تازه خبرونه

پاکستان په ايران د اسرايل بريدغندلې

سعودي عربستان هم په ېو خبر پانړه کې په اېران باندې د اسراېل برېد غندلې دې
د اسلامي جمهوريت ایران پر ضد د اسرائیل ناحقه بریدونه په کلکه غندو، پاکستان

پاکستان له لوري په اېران د برېد غندنه شوې

د پاکستان لخوا د ایران پر ضد د اسرائیلي تېري سخت غندنه
د پاکستان خارجه دفتر په ېو بیان کې

ویلي چې د اسرائیلي بریدونه د ایران د خپلواکۍ او سیمه ییزې بشپړتیا سرغړونه ده ۔

په بیان کې وېل شوي چې ایران د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱مې مادې له مخې د خپل ځان د دفاع حق لري ۔

په بیان کې زېاته شوې چې پاکستان د ایران له ولس سره خپله پوره خواخوږي څرګندوي ۔ د پاکسان د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا خبر رسنېو سره شرېک کړې او په اېران ې د برېد غندنه کړې۔
د پاکستان ناېب وزېر اعظم اسحاق ډار هم دا برېد غندلې دې۔
په اېکس پانړه ې ددې برېد په اړه په څرګندونه کې وېلي چې
د اسلامي جمهوريت ایران پر ضد د اسرائیل ناحقه بریدونه په کلکه غندو۔
هغه زېاتوي چې دا د ایران د حاکمیت ښکاره سرغړونه ده. دغه نه يوازې د نړیوالو قوانینو بنسټونه لړزولي، بلکې د بشريت وجدان ته يې هم صدمه رسولې ده، او د سیمې ثبات او نړیوال امنیت لپاره ې جدي زیان اړولی دی.

ناېب وزېر اعظم زېاتوي چې د پاکستان د ایران حکومت او ولس سره خپله بشپړه خواخوږي او همدردي څرګندوي

دلته ددې باېد چې ېادونه وشي چې سعودي هم په ېو مراسله کې په اېران غندنه کړې ده۔

Related Articles

شنونکي وايي د هند دوه‌ګونې تګلاره د لوېدیځ باور کمزوری کوي او په سویلي اسیا کې د بې‌ثباتۍ خطر زیاتوي

January 27, 2026

فرانسوي چارواکو ټانکر د مارسیل ښار ته نږدې د فوس-سور-میر ساحلي بندر ته د پلټنو لپاره اړولې دې

January 27, 2026

د پاکستان په بیله بیلو صوبو خیبر پښتونخوا، پنجاب ،سندهه او بلوچستان کې د امریکا لنکن کارنر فعالیتونه ددې صوبو د ځوانانو او نورو مسلکی کسانو په روزنه او دوی په مثبتو فعالیتونو کې بوخت کولو لپاره رول لوبوي

January 27, 2026

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار خپل ایران سیالس سره د ټیلفون لارې خبرې کړي او په یو شمیر مهمو ټکو ی ورسره ټینګار کړې دې

January 26, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *