنونو ژوبل شويدي ۔د حملې وروستو خپل بيان کښې د اسرائيل وزيراعظم نتن ياهو وئيلي دي چې دا حملې د اسرائيل د دفاع لپاره شويدي چې مقصد ئې د ايران جوهري افزودګي پروګرام ختمول وو،نتن ياهو وائي چې تر څو ايران د اسرائيل لپاره خطره وي دا قسمه نورې حملې به پرې هم کوؤ۔ د حملو نه پس اسرائيل کښې هنګامي حالت نافذ کړي شوېدے ۔

د اسرائيل وزيردفاع وائي چې د حملو وړومبې مرحله ښه په کاميابۍ سره مکمل کړي شويده او اهم هدفونه او شخصياتو مو په نښه کړي وو۔ د ايران د څه قسم جوابي حملو د انديښنو لوجې د اسرائيل په اولس غږ شوېدے چې محفوظ علاقو کښې دې اوسي او د پوځ او حکومت په احکاماتو دې عمل کوي ۔

د ايران سپريم ليډر ايت الله خامنااي او ايران پوځ ترجمان بريګيډئر جنرل ابوالفضل خپل بيانونو کښي وئيلي چي په ايران حملې د اسرائيل غټه غلطي ده ،اسرائيلي د ځان لپاره د بدقسمتۍ او د تلخ تکليف انتخاب کړېدے د ايران په خاوره حملې د اسرائيل بدترين جارحيت او جنګي جرم دے د دې عمل سخت سزا به ورته ملاويږي ۔د اسرائيلي حملو وروستو ايران هم جوابي حکمت عملي خپلولو باندې غور شورو کړيدے،د اسرائيل فوج ترجمان بريګيډئيرجنرل ايفي ډيفرين دعوي کړيده چې ايران د جوابي حملو لپاره د اسرائيل په طرف سل ډرون داغلې وو کوم چې ناکاره کړي شويدي ۔

پاکستان، سعودي عرب،عمان،جاپان او نورو ملکونو په ايران د اسرائيل د حملو مذمت کړې او دواړو ملکونو ترمينځ پيدا شوي تاؤ تريخوالي باندې ئې د افسوس اظهار کړېدے ۔ د پاکستان خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان ترمخه خارجه وزير او نائب وزيراعظم اسحاق ډار د اسرائيل حملې بلا جواز او د ايران د خپلواکۍ او د سيمې د سلامتيا خلاف ورزي ګرځولي ده، خپل بيان کښې اسحاق ډار وئيلي دي چې د اسرائيل دا قسمه قابل نفرت اقدامات د نړي وال قانون او بشري حقونو منافي دي د دې صورتحال لوجې مشرقي وسطي کښې روانه کشيدګي نوره هم سيوا کيدې شي ۔

د سعودي عرب حکومت د متحده قامونو او سلامتي کونسل نه د اسرائيلي جارحيت خلاف فوري اقدامات پورته کولو مطالبه کړيده ۔د متحده قامونو جنرل سيکرټري انتونيوګوټريس هم په ايران د اسرائيل د حملو مذمت کړېدے او دواړو فريقينو ته ئې وئيلي دي چې د صبر او تحمل مظاهره دې وکړي ۔ امريکې په ايران د حملو نه د لاتعلقي اظهار کړېدے، امريکني صدر ډونلډ ټرمپ وئيلي دي چې دې حملو کښې د امريکې هيڅ کردار نشته که چرې ايران په اسرائيل حمله وکړه نو امريکه به د اسرائيل دفاع کوي ۔ په ايران د اسرائيل حملې په داسې وخت شويدي چې د جوهري موادو د تابکارۍ جائزه اخستونکې د متحده قامونو زير نګران ادارے آئي اے اي اے دوه ورځې مخکښې خپل يو بيان کښې وئيلي وو چې ايران جوهري پروګرام په حواله خپلې ذمه وارې پورا کولو کښې پاتې راغلې دے او دې ادارے سره تعاون هم نه کوي ۔

Related Articles

په متحده عرب اماراتو کې جاری ایشیا کپ ټي ټونټي کرکټ سیالییو کې د پاکستان فائنل مرحلے ته وتلو چانس سيوا شوي

September 24, 2025

د ډینګي بخار له وجهې چارسده کې یوه بله میرمن هم مړه شوې

September 23, 2025

د ماهرنګ بلوچ د نوبل انعام لپاره هڅو کولو وروسته د نوبل جایزې ورکولو اداره باندې نیوکې را پورته کړي دي

September 23, 2025

د سعودي عربستان ستر مفتي شیخ عبدالعزیز مړینه د مسلمانۍ نړۍ لپاره د لوی غم ورځ ده، ستر مفتي اسلام لپاره ډیر زیات خدمت کړې دې

September 23, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *